دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت (دیرشمه برخه)

ليکوال: م. محمد نعيم

عبد الرحمن السعدي رحمه الله وايي که څوک غواړي چې ددې تړون په ارزښت، ګرانوالي او لوړوالي پوه شي، نو ودې ګوري چې پیرېدونکی څوک دی؟ الله جل جلاله. پلورونکی څوک دی؟ مسلمان بنده! مال څه شی دی؟ جنت او د جنت رنګانګ نعمتونه. او بیه یې څه شی ده؟ ځان او مال چې هر انسان ته تر هر څه ډېر ګران دي.

او دا تړون په څه شي کې راغلی؟ د ځمکې پر مخ په تر ټولو غوره، قیمتي او ارزښتناک کتاب ( قرآن کریم ) کې. او د چا په لاس رالېږل شوی؟ د ټول بشریت د غوره او کامل انسان ( محمد صلی الله علیه وسلم ) په لاس.

شعراوي رحمه الله ددې آیت شریف په تفسیر کې یو ډېر ښه ټکی یاد کړی، هغه دا چې په دې آیت کرېمه کې الله جل جلاله د پېر او پلور خبره کړې، الله جل جلاله له مومنانو څخه د هغوی نفسونه او مالونه اخلي، او په بدل کې یې جنت ور کوي، او مومنان خپل ځانونه اومالونه پلوري او په بدل کې یې جنت اخلي، الله جل جلاله چې کله مومنانو ته وايي ددې بیعې له امله باید ډېر خوشحاله شئ!

انسان هغه شی پلوري چې اړتیا نه ورته لري، او په بدل کې هغه شی پیري چې اړتیا ورته لري. او هر کله چې د سړي هغه شی وپلورل شي چې دی اړتیا نه ورته لري او یا له منځه تلونکی وي، او په بدل کې هغه څه تر لاسه کړي چې یا اړتیا ورته لري، یا تل او یا هم کم تر کمه د یو څه زیاتې مودې لپاره پاتې کېدونکی وی خامخا خوشحالېږي، نو الله جل جلاله خپلو مومنو بنده ګانو ته وايي چې ما له تاسو نه ستاسو ځانونه او مالونه چې فاني دي له تاسو څخه د جنت په بدل کې چې باقي دی وپېرل، تاسو باید په دې خوشحاله شئ.

که مونږ او تاسو خپل ورځني ژوند ته وګورو، هر سړی چې کوم شی پلوري یو اوبل ته وايي: یره دا ځای، یا موټر یا کور، یا… پلورم یو څوک را ګوره چې پرې ویې پلورو، او که څوک پوښتنه ترې وکړي چې ولې یې پلورې؟ ځواب به خامخا دا وي چې اړتیا نه ورته لرم، یا یې ورته لرم خو له دې نه یو بل شي ته ډېره اړتیا لرم، غواړم هغه و پېرم، نو ځکه یې پلورم. او هر کله یې چې سودا وشي په طبیعي ډول هرو مرو خوشالېږي.

کېدی شي د ځینو په ذهن کې دا خبره را وګرځي چې سړیه! چا ویل چې انسان ځان او مال ته اړتیا نه لري؟ ولې انسان ژوند ته اړتیا نه لري؟ مال ته اړتیا نه لري چې خپل ژوند پرې وکړي؟ که د انسان ځان او مال اضافي وي نو بیا الله جل جلاله ور کړي د څه لپاره دي؟

خبره ډېره جوته ده، الله جل جلاله انسان ته ځان او مال ددې لپاره ور کړي چې د الله جل جلاله د خوښۍ او رضا په لاره کې یې ولګوي، الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمايي: ( وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56) مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ (57) إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (58)

ژباړه: او ما پیریان او انسانان نه دي پنځولي ملګر ددې لپاره چې زما عبادت وکړي، له دوی نه روزي نه غواړم، او نه دا چې خوراک او څښاک راکړي، پرته له شکه یوازې الله جل جلاله تر ټولو ښه او ډېر روزي ورکوونکی، دلوی ځواک څښتن او خورا پیاوړی دی.

الله جل جلاله په خورا ډاګیزه توګه فرمايي چې انسانان او پیریان مې یوازې د یوې موخې لپاره پیدا کړي، چې هغه زما عبادت دی، دا نور شیان او چارې هسې څنګیزې او حاشیوي دي.

ښه، هر کله چې خبره داسې شوه چې انسان ته الله جل جلاله ځان او مال ددې لپاره ور کړي او ور کوي یې چې دده جل جلاله په عبادت کې یې ولګوي، نو جهاد هم د الله جل جلاله عبادت بلکې تر ټولو غوره عبادت دی، یعني دا داسې کوم کار نه دی چې له هغې موخې څخه بهر وي د کومې لپاره چې الله جل جلاله خپل بنده ګان پیدا کړي.

