نظــر

طالب جنګیالیو دوه مشهور جنرالان پر ګونډو کړل

سید شریف

طالبانو په شمال او جنوب کي دوه مشهور جنرالان مجبور کړل چي د عملیاتو پای اعلان کړي، په شمال کي جنرال دوستم او په جنوب کي جنرا ل رازق،دوی دواړو په خورا غرور سره د طالبانو پرضد د جګړې ډګر ته ودانګل او سینې یې وډبولې چي ډیر ژر به د طالبانو زور او به کړي، خو په عملي ډګر کي یې اټکلونو او پلانونو معکوسه نتیجه ورکړه .

جنرال دوستم قریب دو ې میاشتي وړاندي رسنیو ته وویل چي فاریاب ته رسیدلی، له دې خوا به طالبان پسي واخلي تر بادغیس،هرات او حتی له هلمنده به یې هم وباسي،او په ریوس ګېر کي به  بیا سرپل، مزار،کندوز،تخار ا وبدخشان له طالبانو تصفیه کړي .

جنرا ل دوستم د فاریاب له قیصار او المار ولسوالیو څخه دالماس په نوم عملیات پیل کړل، ده چي د عملیاتو په لومړی پړاو کي په یادوو شوو ولسوالیو کي څو کلي ونیول، رسنیو ته یې وویل چي ترسبا پوري به تر غورماچ پوري ټوله سیمه تر خپلي ولکې لاندي راولي،ولي وروسته معلومه شوه چي طالبانو تکتیکي شاتګ کړی ؤ او بیرته یې خوشي کړي کلي له دوستم څخه ونیول، ان په قیصار کي خپله د دستم پر موټریز کاروان برید وشو چي ګڼ ساتونکي یې پکي ووژل شول .

دوستم  د ټول فاریاب د تصفیې تر یوه ورځني ضرب الاجل پنځلس ورځي ورسته هم  په قیصار او المار کي سرګردانه  وګرځید، مثلا چي  قیصار کي به یې یو کلی ونیو،  طالبانو به بیا المار کي  نوري سیمي ترې ونیولې ، چي دوستم به المار ته  ولاړ طالبانو به قیصار کي پرګلم جم توره شپه جوړه کړه، همدې لالهانده جګړې دوستم اړ کړ  چي د ځان د خلاصون په موخه د عملیاتو رخ دسرپل په لور بدل کړي، سرپل کي یې طالبانو ته اخطار ورکړ چي وسلې پر مځکه وغورځوي کنه د جنرا ل له  سخت چلند سره به مخ شي،او که جنرال د جګړې ډګر ته ننوت تر هغو به ترې راونه ورځي چي سرپل یې له طالبانو تصفیه کړي نه وي .

دخدا ی کړه او د بنده ورته کاته وو چي جنرال دوستم  د فاریاب په څېر په سرپل کي هم د ګلم جم ملېشو سربیره د دفاع وزارت د مځکنیو،توپچي او هوایې ځواکونو په بدرګه عملیات شروع کړل،دوی د کوهستانات ولسوالۍ د نیولو په موخه جګړه پیل کړه ، طالبانو مخامخ برخورد ورسره ونه کړ، د خرپ وترپ د څو بریدونو وروسته یې عقب نشیني وکړه ، جنرال په فاتح انداز کوهستانات ته ننوت ، خو په سهار یې طالبانو له څو طرفونو حمله ورباندي وکړه ترسختي جګړې وروسته د دوستم ترمشرۍ لاندي ځواکونه اړ شول چي له کوهستانا ت څخه پښې سپکي کړي او دکوهستانات ولسوالۍ یو وار بیا د طالبانو لاس ته ولویده، په دې ډول تکتیک سره طالبانو دوستم ته ور په زړه کړل چي دلته به هم فاریاب غوندي یوه خوا بله خوا منډي ووهي اما نتیجه به یې ټیټي سترګي له سیمي وتل وي .

یوه خبره چي یادول یې ضرور دي هغه داچي د دوستم د عملیاتو زور له مظلوم افغان ولس څخه ووت ،دوستمي عسکرو دولسي خلګو کورنه ،مالونه ا وشتمنۍ لوټ کړې ،کورونه یې وسوځول، او په ډیر تاسف سره چي سیمه ییزو خلګو داهم وویل چي د دوستم په مشري عسکرو یې عزتونه  هم پایمال کړي دي .

د طالبانو پیشبیني کره وخته ، نن د سرپل سرپرست والي عبدالجبار حقبین ازادي راډیو ته وویل چي  کوهستاناتو کي  د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال صاب دوستم په مشري عملیات پای ته ورسیدل،حقبین وویل چي لا هم د کوهستانات په دره زمچي کي او د سوزمه قلعې ولسوالۍ په کتله قلعه ، قزاق او ملک سیمو کي وسله وال مخالفین پراخ فعالیت کوي او پر ضد به یې ژر تازه دمه عملیات شروع کړي،بل خوا زادي راډیو ته د مرکز سرپل ګڼو خلګو ویلي چي چاراکي په لیري سیمو کي د طالبانو په وړاندي عملیات کوي ، خو  مرکز د طالبانو تر جدي تهدید لاندي دی او ښایې ژر دغه سیمه هم طالبان تر خپلي ولکې لاند ي راولې.

