افغانستان

د ټاکنیزو اصلاحاتو کميسيون خپله طرحه حکومت ته وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له ډېرو ناندریو د ټاکنیزو اصلاحاتو کیمسیون پر جوړښت ګلخانه او سپېدار ماڼۍ یوه خوله شوې او پرون همدې کمیسیون د خپل کار وړاندیزونه حکومت ته ور وسپارل.

دې کیمسیون چې د ګډ حکومت په پیل کې رسماً معرفي، خو د اجرايوي ریاست له لوري پرلپسې اختلافونو، شکريه بارکزۍ او جانداد سپین غر د دې کمیسیون له مشرۍ لري او پر ځای يې شاه سلطان عاکفي وټاکل شو.

دغه کمیسیون د خپل قانوني وخت، څلورمې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې کار پيل کړ او له نږدې څلوېښت ورځې وروسته يې پرون د خپل کار پایله او د ټاکنيزو کمیسیونونو د سمون لپاره یوولس وړاندیزونه اجرايوي رییس ته وړاندې کړل.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون په داسې حال کې د خپل کار تیاره شوې طرحه حکومت ته وړاندې کوي، چې تېره ورځ د همدې کمیسیون دوو غړو شاه محمود مياخېل او کاوون کاکړ د قومي تعصب او ګوندونو ته د زیاتو څوکيو د ورکړې له امله د دې کمیسیون غونډې تحريم کړې.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له لوري چې جوړېدل يې اجرايوي ریاست یوه مهمه اړتیا بلله، په وړاندې شوې طرحه کې یوولس وړاندیزونه شوي دي.

دوی د ټاکنیز نظام او ټاکنیزو حوزو بدلون غوښتی او هم يې د رایې ورکوونکو لپاره الکترونيکي تذکرې مهمې بللې، چې د دوی په خبره بې له دې تذکرو د درغلیو مخه نه شي نیول کېدلی، ځکه خو باید د دې تذکرو وېش سمدستې پیل شي.

د دې طرحې له مخې د خلکو استازی چې د نوماند کېدو تمه لري حد اقل يې باید څوارلسم ټولګی لوستی وي، پر دې سربېره باید د رایو مرکزونه هم خلکو ته په نږدې ځايونو کې وي.

د شکايتونو اورېدو په برخه کې وايي چې باید د دې ټاکنیزو شکایاتو د اورېدو کمیسیون پنځه غړي ولري، چې لسانس تحصيلي درجه ورسره حتمی ده، پر دې سربېره باید د روڼتيا کمیېته جوړه شي چې دا ټولې چارې څاري او ان جمهوري ریاست يې هم باید پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د دې طرحې په پای کې ویل شوي چې باید د ټاکنو د لګښت په برخه کې پام وشي او په ولايتي شوراګانو کې باید پنځه ویشت سلنه چوکۍ ښځو ته ځانګړې شي او په ولسي جرګه کې یوه چوکۍ هندوانو ته ورکړل شي.

اجرايوي رییس د دې طرحې په لوستو خوښي ښوودلې او امر يې کړی، چې ژر تر ژره دې د اليکترونکي تذکرو وېش پیل او په هماغه ‎ډول دې ووېشل شي چې د وزيرانو شورا يې پرېکړه کړې، یعنې د افغان او اسلام کلمې دې پکې نه وي.

جمهوري ریاست تر اوسه د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د طرحې اړوند تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x