افغانستان

د کندوز والې مرستیال د وسلوالوطالبانوله برید روغ ووت خودری ساتونکې يې ټپیان شول

takhar talibanد کندوز والی مرستیال حمیدالله دانشې د وسلوال طالبانو لخوا د بغلان ولایت ځنګل باغ سېمه کې د چاودنې اووسلوالې نښتې څخه روغ وتلې دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوی کله چې نوموړی کندوز نه مزارشریف ښارته پرلاره وو.
د کندوز والی ویاند عنایت الله خلیق وویل : ((د جمعې په ورځ شاوخوا دوه بجې د کندوز والی مرستیال حمیدالله دانشې اوورسره ۵ تنه لوړرتبه مامورین هغه مهال د مرکزی بغلان ځنګل باغ سېمه کې د وسلوالو طالبانو د وسلوال برید سره مخ شو کله چې نوموړی غوښتل د یاد ولایت نه د بلخ ولایت مرکزمزارشریف ته په امنیتې غونډه کې چې  د شاهین د۲۰۹ قول اردو لخوا چمتو شوی وه برخه واخلې چې د طالبانو لخوا ورباندی برید وشو.))

خلیق زیاتوي چې د والی مرستیال د سپرلۍ پرګاډی لومړی چاودنه ترسره شوي  چې له امله يي د نوموړی دری تنه ساتونکې ټپیان دی خو نوموړی ته په کې کوم زیان ندی رسیدلې نوموړی وايي د لسودقیقولپاره وسلواله نښتې  دوام موندلې خو چاته په کې زیان ندی رسیدلې.
دوالی ویاند په سیمه کې پرامنیتې پوستو اوشاهین قول اردو مسوولینو کلکه نیوکه وکړه چې د دولت د لوړ رتبه مامورینو دامنیت چارې ېې په سمه توګه نه وی  سمبال کړئ په همدې حال کې نوموړی په سیمه کې امنیتې پوستو کسان تورنوي چې آن پرمخالفینوېې یوډز هم ونه کړ.  
همدغه راز خلیق پراړونده امنیتې چارواکو غږ وکړچې ددی وروسته دی  د دولت لوړ رتبه مامورینو ساتنې ته جدی پاملرنه وکړئ هغه دبیلګې په توګه د وژل شوی امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخلیې اود لوړو زده کړو وزیر کندوز ته د راتګ پرمهال په لاره کې د وسلوالوله مخالفت اوبریدونو نه یادونه وکړه.
ددغه برید پړه وسلوالو طالبانو پرغاړه اخیستې ، د وسلوالوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په رالیږل شوی ټیلفونې پیغام کې ادعاء کړی چې د بغلان په دوه جلابریدونو کې دوه عرادې رنجرګاډو دویجاړیدوترڅنګ ۱۱تنه عسکر وژلې اوګڼ شمیر نور ېې ټپیان کړیدی.
داپه داسې حال کې ده چې یوه میاشت دمخه هغه مهال چې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید کندوز ته سفرکاوه په لاره کې د وسلوالوطالبانو له مخالفت اوبرید سره مخ شو چې دهمدې امله د نوموړی یوتن ساتونکې ټپۍ او نوموړی کندوز ته د راتګ هوډ بدل کړ.
همایون بابر
جمعه ۳۱ / اګسټ / ۲۰۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x