نظــر

رحمت الله نبیل به رد پای امرالله صالح

rahmatullah nabeelد اګست په ۲۸ مه اوازه ولګېده ، چې کرزي خپل دملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل له دندې رټلی دی ، لومړی خبره په ابهام کې وه ، خو وروسته څرګنده شوه ، چې اوازه رښتیا ده .

دکابل رژیم  دملي امنیت ریاست  ( رام ) چې   دپخواني کام ، اګسا او خاد میراتخور بلل کیږي ، بې له شکه درژیم په سطحه یو مهم پوست دی ، چې په خورا دقت  ورته  مسؤلین انتخابیږي ، دکرزي دحکومت په لومړنیو دورو کې  له دې ریاست څخه دمسعود ټلوالې  لاړې تاو  کړې وې  ، چې نږدې  اته کاله یې له ځان سره وساته  ،  دټلوالې په استازیتوب  ددې مهم ریاست مشري  امرالله صالح ته سپارل شوې  وه  امرالله صالح خوبه  ټول پیژنئ ( دنجیب  له دفاعیانو تښتیدلی ګریزي عسکر ، چې مسعود پاکستان ته پارسل کړ ، هورې یې انګریزي زده کړه ،

او له راغبرګیدو وروسته  په ۱۹۹۹  کې  پنجشیر ته دراغلي دسي آی اې د افسر ګاري شروین مینه پرې راغله ، هغه  دسي آی اې لپاره دخدمت بلنه ورکړه ، چې ده قبوله کړه او دجاسوسي زده کړو لپاره  دامریکا په لانګلي کې دسي آی اې یوه  تربیتي کورس ته ولیږل شو ، نوموړی  په لانګلي کې له فراغت وروسته  په منځنۍ اسیا کې دسي ای اې په یوه مربوط ماموریت کې  کار پیل کړ ، چې دمسعود او لانګلي اړیکي یې رخ کولې )

 امرالله  چې دسي آی اې لومړی لاس  اجیر وو  په دې مهم ریاست کې دوظیفې په مهال یې لانګلي ته له ټول تعهد سره سره   خپل پخواني تعهدات هم هیر نه کړل ، نوموړي دخپلو استخباراتو اساس له دوه ډوله خلکو جوړ کړ ، (پخواني  کمونیست خادیان او اوسني تنظیمي بې رحمه جګړه ماران )

دوو تنو بندي شویو طالبانو چې دامرالله صالح په مهال یې دملي امنیت کارکوونکي په خپلو سترګو لیدلي وو ددې ریاست داوسنیو کارکوونکو دمشخصاتو په اړه وویل ( دوی ټول یا پخواني خادیان وو او یا هم دشمال ټلوالې کینه ګر ټوپکیان ، دکابل نوییم ریاست  چې دظلم او وحشت کور بلل کیږي ، مستنطقین او عام پرسونل یې ټول له همدې ډلو جوړ دي ، کومو کسانو چې موږ ته برقي شارټونه راکول ، ږیرې یې خرېیلې وې ، او کوم دویښتانو سرونه به یې چې دمخ له پوست څخه  راوتلي وو هغه به ټول تک سپین وو ، مطلب داچې دوی  مشران خلک وو  او داسې معلومیده چې په پخواني کمونیستي رژیمونو کې یې هم همدا وظیفه سرته رسولې وه )

امرالله صالح چې ډیر کلونه یې داوظیفه سرته ورسوله ، سره له دې چې له ټول وحشت او ستم نه یې استفاده وکړه ، خو بیا هم دنړیوال باور له مخې په خپل دنده کې ناکام وخوت ، دده په وخت کې په کابل کې دمجاهدینو لخوا خورا زورور بریدونه وشول په سرینا هوټل ، فرهنګ وزارت ، د ۸ ثور دجشن په مراسمو ، په عدلیه وزارت ، ارګ  او لویه جرګه باندې خورا مؤثر بریدونه وشول ، چې په پایله کې یې نوموړي په سي آی اې  کې هم باور له لاسه ورکړ او دامریکا په ټونګ دکرزي په فرمان  له ریاست څخه وشړل شو .

