fbpx

انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۷مه ۱۳۹۴ل): که چیرې انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل زیات کاروئ نو د دې پیاوړی امکان شتون لري چې تاسې د شکر په څیر خطرناکې ناروغۍ ښکار شئ.

د کلینیکل اینډرکرینولوجي اینډ میتابولزم مجلې کې خپره شوې یوې نوې څیړنې کې ویل شوی چې داسې شواهد موندل شوي چې د شکر د ناروغۍ او د ډاکټرانو لخوا ورکړل شوي درملو کې پیاوړی اړیکه شتون لري.

څیړنې کې ویل شوي چې تیرو پنځو کلونو کې پنځه ځلي د انټي بایوټیک درمل استعمالولو سره ۵۳ سلنه د دوهم ډول شکر د ناروغۍ خطر زیاتیږي.

په څیړنې کې همداراز ویل شوي چې هغه انټي بایوټیک درمل چې د باکتریا او ویروسونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي هم د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.

یو څیړونکی ډاکټر کرسټین مککلسن په وینا دغې څیړنې کې ثابته شوې چې تیرو پنځلسو کلونو کې په زیاته اندازه د انټي بایوټیک درملو استعمالوونکي په زیات شمیر د شکر په خطرناکې او مهلکې ناروغۍ اخته شوي.

دغه ډنمارکي څیړوونکی زیاته کړه چې په دې اړه نورو څیړنو ته هم اړتیا ده ځکه چې تر دې دمه مونږ په پوره باور سره نشو ویلی چې دغه درمل د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.

هیره دې نه وي چې له تیرو شپیتو کلونو څخه د انټي بایوټیک درملو مختلف ډولونه د مختلفو ناروغیو څخه مخنیو لپاره کارول کیږي. خو په دې وروستیو کې مختلفو څیړنو ثابته کړې چې دغه درمل د شکر د دوهم ډول د ناروغۍ خطر ۵۳ سلنه زیاتوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د