افغانستان

هرات: د یو خصوصي ښوونځي لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۴ل): په هرات ښار کې د یو خصوصي ښوونځي تر ۴۰ ډېرې زده کوونکې مسمومې شوې دي.

په هرات کې د روغتون یو تن مسوول محمد رفیق وايي چې دغه نجونې نن د دوی روغتون تر ور وړل شوې دي، چې ښايي شمېر تر دې هم زیات شي.

د حبراييل په نامه د خصوصي ښوونځي مسوولین وايي چې دوی تر اوسه له ورته پېښې سره نه دي مخ شوي، او نه پوهېږي چې زده کوونکي يې چا او ولې مسمومې کړې دي.

تر دې وړاندې هم په هرات ښار کې ورته پېښې شوې دي چې ځايي امنیتي مسوولین د عاملينو په موندنه کې پاتې راغلي دي.

څو ورځې وړاندې هم د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰ زده کوونکې مسمومې شوې وي، چې لا يې هم عاملين او علت نه دی موندل شوی.

ورته پېښې تر دې وړاندې په جوزجان، کابل، بامیان او بدخشان کې هم شوې دي، خو دولتي سرچينو تر اوسه د دې پېښو د عاملينو په اړه څه نه دي ويلي، خو د پوهنې مسوولین ورته پېښې د خپلو زده کوونکو لپاره ننګوونکې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبيدالله عابدی

زما محترمو ورونو لتا سو تولو نه داخواهش لرم چی دخپلو خویندو عزت او آبرو وساتی اوپدی فاسد وخت کی یی مکتبوته ملیگی داتول کار زمونگ د فاسد دحکومت دفاسدو عسکرو کار دی چی تراوسه په هېواد کی داسی دیری قضیی شوی چی یی هیسوک نشی پیداکولی ماچی اوریدلی دی چی دا انجوی چی مسمومی شی نو هر فاسد زوان رازی اووایی چی دا زما خور آویا زما د فامیل یو غری دی اوپدی خبره پیغلی انجونی په موترو کی اچوی اولزانه سره یی وری آوان ترسو ورزو پوری له همدوی سره وی چی هالت یی معلوم نه چی چرته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x