دامرالله صالح له رخصتولو وروسته کرزي دې ریاست ته درحمت الله نبیل په نامه یو کس ونوماوه ، داسړی دمیدان وردګو ولایت اوسیدونکی دی چې ابتدایه یې په کابل کې لوستې او ۱۲ م صنف یې په پيښور کې دسیدجمال الدین په لیسه کې پای ته رسولی ، نوموړی په مسلکي لحاظ ساختماني انجینر دی ، خوداسې ښکاري چې په خپل  مسلک کې یې یوه ورځ هم کار نه وي کړی .

ده کابو یوه لسیزه په پیښور ، جلال اباد او کابل کې له  لویدیځو NGO  ګانو او ملل متحد سره کار کړی ، خو داچې دکرزي دحکومت په راتګ سره ناڅاپه معتبر شو او له ګمنامۍ څخه  په اتوماتیک ډول  دملي امنیت دشورا مرستیالي او بیا  دملي امنیت دعمومي ریاست ګدۍ ته پورته شو ، معلومیږي چې له امریکا سره یې تړاو زوړ  وو .

نوموړی  ښایي د حامدکرزي ، حنیف اتمر ،عمر داودزي  او ځینو نورو غوندې دهغو کسانو له جملې څخه وي ، دطالبانو په مهال یې  ظاهرا دانجیوګانو او خیریه کارکوونکو په نامه په افغانستان  او ګاونډکې کار کاوو خو په حقیقت کې یې   دامریکا لپاره پټ وظایف په مخ وړل .

رحمت  الله نبیل چې کله په ۱۳۸۹/۴/۱۳  هـ ش نیټه دملي امنیت په ریاست وټاکل شو ، په استخباراتي تشکیلاتو کې یې یوازې  څو سمبولیک بدلونونه رامنځته کړل ، نوموړي  دریاست کاري پرسونل په خپل ځای پریښول ، او یوازې څو رئیسان او مرستیالان یې  بدل رابدل کړل ، نوموړي دریاست ویاندۍ ته دلطف الله مشعل په نامه  یو ملخ سترګی او بازاري سړی ونوماوو ، چې دناشولته اظهاراتو له امله یې څو ځله دا ریاست دخلکو دخندا کړ .

رحمت الله نبیل او کاري ټیم یې ددې په ځای چې خپل ترې غوښتل شوي وظیفه تشخیص او ترسره کړي ، په خپله ناکامۍ دپردې غورځولو لپاره یې په دروغجنو ادعاګانو او تبلیغاتو پيل وکړ ، دوی چې دعملیاتو د (تعمیل) متره او امکانات یې نه درلودل ، دعملیاتو (تمثیل) ته وجوړېدل ،او په دې توګه یې په خپله څه باندې دوه کلنه  کاري دوره کې ګڼـې تبلیغاتي نندارې او غولوونکې ډرامې جوړې کړې .

کله چې کرزي دسولې دشورا په نامه یوه شورا اعلان کړه ، او دامریکا په قومانده نړیوالې میډیا هم دطالبانو د تسلیمۍ اوازو  ته زور ورکړ ، دنبیل استخباراتو دپیسو په توسط ځیني کسان کرایه کړل ، مولونه یې ورووهل  یو ځل یې په میدان وردګو کې په پټ مخ دتسلیم شویو طالبانو په نامه  له دولت سره یوځای کړل ، دوهم ځل یې په کندهار کې تسلیمي ترې واخیسته  او وروسته یې همداسې په هرات او دشمال په ولایاتو دتسلیمۍ  دغه تمثیلي بهیر راوګرځاوو .

له بلې خوا  دنبیل په مشرۍ دکرزي نوي استخبارات چې دافغانستان په مهمو ښارونو کې د مجاهدینو دپله پسې بریدونو په مخنیوي کې عملا ناکام وو ، دمجاهدینو دنیولو په اړه یې هم همداسې تمثیلي فعالیت پیل کړ ، د دوی ویاند لطف الله مشعل چې اوس یې ددروغو دګوډي په نامه شهرت موندلی وو ، نږدې هره اونۍ له یوه ډله  کرایه شویو ماشومانو سره  په کابل کې دخبریالانو په وړاندې راڅرګندیده او دعوه یې کوله چې دغه کسان فدایان دي چې ددوی استخباراتو لاس په لاس  نیولي دي .

