دیني، سیرت او تاریخنظــر

په اسلام کي د وطن دوستۍ صحیح مفهوم

لیکوال: عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

داسي ښکاري چي خلکو د هیواد پالني یا د وطن سره د میني په اړه دوه یو له بله مخالف فکرونه خپل کړي دي. په دې هکله ځینو یو ډول افراط کړی دی، ځینو بل ډول.

ځيني داسي انګېري چي د وطن مینه د ایمان له ارکانو څخه ده او په دې اړه يې زیاته غلو کړې ده او له ډېري سختۍ او تندۍ څخه يې کار اخیستی دی. نو څوک چي د دوی د فکر سره سم د هیواد سره مینه نه لری د اسلام او مسلمانانو له لاري يې بهر ګڼي.

او ځيني نور بیا ګڼي چي د وطن سره مینه شرک او بت پالنه ده. خو د دې دواړو ترمنځ د انصاف او عقل خاوندان کوم چي د ایمان په نور کاته کوي او د لوی څښتن په کتاب او نبوي سنتو په ټينګه کړنه کوي او نه ځني اوړي وايي چي: د خپل اسلامی هیواد او خپل مسلمان ولس سره مینه کټ مټ ولاء او محبت باله سي، یعني د وطن او خپل ولس سره مینه داسي ده لکه څوک چي د مسلمانانو سره دوستي او مینه کوي.

دلته موږ خپلو مسلمانو وروڼو ته د یادوني او نصیحت په توګه د وطن سره د میني په باب څه هغه څرګندوني کوو چي سمي او لازمي دي، دا ځکه چي په دې خبرو باندي پوهېده اړین دي او حساسه موضوع باله سی او موږ ته لازمه ده چي د مسلمانانو په صفت په هره کوچنۍ او لویه خبره کي د لوی څښتن په حکم پوه سو. دا یو منلی حقیقت دی چي د لوی څښتن دین مسلمان په رباني رنګ رنګوي، لکه چي لوی څښتن فرمايي: :﴿ صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ ﴾[البقرة: ۲ : ۱۲۸]

رابه سو اصل مطلب ته: هرڅوک پوهيږي چی هر ساکښ ځان ته وطن او د ژوندانه ځای لري ، ان مېږیان لا وطن لري. جالبه لا داده چي عربو د ډول ډول ساکښانو د وطن لپاره ډول ډول نومونه ايښي دی، لکه چي د انسان استوګنځي ته ”وطن“ د اوښانو استوګنځي ته”عطن“ د زمری استوګنځي ته ”عرین“ د هوسۍ استوګنځي ته ”كناس“ د شرمښ استوګنځي ته ” وجار“ د مرغانو استوګنځي ته ”عش“ د غالبوزو استوګنځي ته”كور“ او د موږو استوګنځي ته ” نافقاء“ او د مېږیانو استوګنځي ته ” قرية النمل “ وايي. وګورئ د علامه ابن جوزي كشف المشكل من حديث الصحيحين (3/363مخ).

موږ هم د ځينو ساکښانو استوګنځيو ته ځانګړي نومونه لرو، لکه د مرغانو ځاله، مېږتون، د غالبوزو چرګینی یاشرګینی او داسي نور.

او وطن یا هیواد د انسان د استوګني ځای ته وايي، پکښي زېږېدلی وي او که نه وي پکښي زېږېدلی. وايي: اصلي وطن دي کوم دي؟ یا د زېږېدو ځای دي کوم دی؟ او هغه ځای ته هم وطن وايي چي پکښي اوسي او نه ځني وزي، پکښي زېږېدلی وی او که نه وي پکښي زېږېدلی. ابن جماعه په المنهل الراوي کی وايي:

عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه او نورو ویلي دي: څوک چي په یوه ښار کي څلور کاله واوسيږي ، نو هغه ته منسوبیږي. یعني: د هغه  ښار له اهالي وو (استوګنو) څخه بلل کيږي. وګورئ : المنهل الراوي من تقریب النوواوی(۲۰۰) مخ.