طالبانو نه یوازي داچي خپل واک پرهغوسیمو ټینګ کړی چي د عملیاتو څخه وړاندي یې په ولکه کي وې، بلکي نوري سیمي یې هم ترخپلي سلطې لاندي راوستلې دي، په سرپل کي یې د کوهستانات په استقامت ډیري سیمي ونیولې او ان نن یې د سرپل مرکز اړوند لغمان سیمه هم نیولې ده، همدارنګه  په فاریاب کي یې داستانه بابا ولسوالي په بشپړه توګه ونیوله  او د چهلګزي  پر ډیرو سیمو يې سپین بیرغ ورپاوه .

په جنوب کي بیا د یو بل مشهور جنرال رازق په ګډون د اردو ځیني جنرالان  او دمحلي ملېشو قوماندان  په پرله پسې  دول طالبانو وځغلول، جنرال رازق هلمند ته د نوزاد ولسوالۍ د بیرته نیولو په موخه ولاړ، دوه ځله یې ددغي ولسوالۍ د نیولو لپاره په سیمه کي پراخ عملیات وکړل، خو دواړه واره یې د جګړې پرمیدان د عسکرو مړي او وسلې پاته شوې او جنرال رازق  په منډه له سیمي پښې ویستلې .

جنرال رازق هڅه وکړه  چي د نوزاد بایللی اعتبار  موسی کلا کي اعاده کړي، خو په ځوان جنرال هم د زاړه جنرال( دوستم ) کانه وشوه، هغه داسي چي په حکومت او دیرغلګرو ځواکونو په حضور کي ورپاته حیثیت یې هم خاوري شو،  رازق او نورو قوماندانو دیرغلګرو ځواکونو د چورلکو او الوتکو په ملا تړ  پر  موسی کلا  له یوې خوا مځکنی  برید وکړ او له بلي خوا یې   دشپې له تیارې څخه په استفاده دهواله لاري   د موسی کلا په بازار کي کمانډویې عسکر   کښته کړل،کمانډویې عسکر دطالبانو  د پرله پسې ګوزارونه له امله  په یادشوي بازار کي د څه وخت تېرولو وروسته مجبور شول چي مړي او وسلې پریږدي او دوی  دالوتکو په مټ له سیمي ځانونه وباسي،او د حکومتي ځواکونو هغه قوه چي د مځکي له لاري یې د موسی کلا د بیرته نیولو هڅه کوله د لوړ دیزور په بند کي وروسته له هغه چي دوې شوبلي یې طالبانو وویشتلې بیرته له سیمي پر شا شول، که څه هم  په دې عملیاتو کي  د مځکنیو بریدونو سره سره یرغلګرو ځواکونو د طالبانو پر سنګرونو  بمونه هم غورځول، خو طالبان د بمبارونو سره سره له موسی کلا نه یوازي داچي  پرشا شوي  نه دي ، بلکي حکومت پلوه وسله والو ته  یې د سر او  وسایطو زیانونه هم اړولي دي .

د موسی کلا د بیرته نیولو عملیاتو مشري پر جنرال رازق سربیره د لوی درستیز ارکا ن حرب جنرال قدیم شاه شهیم او د پولیسو عمومي مشر پاسوال جنرال سالم احساس په غاړه وه، خو دوی د پوره زور ازمایني وروسته د درنو تلفاتو سره مل یو وار بیا د موسی کلا په مربوطاتو کي شاتګ ته اړ ایستل شول .

جنرال دوستم او رازق په رسنیزو اندختونو او ظلم کي د پهلوانۍ په پرتله د جګړې په ډګر کي ډیر زیات کمزوي دي، دوی په وار وار له طالبانو سره  مخامخ جګړه کي پرګونډو شوي دي، خپل مړه ،ژوبل او ستړي عسکر یې د جنګ پرمیدان  پرې ایښي  او خپله په تیښته بریالي شوي دي، یادشوي دوه مشهور جنرالان ( دوستم او رازق ) په هیواد پالنه او ولس ژغورنه کي نه دي مشهور، دوی  د خپل ولس په وژلو، بې کوره کولو ، غصب،چور او د یرغلګرو په چوپړ کي د شهرت ولوړو پوړیو ته پورته شوي دي .

په ټوله کي دا پایله په لاس راځي چي طالبان د خپلو کمو او کمزورو وسلو او وسایلو باوجود هغه پیاوړی ځواک دی چي د جګړې ابتکار یې تر ګوتو کړی دی، حکومت دیرغلګرو ځواکونو پر ملاتړ سربیره داتوان نه لري چي دطالبانو د بریدونو مخه حتی په کابل کي ونیسي، اما طالبان چي وغواړي هر وخت او په هرځای کي بریدونه کولای شي، او په کلونو کلونو لویې او پراخي سیمي په خورا مهارت او جرئت سره تر خپلي ولکې لاندي ساتلی شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمیع الله خان عرفان

دوستم چی پخوانی خوبونه وینی دا هغه پخوانی مجاهدین ندی. دا اوس مغروره سوی دی زکه چی د دنیا دریو زورواکو دولتونه ( برتانیا. کانادا. امریکا) ته یی ستره ماتی ورکری او پر گوندو کری دی نو دوستمه ته د کم باغ مولی یی. د هلمند او کندهار په طرف دی گوری لا نه که چند شپی نو ژوند ته امید لری. دا طالبان ندی د دوی سخه اوس ببر شیر جور شوی دی د چا جواب ته انتظار نلری. د چا اخطار ته په شاه کیده نلری. او په جنگ کی پرشاه کیده نلری. احتیاط کوی د دوو روپو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x