افغانستان

میدان وردګ: د سیداباد په ولسوالۍ کې غبرګو چاودنو بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

eight soldiers killedنن ټکی آسیا: د طالبانو له خوا نن د میدان وردګو ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو پر لویه قرارګاه دوې چاودني تر سره شولې، چي له کبله یې کورني او بهرني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو ویاند نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي خبرپاڼي کې ویلي چي ددوی دوو تنو مجاهدینو پر دغه مرکز برید وکړ، نومړي ویلي: دغه بريد چې لومړې دیوتن  قهرمان مجاهد احمد لخوا د وسلو الې حملې او دواسکټ انفجارپه مټ پيل شو  په نظام قراول کې يې ټول هغه موانع له منځه يوړل  چې دموټر لپاره يې خنډ ايجاداوه ،

ورسره جوخت  لوی مازداموټر چې ددوهم فدايي مجاهد لخوا چلول کيده اوخورا درانه منفجره موادپکې ځای په ځای شوي وو قرارګاه ته دننه په ننوتو بريالی شواو هلته يې په ميشتو امريکايي عسکرو بريد ترسره کړ چې له امله يې دقرارګاه  لويه برخه ويجاړه او په لسهاوو تنه امريکايې عسکرقتل او سخت ټپيان شول.

بل خوا د میدان وردګ ولایت یو امنیتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط رسنیو ته ویلي چي په دې برید کې 5 تنه پولیس، 3 د ملي امنیت کارکونکي او 8 تنه امریکايان، او 10 تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د میدان وردګ ولایت د مقام څخه وروستی اعلامیه وايي چي د سید اباد ولسوالۍ په نظام قراول کي لومړی چاودنه وشول، او بیا د ټانکر په واسطه د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو ته نيژدې چاودنه وشول، چي له کبله یې 12 تنه مړه او 59 نور ټپيان شول.

د مړو په شمېر کې 8 تنه ملکي او څلور تنه پولیس ښودل شوي دي.
او په ټپيانو کې 47 تنه ملکي وګړي، 7 تنه پولیس، 3 تنه د ملي امنیت کارکوني، او 2 تنه د ایساف عسکر شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x