fbpx
لطف الله خیرخوا، لیکوال

تاريخ مهم دی! ـ پای

لطف الله خيرخوا

سياست له ډېر پخوا څخه مبهم راروان دی. يوازينی سياست اسلامي هغه دی، چې صراحت او قاطعيت يې بنسټيزه ځانګړنه ده. په سياست کې ابهام له دې پيدا کيږي، چې واکمن سياستوال خپلو او د مخالفينو کارونو ته رنګ ورکول غواړي. اصل جريان پټوي او داسې خبرې ميدان ته راباسي، چې ارو سياسي جرياناتو سره يې هيڅ تړاو نه وي.

خپلې خبرې ته که د فرعون ظاهري دريځونه مثال کې راوړو، يو څه به روښانه شي. موسی عليه السلام فرعون ته ورغی، چې د الله په لور بلنه ورکړي، ځان سره يې څه معجزې هم درلودې. موسی عليه السلام معجزې د فرعون په غوښتنه ښکاره کړې، خو فرعون د دې پر ځای، چې قانع شي يا له ښکاره دلايلو انکار وکړي، خبرې ته يې رنګ ورکړ.

غږ يې پورته کړ، چې دا خو دروغژن جادوګر دی. زما لا دا وېره کيږي، چې دين درخراب نه کړي او هېواد کې فساد ته لمن ونه وهي. دلته يو بل موقف ډېر خندوونکی دی، چې فرعون له بلنې وروسته په خپلو بړېڅو کې ګواښونه پيل کړل، چې تاسې ما پرېږدئ، چې دا موسی ووژنم.

مفسرين فرمايي، چې دا دفرعون مخه چا نيولې وه، چې دی وايي ما پرېږدئ؟ دی خو دېکتاتور پاچا و، چا يې مخه نه شوه نيولی، نو دا له موسی عليه السلامه چا ايسار کړی و؟ علماء فرمايي، چې فرعون د موسی عليه السلام د خبرو په عمق پوه و. د يوه سياسي مشر په توګه د دې بلنې او داعيې پايله هم ورمعلومېدله. دی سخت وترهېد، غوښتل يې، چې خپله وېره او رعب پرده کې وساتي، دروغژن ګواښ يې وکړ:{وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ}.

همدغه سياسي پالش ذهنيتونو کې د انګېرنو رجحان پيدا ګوي. ډېر لرې اشارات، تصادفات او عاطفي ميلان سړی په داسې ګودر ورسم کړي، چې هيڅ به هغه مطلوب ځای سره تړاو نه لري. په سياست کې خو بيا د رقابتونو خبره سړی داسې دريځونو ته اړ کا، چې د حقيقت او واقعيت په هيڅ حساب نه برابريږي او پاپله يې تاريخي شرم شي.

همداسې مثالونه زموږ تاريخ کې هم شته، چې له انګېرنو ان قتل زېږېدلی. ابومسلم خراساني په عباسي تاريخ کې ځانګړی ځای لري. دی ډېر خود اعتماده، مبتکر او بوخت انسان و. د همدې ځانګړتياو له امله په عباسي «پټ» اميرالمؤمنين ابراهيم ډېر ګران و. همدې ګرانښت دی د خراسان امير کړ.

دی، چې د خپل کار وزيار له امله د يوه غښتلي او پياوړي عباسي والي په توګه راووت، د عباسي کورنۍ د يو لايقه کينه ګر اميرالمؤمنين ابوجعفر منصور پر زړه ځای نه شو. ابوجعفر لا نه و ټاکل شوی، چې د يوه کار لپاره خراسان ته لاړ. ابومسلم د ده د مېلمستيا په پار دی درې ورځې ونه چېړه. دا چې ابو مسلم ډېر بوخت امير و، نو د ده ډېره حاضرباشي يې هم ونه کړی شوه.

ابو جعفر داسې وانګېرله، چې ابو مسلم لکه چې پر ده ځان لوړ ګڼي او داسې تمې لري، چې کومه ورځ پر عباسيانو کودتا وکړي. ابوجعفر، چې د ابومسلم پوځ، امنيت، دفترونه او منظمې چارې وليدي، انګېرنه يې نوره هم قوي شوه. ابو جعفر ورته زړه کې واچوله او کوښښ يې وکړ، چې زر يې عزل کړي، خو ونه توانېد، ځکه چې ابو مسلم ډېر نفوذ پيدا کړی و.

