افغانستان

طالبانو د نظامي ځواک ښودنې بله ویډیو خپره کړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د «بدري لښکر – ۵» په نامه یوه نوې ویډیو خپره کړې ده چې ښيي د دوی ځواکونو د افغان حکومت ملي اردو له هغو وسلو، رینجر موټرو، یونیفورم او تجهیزاتو کار اخلي چې د ملي اردو لپاره ځانګړي شوي وو. دغه ویډیو کې طالبان د خپلو نظامي روزنو او تېر کال په غزني کې د ملي امنیت او چټک غبرګون ځواکونو پر ریاستونو د ډله ییز بریدونه ښيي.

طالبان د افغان حکومت د امنیتي ځواکونو له یونیفورم څخه په ګټه اخیستو توانېدلي چې ډېرو حساسو ځایونو ته خپل بریدګر داخل کړي او په ساعتونو وجنګېږي.
د طالبانو پر رسمي وېب پاڼې خپور شوي دغه ویډیو کې د طالبانو د نوي مشر، ملا اختر محمد منصور مرستیال، سراج الدین حقاني غږیزه وینا خپرېږي او له طالبانو غواړي چې یووالی وساتي.

په دغه ویډیو کې ښکاري چې لسګونه طالب ځواکونو د ملي اردو یونیورم پر تن او رینجر موټرو کې ګرځي. له ویډیو څخه نه جوتېږي چې طالبان د هېواد په کومه برخه کې دغه روزنه ترسره کوي. تېره اوونۍ هم طالبانو په کندز کې د ځواک ښودنې یوه ورته ویډیو خپره کړه.

د دغې یو نیم ساعته ویډیو په یوه برخه کې داسې صحنې هم ښودل کېږي چې افغان ځواکونه اسیرانو ته سزا ورکوي. داسې صحنې هم ښودل کېږي، چې بهرني ځواکونه د افغان حکومت د ځواکونو په ملتیا د ملکي افغانانو پر سر توره کڅوړه راکښته کوي او له ځان سره یې بیايي.

د غزني ډله ییز برید

په دې ویډیو کې د طالبانو د تېر کال د هغه ډله ییز برید صحنې ښودل کېږي چې د ۱۳۹۳ل کال د وږي په ۱۳مه په غزني کې د ملي امنیت پر ادارې او ځانګړو ځواکونو پر مرکز ترسره شوې. (د خبر کتلو لپاره پر متن کلیک وکړئ) د برید دغه صحنې د طالبانو له خوا عکاسي شوي دي. په ویډیو کې ښيي چې طالبان د نظامي نقشو په کارولو سره خپلو سرتېرو بریدګرو ته لارښوونې کوي. دا لومړی ځل دی چې د تېر کال د برید عکاسي صحنې رسنیو سره شریکېږي. په دغه خونړي برید کې د ملي اردو او پولیسو په ګډون ۱۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالبانو تېره اوونۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره په ډاګه کړه چې د ځانګړو عملیاتو لپاره یې «کمانډويي ځواک» جوړ کړی.

هغه څه چې د طالبانو د ځواک ښودنې په نوو ویډیوګانو کې د افغان حکومت لپاره د اندېښنې وړ بلل کېږي دا دي چې طالبان توانېدلي چې د حکومت ډېر شمېر تجهیزات او یونیفورم ترلاسه کړي او په ځانګړو بریدونو کې ترې ګټه پورته کړي.

ویډیو:

https://www.youtube.com/watch?v=hN3HiLaHHCQ&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوسهیل

السلام علیکم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x