په دې دوه کلنه کاري موده کې دنبیل او مشعل داستخباراتو هغه دچا خبره ( غورې دخان  مګر پرتوګ دغیران وو) که له یوې خوایي دعوه کوله چې  داسامه بن لادن څر ک دوی لګولی او سي آی اې ته یې دهغه ادرس ورکړی ، له بلې خوا دسرپوزې  تر زندان لاندې له هغه تونل څخه ناخبره وو چې طالبانو شپږ میاشتې ترې دکندهار ښار ته خاوره چلوله ، او بالاخره یې ۵۴۱ بندیان ترې وایستل .
   دغه راز ددوی په کاري موده کې دبل هروخت په نسبت ډیر  د رژیم لوړپوړي کسان  ووژل شول ، دامریکا سفارت او ناټو قومنداني د 82  ملي متري توپ  ۲۷ ګوزاره وخوړل ، دغه راز یونیم شواروز د SPG9  ، راکټ لانچر او نورو درنو وسلو تر اور لاندې ونیول شول ، چې کارکوونکي یې ټول په تل خونو کې پټ وو .

دغه راز په کابل او شاوخوا ولایاتو کې وروستی سرتاسري برید ترسره شو ، چې د رژیم ترټولو مهم ادارات په کې وځپل شول .

ددې عملیاتو په مقابل کې دنبیل او مشعل یوازینۍ توره دا وه چې داګست په پيل کې یې  په پلچرخي کې دفدایي مجاهدینو دنیولو او وژلو یوه دروغجنه صحنه تمثیل کړه ، چې نه یې چا نیول شوی بندي ولید او نه هم دوژل شوي جسد ، او نه یې مطبوعاتو ته کوم تصویر یا ویډیو په واک کې ورکړل شوه .

دامرالله صالح غوندې درحمت الله نبیل هم یوازینی مشهود فعالیت دهغو بي ګناه افغانانو ځورول وو ، چې ددې ریاست دکارکوونکو لخوا نیول کیږي  ، داسې اوازې شته چې رحمت الله نبیل په دې برخه کې ځیني شخصي معاندین هم  بندیان کړي او سخت ځورولي دي، دکابل پوهنتون دطب پوهنځي استاد ډاکټر ایمل حبیبي وردګ چې دنبیل استخباراتو د کرزي د وژلو په تور بندي کړ ویل کیږي چې دده تربور دی او نبیل ورسره شخصي  تربګني پاللې اوپه دروغو نیول شوی دی .
له بلې خوا په ولایاتو کې هم دنبیل مربوطو استخباراتو عام بندیان سخت وځورول ، دلوګر داستخباراتو رئیس راز محمد لواڼی چې دغزني دواغظ یو پخوانی کمونیست دی ، خلکو شکایت ترې شکایت وکړ ، چې بندیانو ته  په حساسو اندامونو  په اور سره داغونه ورکوي .

دغه راز دکندهار داستخباراتو په اړه هم  ډیر بوږنوونکي راپورونه نشر شول چې له بندیانو سره خورا وحشیانه چلند کوي .

خو له دې ټولو مظالمو ، جفاکاریو ، دروغو او دوکو سره سره  نبیل ونه توانېده چې په امریکایي درګاه دقبولیت مخ وویني ، ځکه امریکایانو له ده څخه په پلازمینه کې امنیت غوښت ، چې نوموړی په کې پاته راغلی وو ، له همدې امله  دروان کال د اګست دمیاشتې په ۲۹ نیټه دامریکایانو او کرزي لخوا له دندې وشړل شو .

رحمت الله نبیل دامرالله صالح  په لاره  لاړ ، او زرده چې دخیساري لوچک ( لطف الله مشعل ) به هم لاړ شي ، خو دوی دخپل خدای تعالی ، دین ،او مجاهد اولس په وړاندې  داسې تور تاریخ پریښود ، چې هیڅکله به هم بیا په دې اولس کې لوړ ونه ګوري .

هو کې ،  وختونه به تیر شي ،  هغه داغونه به څړیکي کوي  ، چې د نبیل او مشعل استخباراتیانو ددې هیواد  داتلو او سپیڅلو زامنو روح او صورت  ته ورکړي دي .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x