ټولنیزه برخه

مثبت فکر او عمل

احمدالله احمدزی

کيسه کا، چې يو چينايي حاکم د لويې لارې پر سر يوه لويه ډبره اچولې وه، چې له امله يې لاره بنده وه او ده غوښتل، چې خپل ولس معلوم کړي، چې څوک دغه ډبره له سړکه لرې کوي کنه.

ګوري، چې د سيمې يو وتلی سوداګر پر لاره تېرېږي، ډبرې ته برګ برګ ګوري او ځان سره ډونګيږي، چې دا ډبره پر سړک چا ايښې ده. سوداګر د ډبرې تر څنګ تېر شو او په لوړ غږ يې وويل، چې دی به ځي او په دې اړه به د وخت حاکم ته شکايت کوي.

له ده وروسته يو بل عادي سړی راغی، هغه هم دغه ډول رويه وکړه، مګر د خپل کمزوري شخصيت له امله يې ډېرې خبرې ونه کړې او په خپله مخه ولاړ.

ورپسې درې تنه نور راغلل، د ډبرې تر څنګ ودرېدل او په ډېر تمسخر يې وخندل، چې دا ډبره به نو کوم احمق او ناپوه دلته د سړک په منځ کې اچولي وي او د ټولو خلکو لاره يې پرې بنده کړې ده او په خپله مخه ولاړل.

بله ورځ ګوري، چې بزګر را روان دی، ډبره يې وليده، نو پرته له دې، چې ډېرې خبرې وکړي، مټې يې بډ وهلې او له خلکو يې هم مرسته وغوښته، چې ډبره د سړک له منځه لرې کړي او دوی په خپله هڅه کې بريالي شول.

دغه وخت ګوري، چې د ډبرې لاندې يوه کنده ده او په دغه کنده کې يو صندق پروت دی. پر صندق ليکل شوي، چې دا صندق د سرو زرو له خښتو ډک دی او د پاچا له لوري هغه چا ته ډالۍ دی، چې دا ډبره د سړک له منځه لرې کړي.

دا نو د مثبت فکر لرونکي انسان لپاره د ژوند تر ټولو ښه تجربه او انعام دی، چې د شکايتونو او ګيلو پر ځای د ستونزو د حل په لټه کې وي.

راځئ، خپل ځان، کور او چاپېريال کې وګورو، چې ستونزې څه دي او لامل يې څه دی، نو موږ کولای شو، چې په ډېره اسانۍ دغه ستونزې له منځه يوسو او موږ بايد هېڅکله بل چا ته په تمه ونه اوسو، چې بل څوک دې راشي او زموږ حالت دې راښه کړي.

تر څو چې زموږ په فکر کې بدلون نه وي راغلی او په خپله مو د ځان، کورنۍ او ټولنې د اصلاح او بدلون فکر نه وي کړی، په شکايتونو او ګيلو هېڅ نه کيږي، بلکې په خپله به ځوريږو او ستونزې به مو ورځ تر بلې ډېريږي.

هغه ملتونه، چې د خپلو ستونزو او کمزوريو پړه پر نورو اچوي او تل د عمل پر ځای عکس العمل ښيي؛ هېڅکله ښه ورځ نه شي ليدلی.

ملتونه په مثبت فکر او عمل پايي، نه په عکس العمل؛ ځکه چې عکس العمل لنډمهالی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x