افغانستان

ايساف: په غزني کي دوه تنه بهرني عسکر وژل شوي دي

isaf-spokpersonنن ټکی آسیا: نن د غزني په ولایت کې د طالبانو د برید له امله دوه امریکايي عسکر ووژل شول.

د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي د نن د غزني په ولایت کې د مخالفینو د برید له امله دوه تنه امریکايي عسکر ووژل شول.

په خبرپاڼه کې ایساف خپل د پالیسي مطابق نور معلومات نه دي ورکړي.

د یادوني وړ ده چي نن د میدان وردګ ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو پر لوی مرکز درانه بریدونه تر سره شوي چي له کبله یې د یو امنیتي مقام په وینا 8 تنه بهرني عسکر وژل شوي دي، ایساف ویلي چي یو شمېر عسکر یې یوازي ټپیان شوي دي.

باید وویل شي چي د روان کال له پيل څخه بهرنیانو تر اوسه خپل د 322 تنو عسکرو وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x