هیواد والي یا وطنولي یو صفت دی . دا صفت هغه عاطفه باله سي چي د انسان د استوګني د ځای سره د هغه له میني او دوستۍ (ولاء) څخه تعبیر په کيږي.

البته دلته له وطنولۍ څخه موخه داده چي مسلمان د خپل وطن سره د توحید د کلمې او دیني شعایرو لپاره مینه او ولاء ولري. بیا نو وطنولي په دې معنا باله سي چي مسلمان باید د خپل وطن هغه مشروع حقوق چی په اسلام کي راغلي دي ټول ادا او ترسره کړي. ځکه نو اصل په انسان کي دا دی چي د خپل وطن سره مینه ولري او پکښي واوسي او په خپله خوښه ځني ونه وزي. خو څوک چي په خپله خوښه، بې له کومي جدي ستونزي ، په زښتو زیاتو لګښتونو او خواریو او ټیټتیاوو او ذلتونو له خپله خواږه هیواده د کفارو هیوادونو ته پناه وروړي او هلته د هغو چوپړ وهي او بیا د خپل هیواد سره د میني لافی شافی ولي دا درواغ دی.

د وطن مینه د رشتینو انسانانو په خټه کي یوه اخښلې غریزه ده. انسان په خپل وطن کي ځان آرام او هوسا احساسوي او کله چی ځني ووزي وریاديږي يې. کله چي غلیم هجوم پر وروړي ننګه او دفاع ورڅخه کوي او که څوک تاوان ور رسوي خوا په بدوي. د پرمختګ ، سمسورتیا او وحدت لپاره يې هلي ځلي کوي.

ترمذي، ابن حبان، حاكم، بيهقي په “شعب الایمان”اومقدسي په “المختارة” کی په صحيح سند له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کوي چي حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې څخه مدینې ته د هجرت پرمهال مکې مکرمې ته په خطاب کی وویل:

« مَا أَطْيَبَكِ مِنْ بَلَدٍ وَأَحَبَّكِ إِلَيَّ وَلَوْلَا أَنَّ قَوْمِي أَخْرَجُونِي مِنْكِ مَا سَكَنْتُ غَيْرَكِ»( ).

ژباړه: ته څونه ښه او ښکلى  ښار يې او پر ما څونه ګران يې. كه زما قوم زه له تا  څخه نه واى ايستلى زه به بې له تابل  ځاى نه واى اوسېدلى. يعني زه مكه نه پرېږدم، او زړه مي نه غواړي چي ځني ووزم، خو زما د قوم د نادودو له امله د خداى امردغسي سوى دى.

په بل روايت کي راغلي دي:

« وَاللَّهِ إِنَّكِ لَخَيْرُ أَرْضِ اللَّهِ وَأَحَبُّ أَرْضِ اللَّهِ إِلَى اللَّهِ وَلَوْلَا أَنِّي أُخْرِجْتُ مِنْكِ مَا خَرَجْتُ»( ).

ژباړه: اى مکې په لوى څښتن قسم چي ته په رشتيا د خداى ډېره غوره مځكه يې، او د خداى ډېره خوښه مځكه يې، اوكه زه له تا څخه په وتلو نه واى اړسوى ، زه به له تا څخه هيڅ نه واى وتلى.

څنګه چي د هیواد مینه په انسان کی یوه طبیعي غریزه ده، ځکه نو نبي صلی الله علیه وسلم لکه چي د مدینې منورې استوګن سو لوی څښتن جل جلاله ته دعا وکړه چي :  «اللَّهُمَّ حَبِّبْ إِلَيْنَا الْمَدِينَةَ كَحُبِّنَا مَكَّةَ أَوْ أَشَدَّ».

ای لویه څښتنه! زموږ په زړونو کي د مدینې منورې مینه هغسي پیدا کړې ، لکه د مکې مکرمې مینه چی دي زموږ په زړونو کي پیدا کړې ده، بلکي تر هغې يې لا زیاته کړې. ( ).