ابو مسلم د ابوجعفر له هڅو خبر شو. همدلته د سياسي کشمکش پيل وشو او ان ډېرې وړې خبرې پر بدبينيو واوښتې. ابو مسلم د ابو جعفر په وخت کې حج ته لاړ. حج کې يې پر خلکو مصارف وکړل. ابوجعفر نور هم يقيني شو، چې د خراسان امير د خلافت په تمه دی، ځان ته خلک پيدا کوي. سختو جګړو ته يې مخامخ کړ، خو بريمن راستون شو. ابو جعفر خپلو انګېرنو دې ځای ته ورساوه، چې د نوموړي د قتل دسيسه جوړه کړي او له منځه يې يوسي.

تاريخ چې د ابوجعفر ښه يادوي، نو د يوه کينه ګر امير په نوم يې هم پېژني او د ابومسلم په اړه يې پر تاريخي دسيسې تورنوي. علماء يې د خپلو انګېرنو له امله وځورول. د ستر امام ابو حنيفه رحمه الله ثبات او استقامت هم د ده امتحان ته پاتې و.

دی خو خپلې کينې او بد بينۍ انګېرنو ته اړ کړی و، مګر انګېرنې کله له مبهمو دريځونو هم زيږي. په نظام وسياست کې د ابهام او ګونکتيا له امله خلک انګا بنګا وجنګوي، چې لږ مجبوريت هم سړی کندې غورځوي. دا نن سبا چې کوم سياستونه ښکاره کيږي، يو هم د اعتبار وړ نه وي، ځکه چې يو خو واکمن خلک د حقيقتونو مسخ باندې روږدي شوي، بله دا چې استخباراتي تاثيراتو هم خلک ګنګس کړي.

په اسلامي سياست کې صراحت يو ډېر مهم اصل دی، چې د هرې انګېرنې او کږنې مخه نيسي. همداسې پر کږنو انګېرنو دريځ نيول د ستر تاريخي تور لامل کېدی شي. کله که بالفرض اسلامي نظام مبهم سياست لري، نو دا يقينا د نظام ستره تېروتنه ده، خو د تېروتنې پر وړاندې دا تېروتنه تکرارول، چې انګېرنې مو د عام مصلحت مخالف کړي، تر هغې هم ستره تېروتنه ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حنيف
میلمه
حنيف

خير خوا صيب دير لند دي د” تاريخ مهم دي” سيريال ته دباي تكي كيخود, زما طمه وه جي ته به دا دتاريخ خواره واره احداث راتول كري او به اوسني حالاتو سره به يي مونك ته واضحه او مقارنه كري, سياسي خوا يي دسياسي خوا سره او ديني خوا يي دديني خوا سره…. خو زما به فكر هر سه بي نتيجي باي ته ورسيدل…

khalid
میلمه
khalid

حنیف صاحب داچی تا ترینه نتیجه وانشوی خیستلای هغه ستا خپل کار دی لیکن ما خو ځنی نتیجه ګیری وکړه هغه داچی روافضو او خوارجو چی څومره داسلام په دننه کی د اسلام او مسلمانانو په ټپی بدن دکفر په ګټه هر وخت ګوزار کړی هغه نه جبرانیدونکی دی او ددوی دا ګوزارونه د حضرت عثمان له خلافت نه نیولی تر اوسه پوری دوام لری چی دخلکو دغولولو لپاره یی د خپلو عقایدو په بدلیدو رابدلیدو کی سرته رسوی نورو بدعتی ډلو لکه مرجیه، معتزله او داسی نورو صرف بدعتی افکار په اسلام کی ایجاد کړی په اسلام او مسلمانانو… نور لوستل »

ساحل وطنمل
میلمه
ساحل وطنمل

خه نو ددي ليکني خو زه شخصا يو څوټکي اخذ کوم.
لمړي دا چي خيرخواه صيب تاريخ د صحيح او غلط، حق وباطل او اسلامي حکم له دي ټولو بالاتر بولي.
بل دا چي دخيرخواه صيب په اند تاريخ ټول تر منصور پوري تړلي لکه بل څوک چي نه تاريخ کي خه ځاي لري او ياهم بالکل تاريخ نه لري.
او بل دا چي که عام مصلحت غلط وي نو د دي غلط خلاف مه ځه.

خان
میلمه
خان

شاشا