افغانستان

جنرال دوستم، د سرپل له جګړې کابل ته راورسيد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم، چې په شمال کې د طالبانو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې و، نن مازیګر ناوخته کابل ته راورسيد.

نوموړي چې په شمال کې يې د طالبانو د بشپړ له منځه وړلو په هوډ د الماس په نوم عملیات پیل کړي و، له فارياب وروسته سرپل او له هغه ځایه نېغ کابل ته پښې ویستې دي.

عبدالرشيد دوستم شېبه وړاندې په خبري کنفرانس کې خپل عمليات بريالي وبلل او په وینا يې د طالبانو او داعش داسې د وسلو زېرمې يې له منځه وړې، چې د ټول حکومت د له منځه وړلو لپاره کافي وي.

نوموړي نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د عملياتو د پیل په مهال لوړه کړې وه، چې د طالبانو له منځه وړلو پرته به کابل ته نه راستنېږي، خو ويې نه ویل چې ولې يې هوډ بدلون وموند.

دوستم د خپلو عملياتو په اړه وویل، چې دی د «ای اس ای» په وړاندې په پوځي خولۍ کې جنګېده، خو د سیمې د اوسېدونکو په قول د دوستم ملېشو د ولسي خلکو د لوټ دنده ترسره کوله.

تېره ورځ د فارياب د المار او قیصار ولسوالۍ قومي مخورو په پلازمېنه کابل کې د عدالت غوښتنې په موخه په خبري ناسته کې وویل چې د دوستم ملېشو يې پر کورونو سربېره عزتونه لوټ کړي دي، خو جنرال دوستم د دې عملیاتو مبارکي اربکيانو، د اردو عسکرو او ګډ حکومت ته ورکړه.

جنرال دوستم، تېره ورځ اعلان وکړ، چې د نوموړې ملېشه د امنیتي ځواکونه په ملتیا سرپل ولایت ته خوځيدلې او په وینا يې د کوهستانات ولسوالۍ به د طالبانو له واکه وباسي.

که څه هم نوموړي خپل عملیات بريالي وبلل، خو د فارياب په استانه بابا کې د خپلو لسګونو ملېشو د لادرکۍ او وژل کېدو په اړه يې څه ونه ویل، د سیمې د اوسېدونکو له قوله د دوستم د ملېشو له لوټ وروسته بېرته په سیمو کې طالبانو واکمن شوي، ځکه چې ملېشو کومې امنیتي پوستې تر شا پرې نه ښودې.

جنرال دوستم په داسې حال کې له شماله کابل ته ستنېږي، چې په تازه راپورونو کې د نوموړي له سفر څو ساعته وروسته په شمالي ولایت بغلان کې د طالبانو له لوري د ۱۸ عسکرو د ژوندي نیول کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

طالبانو نن ماښام د بغلان په پلخمري ولسوالۍ کې د شهر نو سیمه بشپړه نیولي او د ۱۸ ژوندي عسکرو پر نیول کېدو سربېره يې د ۲۰ نورو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جنرال دوستم د چنګاښ په لومړيو کې د بلخ له واکمن عطامحمد نور سره ګډ ملېشه يي ځواک رامنځته کړ او میاشت وروسته يې د زمري د میاشتې په پیل کې د الماس په نوم د عملیاتو د پیل خبر ورکړ، چې نن د جګړې له کرښې د نوموړي په راتګ پای ته ورسېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد طاهر

دویستم پاچا وروسته د استانه بابا له فتحی،کوهستاناتو او پلخمری له کامیابیو دا زل کابل فتح نه کی. ده به هم فاریاب کی غلاوی کری زکه ده له همدی لاری گتلی او له همدی امله په گلم جم شهرت لری. هیله مند یم چی هر هغه سوک چی داسلام او افغانستان کمی او تحقیر غواری ،انشااله خدای ج به یی په دنیا او اخرت کی ذلیل کری! مونژ ته د افغانستان تول ورونه قومونه یو دی. خو سی خایین وی او د هر قوم وی زمونژ دوشمن دی. و سلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x