پکتيا: یو ځوان له کورنۍ د حق غوښتنې لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۴ل): پکتیا پوهنتون ته څېرمه د ګرديز ښار یو تن اوسېدونکي له خپلې کورنۍ نه د حق غوښتنې په موخه د نه خوړو اعتصاب کړی.

خان ولي عادل چې له پرون راهیسې په خېمه کې اوسي وايي چې خپلې کورنۍ ته يې درې شرطونه وړاندې کړي، که يې ونه مني دی به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره کورنۍ يې له يوې بلې کورنۍ سره بدي لري، چې د ده دوه وروڼه پکې وژل شوي دي، خو پر دې سربېره يې باید کورنۍ د جوړ جاړي لاره ونیسي او له وژنې لاس واخلي.

خان ولي عادل، پخپله خېمه کې

خان ولي عادل، پخپله خېمه کې

هغه پخبله خېمه لیکلي: «بښنه له غچ اخیستنې غوره ده»، ځکه خو باید د دوی کورنۍ د خپلو وژل شويو غچ وانه خلي بلکې بښنه ورته وکړي.

عادل وايي چې دویم شرط يې دا دی چې خپله کورنۍ يې نه دی او نه هم د کورنۍ نور غړي زده کړو ته پرېږدي، دی له کورنۍ غواړي چې دغه شرط يې هم ومنل شي.

عادل چې لا هم په خېمه کې پخپل اعتصاب ټينګار کوي وايي چې درېیم شرط يې دا دی چې د دوی کورنۍ د ځمکو پر غصب تورنه ده، چې باید د کورنۍ مشران يې د دې سپيناوی وکړي.

د خان ولي عادل د کورنۍ مشرانو تر اوسه د نوموړي د اعتصاب په اړه له رسنیو سره څه نه دي ويلي، خو په خواله رسنیو کې د نوموړي دغه هڅه ستایل شوي او دا د سوله ییزو ژوند لپاره لويه قرباني بلل شوې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف-ا
میلمه
ف-ا

ماشا الله عادل صاحب. در باندی ویاړم. کاش د وطن هر وګړی مو د خپل مشروع موخو لپاره د سولی لاره خپله کړی.

حنيف
میلمه
حنيف

زما به فكر داهسي جتي خبري دي, والله كه يي بلار هم اعتصاب وكري دا خو يي لا زوي دي, به اسلام به يي يوه كرنه هم برابره نه وي يو لمونز به هم نه كوي او بيا عدالت غواري, دا هسي دغربي رسنيو افواهات دي جي دخلكو ذهنونه خرابوي جي به افغانانو كي داسي كورونه هم شته جي خبل بجي سبقونو ته نه بريكدي او بجي يي به زوره سبقونه غواري, دا كه بخني ته عدالت وايي غج اخيستل او قصاص هم به اسلام كي عدالت دي, جي يو نفر قصاص شي بيا هسكله سوك دقتل أراده نه كوي,… نور لوستل »