
هلمند: د موسی کلا د نیولو په موخه تللي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ځايي چارواکو پرون د موسی کلا ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د بهرنیانو په ګډون د پوځي عملیاتو خبر ورکړ.
حکومت ادعا کوله، چې د موسی کلا ولسوالۍ ځينې سیمې يې ونیولې او مخ پر وړاندې روان دي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې دولتي قوه بېرته په شا تمبېدلې ده.
د موسی کلا د اوسېدونکو له قوله تېره شپه چورلکو د امريکايانو په ګډون پوځيان ښکته کړل، چې نن سهار بېرته له سیمې وتلي دي.
طالبانو هم په موسی کلا کې د دولتي ځواکونو پرمختګ رد کړی دی او ويلي يې دي، چې پروني راغلي ځواکونه يې په شا تمبولي.
رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبان وايي چې تېره شپه چورلکو د موسی کلا په بازار کې عسکر ښکته کړل، خو د دوی د بريدونو پر وړاندې يې مقابله و نه شوه کړای او له سیمې وتښتېدل.
د دوی په خبره د جګړې په ډګر کې د دریوو عسکرو جسدونه ور پاتې دي، او هم يې «۳ امریکایي ثقیلان ، ۲ امریکایي ټوپکونه، یو راکټ او څلور د شپې دوربینان» نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې د دولتي ځواکونو هغه دعوې چې «خپلو ګوډاګيو رسنیو» ته يې په خوله کې ورکوي، بې بنسټه دي او دولتي ځواکونو تر اوسه د موسی کلا کومه برخه نه ده نیولې.
که څه هم له ناټو سره د لاسلیک شوي تړون له مخې د بهرنیانو پوځي مسوولیت د ۲۰۱۴ کال پای ته رسېدو سره بشپړ شو، خو لا هم بهرنیان جګړه پر مخ وړي.
الحمدلله” طالبان ولی د بلواکه شیطان صفته رسنیو د مهار او ځان ساتنی په اړه فکر نه کوی په ډیره سپین سترګی هره ورځ منفی مواد نشروی او د هیوادوالو اذهان خرابوی کله د خود ساخته اختلافاتو په اړه مواد خپروی ‘ کله بیا د موسی کلا د بیرته نیولو په څیر بیځایه ادعاوی کوی تاند ‘ طلوع او امثال یی تر اربکیانو ډیر مضر تمام شوی