دا یوه طبیعي خبره ده چی کله یو څوک له خپله وطنه ليري سي وریاديږي يې او که داسي يو څوک پر پېښ سي چي د هغه له وطنه ورغلی وي خامخا يې پوښتنه ځني کوي. وګورئ کله چي اُصيل غفاري له مکې څخه مدينې ته  ورغلى وو. نو حضرت بي بي عايشې رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په حضور کي له هغه  څخه پوښتنه وکړه او ورته ويې ويل: څنګه له مکې څخه راغلې؟ هغه د مکې ځيني ښه اوصاف ورته بيان کړل. له دې امله د رسول الله صلى الله عليه وسلم  سترګي  له اوښکو ډکي سوې او ويې ويل: اى اُصيله ! زړونه مو مه راولاړوه. ( ).(د یادوني وړ ده چي د بي بي عایشې دا پوښتنه له اُصيل غفاري څخه د حجاب ترامر د مخه وه).

همدا راز کله چي موسی علیه السلام له خپله وطنه څخه د اړتیا له مخي ووت، په هغه پسي يې ګروم کاوه او یادېدی يې، لوی څښتن په دې اړه فرمايي:﴿ فَلَمَّا قَضَى مُوسَى الْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آَنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آَنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آَتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ (29) ﴾[القصص: ۲۸ : ۲۹]

ژباړه: بیا کله چي موسی هغه موده(چي د ده او د مدین د یوه سپین ږيري اتفاق پر سوی وو او اته یا لس کاله وه) پوره کړه او د خپلي کورنۍ سره (له مدین څخه د مصر پر لور) وخوځېد، نو د طور غره خواته يې یو اور ولید. هغه خپلو کوروالاوو ته وویل: ”تاسي دلته واوسئ ما یو اور لیدلی دی ، ښايي زه له هغه ځايه څخه تاسي ته یو خبر راوړم یا د هغه اور څه سکروټي راوړم چي(په هغو اور بل کړئ اوله سړو څخه) ځانونه په تاوده کړئ “ .

ابن عربی په ”احکام القرآن“ کی وايي: ”زموږ عالمانو ویلي دي کله چي موسی علیه السلام توافق سوې موده بشپړه کړه ويې غوښتل چي خپلو خپلوانو ته ولاړ سي او خپل وطن يې ویادېدی او خپل وطن ته په بېرته ګرځېدو کي خلک ډول ډول ستونزي خطرونه  او کړاوونه پر سر اخلي“.

دا د وطن مينه ده چي کله پر هغه تېری وسي او یا يې څوک په زور ځني وباسي انسان د هغه ننګی او دفاع ته چمتو کوي، لوی څښتن سبحانه وتعالی له مومنانو څخه حکایت کوي ، فرمايي: ﴿ قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِنْ دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا﴾[البقره: ۲ : ۲۴۶]

ژباړه: هغو وويل: ” نه، دا څنګه کېداى سي چي موږ د الله په لار کي ونه جنګېږو ، په داسي حال کي چي موږ (د خپلو دښمنانو له خوا په ظلم) له خپلو وطنونو څخه ايستل سوي يو او له اهل او عيال څخه (په وژلو او بندي کول سره) بېل کړى سوي يو ؟(موږ به خامخا د خپلو وطنونو د بیرته نیولو او د خپلو بندیانو د آزادولو لپاره وجنګېږو)“.

نو له دغو آيتونو ، احادیثو او آثارو څخه څرګندیږی چي ”د هیواد مینه“ هم یوه طبیعی خبره ده او هم مشروع ده. او مشروعیت يې د حضرت بلال رضی الله عنه له دې وینا څخه هم په ډاګه معلومیږي چي وايي: ” اللَّهُمَّ الْعَنْ شَيْبَةَ بنَ رَبِيعَةَ، وعُتْبَةَ بنَ رَبِيعَةَ، وأُمَيَّةَ بنَ خَلَفٍ كمَا أخْرَجُونَا مِنْ أرْضِنَا إلَى أرْضِ الوَباء “.

ژباړه: ای پروردګاره د ربیعه پر زامنو شیبه او عُتبه او د خلف پر زوی امیه خپل لعنت نازل کړه (له خپل رحمت څخه يې لیري کړه)، لکه  چي دوی موږ له خپلي مځکي څخه د وباوو او ناروغیو مځکي ته وایستلو. ( ).

