افغانستان

کندهار: د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په غلچکي بريد کې ټپي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۴ل): د کندهار اطلاعات او فرهنګ رييس حضرت ولي هوتک د ناڅرګندو وسله والو له لوري په يو غلچکي بريد کې ټپي شو.

راپورونه وايي، چې ښاغلی هوتک نن سهار له کوره د دفتر پر لور روان و، چې لاره کې پرې ناڅرګندو کسانو ډزې وکړې او نوموړی يې ټپي کړ.

د کندهار د عامه روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ښاغلی هوتک په اوږه لګېدلی او دمګړۍ په روغتون کې د درملنې لاندې دی.

ويل کيږي، چې د اطلاعات او فرهنګ د رييس روغتايي حالت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي هوتک نږدې يوه مياشت وړاندې خپله دنده پيل کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د کندهار د اطلاعات او فرهنګ پخوانی رييس او د کندهار ولايت مرستيال عبدالقيوم پتيال هم په پوهنتون کې په يو غلچکي بريد کې وژل شوی و او له هغه وړاندې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ بل پخوانی رييس عبدالمجيد بابی هم په يو بريد کې وژل شوي و.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

زما فه نظر دكندهار د اطلاعاتو كلتور فه ريسانوحملي داد بشتون اولس ددشمنانودسيسي دي ترسو جه دااولسونه اكادميك اشخاص له لاسه وركري او اينده نسلونه دجهالت فه تورو تيارو كي فاتي شي فه هر ترتيب جه وي بايد ددغو دسيسو مخه ونيول شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x