مونږ او تاسو که وګورو، هر انسان چې الله جل جلاله و نه مني، د هغه احکام او اوامر ونه مني، د قرآن کریم په رڼا کې ژوند ونه کړي، پرته له شکه ټول ژوند یې هسې بې ګټې دی، په دنیا کې که یو دوه ورځې څه ظاهري مزې چړچې وکړي د آخرت په ورځ به له سخت حالت سره مخ کېږي. په دنیا کې مزې او چړچې به هم یوازې په ځوانۍ کې وکړي، کله چې بوډا شي، د ټولو کړیو مزو او چړچو په یو ډېر لږ خوند به هم پوه نشي، بلکې افسوس او آرمان به کوي چې ولې مې خپل خوږ ژوند بې ګټې بلکې د ځان په تاوان تېر کړ.

لنډه دا چې له دې لنډ مهاله ژوند نه به هر انسان یوه ورځ نه یوه ورځ خپله بستره ټولوي، اوس نو ښه دا ده چې له الله جل جلاله سره د یوې لویې معاملې له مخې له دې دنیا څخه لاړ شي چې هم يې په دنیا کې نیک نوم پاتې وي، خلک یې درناوی کوي، په ښه نامه یې یادوي، او هم په آخرت کې له لویو الهي پېرزوینو څخه برخمن د ویاړلو او سرلوړو په کتار کې وي، او که همداسې پاتې شي نه په دنیا کې کوم ځانګړی ځای ولري او نه په آخرت کې؟

ددې مثال بلا تشبیه، داسې کېدی شي لکه یو پادشاه او واکمن ټولو خلکو ته امر کړی وي چې د شلو یا دیرشو کلونو په ترڅ کې به د نړۍ له ټولو برخو څخه هرومرو زما ځای ته راځئ! او هر کس به د خپلو تر سره کړیو چارو په اړه مکمل راپور بیانوي، او په دې ترڅ کې دا اعلان هم وکړي چې هر هغه څوک چې زما له دښمنانو سره جګړه وکړي، د هغوی لپاره ځانګړی بندوبست شوی، هغوی به د پادشاه له خوا د یو ځانګړي پلان سره سم د ځانګړو آسانتیاوو او ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نوموړي ځای ته را رسول کېږي، او هلته به بیا یو ځانګړي ځای ته چې مخکې له مخکې ددوی لپاره تیار شوی، وړل کېږي. د نورو خلکو په پرتله به ددوی ځانګړی درناوی کېږي، حساب او کتاب به یا نه ور سره کېږي او یا که کېږي هم ډېر په آسانۍ به وي.

اوس که یو څوک وايي چې سړیه! ډېر ښه فرصت دی راشه ددې پر ځای چې په خپلو پښو یا سورلۍ د پادشاه تر ځایه ځم، په لارو کې به له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږم، د خرڅ او خوراک مشکل به وي، د ملګري د نه شتون مشکل به وي، د ډاړونکو ځناورو د داړلو او خوړولو مشکل به وي…دا ډول نور ډېر مشکلات دي، نو ښه دا ده چې د پادشاه له همدې ځانګړي پروګرام نه استفاده وکړم، د لنډ وخت لپاره به یو څه کړاو وګالم، جګړه به وکړم، نور به د تل لپاره آسوده او آرام وم.

څه فکر کېږي چې دې کس ګټه وکړه که تاوان؟ خو بر عکس که یو بل کس ووایي چې یره! زه همدې ته د یو څه وخت لپاره پاتې کېږم، خپل کښت ته تم کېږم، شولې مې کرلې دي، غنم مې کرلي دي، وربشې مې کرلې دي، باغونه مې دي، غواګانې مې دي، مېږې مې دي! دا ټول اوس څه ډول پرېږدم؟ ښه خبره ده چې دا شل دیرش کاله همدلته پاتې شم بیا به وروسته ور روان شم، که څه هم چې لارې ستونزمنې دي، د لارې ملګري هم نه پیدا کېږي، په دښتو او غرونو کې به شپې او ورځې راځي، سورلي هم نه لرم، یا یې که لرم کمزورې ده، او هلته چې ورسم هم، نه پوهېږم چې په څه ډول ځای به ور برابر شم، سم او وړ به وي که نه؟

کېدای شي په خاورو او خځلو کې مې نصیب شي! کېدای شي ډېر ښه پالنګ مې په برخه شي، معلومه نه ده، خو بیا هم توکل په الله چې هر څه را پېښ شول!
دې کس ته باید په کوم نظر وکتل شي؟ او په اړه یې څه پرېکړه وشي چې هوښیار دی او که نه؟ معقوله پرېکړه یې کړې که غیر معقوله؟ د ځان ګټه یې په نظر کې نیولی که تاوان؟ ټول پوهېږي چې په لوی لاس یې ځان په کړاوونو کې واچولو.

دا هسې یو دنیوي مثال ګڼلی شو، که نه، الله جل جلاله او دهغه واکمني او ځواکمني په هېڅ صورت او هېڅ ډول د دنیا له حالاتو سره نشي پرتله کېدای، و لله المثل الاعلی، وهو العزیز الحکیم.

م. محمد نعیم

نور بیا…

ددې لیکني ټولي برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x