دغه خبره چي حضرت بلال وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم بده ونه ګڼله. بلکي داسي دعا يې وکړه: «اللَّهُمَّ حَبِّبْ إِلَيْنَا الْمَدِينَةَ كَحُبِّنَا مَكَّةَ أَوْ أَشَدَّ».
ای لویه څښتنه! زموږ په زړونو کي د مدینې منورې مینه هغسي پیدا کړې ، لکه د مکې مکرمې مینه چی دي زموږ په زړونو کي پیدا کړې ده، بلکي تر هغې يې لا زیاته کړې.

کله چي تبي بلال رضی الله عنه خوشي کاوه په ویرجن آواز يې ( د مکې په یاد کي) دا شعرونه ویل:

ألاَ لَيْتَ شَعْرِي هَلْ أبِيتَنَّ لَيْلَةً
بِوَادٍ وَحَوْلِي إذْخِرٌ وجَلِيلٌ
وهَلْ أرِدَنْ يَوْما مِياهَ مَجَنَّةٍ
وهَلْ يَبْدُونْ لِي شَامَةٌ وطَفِيلُ

ژباړه: کاشکي ما يوه شپه د مکې په ناوه کي تېرولاى سواى او شاوخوا مي اذخر او جليل  واى.(اذخر يو ډول شين بوټى دى او جليل يو ډول واښه دي دا دواړه په مکه مکرمه کي زيات پيدا کيږي).

کاشکي يوه ورځ د مجنې اوبوته رسېدلى واى. (مجنه له مکې څخه څه ليري، مرظهران ته نژدې د يوه ځاى نوم دى چي اوبه يې ډېري خوږې دي). او کاشکي مي (د مکې)  شامه اوطفيل (غرونه) ليدلاى سواى.

سترو عالمانو ویلي دي چي د هیواد مینه او حب د حضرت انس رضي الله عنه له دې روایت سوی حدیث څخه هم په ښه توګه معلومیږي: «كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَدِمَ مِنْ سَفَرٍ فَأَبْصَرَ دَرَجَاتِ الْمَدِينَةِ أَوْضَعَ نَاقَتَهُ وَإِنْ كَانَتْ دَابَّةً حَرَّكَهَا»
قَالَ أَبُو عَبْد اللَّهِ زَادَ الْحَارِثُ بْنُ عُمَيْرٍ عَنْ حُمَيْدٍ حَرَّكَهَا مِنْ حُبِّهَا.

ژباړه: کله چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم له سفر څخه راوګرځېد او د خپل دوهم وطن مدینې منورې لوړي لاري به يې ولیدلې خپل اوښ به يې چټکاوه او که به له اوښه پرته پر بل څاروي سپور وو حرکت به يې ور چټک کړ. امام بخاري وویل: حارث بن عمیر د حمید په روایت زیاتوي چي : رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې سره د ډېری میني له امله خپله سورلۍ چټکه کړه.

ابن حجر په فتح الباري کي او عیني په عمدة القاري کي وايي: دغه حدیث د مدینې پر فضیلت او د وطن د حب او د هغه د یادېدو پر مشروعیت باندي دلالت کوي. زرقاني او مبارکپوري هم د بخاري په شرحو کي دغسي ویلي دي او په المقاصد الحسنه کي هم دغسي وايي.

کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هجرت وروسته مدینه منوره خپل وطن او ټاټوبی وګرځاوه نو د هغې میني او شوق يې په هر رګ او وینه کي ځای ونیو. د مدینې منورې د هر شي سره د هغه مینه او علاقه د هغه فطری تقاضا وګرځېده. پردې بنسټ د مدینې منورې د احد غره سره هم رسول الله صلی الله علیه وسلم زښته زیاته مینه درلوده. د ده صلی الله علیه وسلم دغه مینه په لاندي حدیث کي له ورایه ښکاري:

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ طَلَعَ لَهُ أُحُدٌ فَقَالَ هَذَا جَبَلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهُ اللَّهُمَّ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ حَرَّمَ مَكَّةَ وَإِنِّي حَرَّمْتُ مَا بَيْنَ لَابَتَيْهَا.
ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم (له خیبر څخه مدینې ته ستنېدی) د احد غره په لیدو سره به يې وفرمایل: دغه غر زموږ سره مینه لري او موږ د هغه سره مینه لرو. ای لویه څښتنه ! ابراهیم علیه السلام مکه حرمت درلودونکی ښار وګرځاوه او زه د دغو دوو ډبرینو ډګرونو په منځ کي سیمه(مدینه منوره) د حرمت درلودونکی ښار ګرځوم. ( ).

دغه راز د سلفو په ویناوو کي هم د وطن د میني پر ارزښت او اهمیت ټينګار سوی دی. حضرت عمر رضي الله عنه وايي: که د وطن مینه نه وای بد ځایونه به وران سوي وای، دا د وطن مینه ده چي وطنونه يې ودان کړي دي.

ابو عمرو بن العلاء وايي: د چا چي وطن یاديږي د هغه پر فضل او کرم او سپېڅلې غریزه باندي دلالت کوي. له ډېر پخوا څخه ویل کيږي: پر سمه لار باندي د تلو او پر هغې باندي د انسان د ټینګار له نخښو څخه داده چي انسان د خپل زېږېدو له ځایه سره زیات شوق او ډېره مینه ولري. ( ).

دلته یوه بله خبره هم د یادوني وړ ده او هغه دا چي له حضرت عایشې بي بي رضی الله عنها څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به ناروغان په دعا(رقیه) سره رغول، د کلمې ګوته به يې پر مځکه ولګول او دا دعا به يې وکړه: « بِسْمِ اللَّهِ تُرْبَةُ أَرْضِنَا بِرِيقَةِ بَعْضِنَا يُشْفَى سَقِيمُنَا بِإِذْنِ رَبِّنَا» یعني: د الله د نامه په مرسته زموږ د مځکي خاوره ، زموږ څخه د ځینو د ناړو سره یو ځای ده ، څو زموږ ناروغ زموږ د رب په حکم شفا ومومي. ( ).

رسول صلی الله علیه وسلم به په خپلو ناړو او د مدینې منورې په خاورو دغه لړلې ګوته د ناروغ د درد پر ځای ووهل او ناروغ به د خدای به امر شفا پیدا کړه.

په دې اړه علماوو خبري کړي دي او څرګنده کړې يې ده چي د هغه وطن خاوره چی انسان پکښي اوسیږي پر انسان باندي ځانګړی اغېز او تاثیر لري. پر همدې بنسټ يې د وطن د خاوري د دغه خاصیت په اړه څېړني کړی دي. ابن قیم رحمه الله په خپل نامتو کتاب ”زاد المعاد“ کي په دې اړه اوږدې څرګندوني کړي دي او د یونان له حکماوو او پخوانیو طبیبانو څخه يې داسي خبري نقل کړي دي چي د وطن خاوره پر انسان باندي طبی تاثیر لری. بلکي حافظ ابن حجر له بیضاوی رحمه الله څخه د دغه حدیث په اړه نقل کړی دی چي طبي څېړنو ښوولې ده چي ناړي د مزاج په نضج او تعدیل کي رول لري او د وطن خاوري هم دغسي دي.

په پای کی د وطن سره د میني په اړه د هیواد د نامتو شاعرانو څو ټوټې شعرونه راوړو:

لومړی د لوی احمد شاه بابا رحمة الله علیه نامتو شعر:

ستا د عشق له وینو ډک شول ځیګرونه
ستا په لاره کې بایلي ځلمي سرونه
تاته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه
که هر څو مې د دنیا ملکونه ډیر شي
زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه
د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه کا ګزارونه
د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه
که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا
که ونیسي د تمام جهان ملکونه

د پښتو ژبې يو وتلى او خوږ ژبى شاعر عبدالرحيم هوتك چې پر كندهار د نادر افشار د ظلم او تېري له كبله بخارا ته تللى او هلته پاته سوى دی د خپل وطن یاد په دې الفاظو بیانوی:

ښايسته قندهار ډېر ډېر يادومه
نه هېرېږي که هر څو ئې هېرومه
خصوصاً د “ارغنداو” باغ او ولو ته
زړه مي غورځي بې طاقت شم نه درمه
کاغانک او ګونديګان چي پر زړه راسي
اور مي واخلي پر ځان پيک وښورومه
“کوکران” و “ګونديګان” د خداىج په حکم
چي فيضونه باندي اوري کې شمېرمه
“سرپوزه” او لو وياله پکښي بهېږي
د ويل ږغ ئې مدام پر زړه لرمه
“باغ د شاه” له “ترکيو” سره خلق
خلق به مست شي کې بيان درته کومه
له “قيتوله” بيا د “چل زينو” ته (تر) سره
که پر وګرځې مردانه به دي کړمه
يو دم کښېنه په ايوان د “چل زينو” کښي
تماشا وکړه چي زړه دي شي بېغمه
نور که کوز راکښته ځې د غره له بېخه
“ملا ګلاب هديره” ووينه همدمه
يو ساعت مراقبه شه پکښي کښېنه
پکښي پروت دي شهيدان چي ووايمه
هغه فيض چي له دې ځايه زه وينم
چي له غيبو باندي تل ووري هر [د]مه
که تا وليدى همېش به پکښي پروت يې
بوى به تل درباندي لګي له اِرمه
ګرد وهلي بزرګان پکښي پراته دي
چي فيضونه با[ندي] اووري له عدمه
د فيضو ليده د هر سړي کار نه دئ
که هر څو وي لوى فاضل زما ګلفمه
فيض هغه ويني چي تل ئې اوښي درومي
[چي] د زړه په سترګو ګوري لا جرمه
که ته غواړې چي د زړه سترګي پيداکړې
د رندانو په خذمت اوسه خادمه
ابتداء د هديرې که نه رنځېږې
راته غوږ کړه چي ئې زه در وښيمه
هغه “باغ د ملا موسْى” چي ورته وايي
تر راتېر شه څو قدمه خوش خِرمه
ابتداء د هديرې له دغه ځايه
انتها ئې ته (تر) “زاړه ښهره” وَرَمه
په “زاړه ښهر” راننوځه نارې کړه
چي دي زه آواز له دې ځايه واورمه
په ژړا کښېوځه که مرد ئې زما دپاره
په دُعا به دي له دې ځا خورومه
د “نل غوټو” پر تکيه باندي راووځه
تکيه وکړه يو ساعت زما ګلفمه
مخ راوګرځوه و دره قبلې ته
لاس کړه پورته دُعا وکړه اې کرمه
د هغو په حق چي دلته دي تېر سوي
له ايمانه، له اسلامه محترمه
ما هم ياد که چي دي خداىج کا برخه لويه
چي غريب په “بخارا” کښي يم له غمه
پر تکيه د “خواجه خضر” قدم راوړه
د کوکار نارې پر وکړه دم په دمه
نيازمن دروله په زړه کښي، نارې هم کړه
چي دي ورسي ناره ته (تر) درست عالَمه
دغه خوار “رحيم” دا اشعار بيان کړ
غرض دا چي قدردان وژړومه

ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د وطن د محبت په اړه په خپل یوه  نامتو شعرکي داسي وايي:

د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم
د وطن د شرف سپر يم نه وېرېږم
که د تورو ګوزارونه دم په دم خورم
دا خوږې غوړې ګولۍ دې وي د نورو
د وطن دفاع کې زه ګولۍ د بم خورم
کفن نه غواړم، د ژوند جامو کې درومم
د جنت باغ کې مېوې رقم رقم خورم
يم پرهېز د بې ننګۍ له خوراکونو
په غيرت ګټلی شی به ولې کم خورم
د وطن د اعتلا تږی يم ځکه
لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم
زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه
هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم.

په دې اړه د شاعرانو شعرونه خورا ډېر دي، خو موږ پر همدومرو بسنه کوو.  الهی زموږ ګران هیواد افغانستان او د نړۍ ټول مسلمان هیوادونه د یرغلګرو کفارو له ولکې او ظلمونو په خیر او عافیت وژغورې آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بصیر

very good

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x