نظــر

دطالبانو پر ضد دوروستیو تبلیغاتو لامل او انګیزه

media  Afghani Aosanai Rasanai کم وزیات یوه میاشت کېږي چې دطالبانو پر ضد په رسنیو کې د معمول پر خلاف او له تمې لوړه یوه رنګه سخته تبلیغاتي جګړه روانه ده، په نني عصر کې مطبوعاتي او رسنیز ځواک خورا مهم رول لري، تر دې چې په ننۍ نړۍ کې څلورم ځواک ګڼل کېږي، تقنیني، قضايي او اجرايوي ځواکونه خو د یو حکومت او هېواد درې اساسي ستنې دي، مګر اوس مطبوعات دیو هېواد او حکومت څلورم او مهم ځواک بلل کېږي.

 او دا بالکل پر ځای او واقعي رول او اهمیت دی چې مطبوعاتو ته ور کړل شوی، او یا مطبوعاتو دننۍ نړۍ له غوښتنو او اړتیاوو سره سم خپل کړی، مطبوعات نن ورځ دیو هېواد او یا یوې ډلې ژبه ده،

که مطبوعات نه وي مانا یې دا ده چې حکومت ګونګی دی، او که کمزوري وي مانا یې دا چې توتله یا نیم ژبی دی، او په دې ټول پوهېږي چې ګونګی او نیم ژبی تر کومه ځایه له نورو سره تفاهم کولی شي، تر کومه ځایه مقابل لوری په خبره پوهولی شي؟ تر کومه ځایه نورو ته خپلې اړتیاوې او غوښتنې څرګندولی شي، تر کومه کولی شي چې خپل دوست او دښمن په خبره پوه کړي؟

  او ددې بر عکس هر څومره چې دیو کس ژبه تېزه، واضحه او فصیحه وي په همغه کچه له نورو سره سریع او مطلوب تفاهم کولی شي، ډېر ځله داسې وي چې یو ګونګی یا نیم ژبی په زړه کې ډېر څه لري، ډېر څه یې کړي وي، مګر نشي کولی چې نورو ته یې په سمه توګه وړاندې کړي، پرې پوه یې کړي، خو یو خولور کس ډېر څه نه وي کړي، مګر دخپلې تېرې او تېزې ژبې په مټ ډېر څه لاسته راوړي، ډېر ځله خلک دده په ژبه او خوله حقایق سر چپه مني، او خلک ملامت ځکه نه وي چې دوی خو ظاهر ته ګوري، هر څوک چې خپل مطلب په سمه او واضحه توګه بیانولی شي خلک دهمغه خبره اوري.

 په دې وروستیو کې امریکایان او ملګري یې دطالبانو له سختو ګوزارونو سره مخ دي، خصوصا ددوی په صفونو کې دطالبانو دنفوذي کسانو ګوزارونو خو داسې اندېښمن کړي چې له یوې مخې یې لار ترېنه ورکه کړي، یوازې ټیټ پوړي نه بلکې په لوړه کچه یې ددوی دلوړ پوړو چارواکو خوب تښتولی دی.

که طالبان لږ له ځېرکتیا او بیدارۍ نه کار واخلي، ددې پر ځای چې له خپل دښمن سره په مخامخ جګړه کولو، یا په فدايي بریدونه او ماینونو خښولو ترکیز وکړي، ډېره ګټوره او موثره لار به دا وي چې د دښمن په صفونو کې د نفوذي کسانو ور دننه کولو ته ځانګړې، جدي، پراخه او ژوره پاملرنه وکړي، ځکه په دې سره یو دښمن ته سخت ګوزار رسېږي، او بل دا چې خپله د طالبانو تلفات هم کمېږي او تر څنګ یې دملکي تلفاتو خطر هم بالکل له منځه ځي، او په راتلونکې کې یې له ملي اردو سره ارتباطات او تعلقات ښه او غښتلي کېږي،  په دې توګه ددې کار نتیجه بالکل مثبته راوزي.

  طالبان باید له ملي اردو او پولیسو بلکې ټولو هغو کسانو او ارګانونو سره تماس ټینګ کړي کوم چې له امریکایانو او ملګرو سره یې سرو کار وي، دهغوی په واسطه پر دښمن ګوزارونه وکړي، او په دې لاره کې چې څومره کېدای شي هومره هڅې او کوششونه په کار واچوي.

بهرنیانو او دکابل انډیوالانو يې چې کله په نظامي ډګر کې دجګړې ابتکار له لاسه ورکړ، او په نړیواله کچه یې مورال په رالوېدو شو، نو سمدستي یې تبلیغاتي اړخ ته زور ور کړ، خو دا ځل یې بل ډول تبلیغات پیل کړل، داسې نه لکه تېر ځل چې دومره طالبان مو ووژل، دومره مو ونیول، دومره وتښتېدل، دومره هسې شول او دومره داسې شول، بلکې دا ځل یې داسې تبلیغات پیل کړل چې طالبانو ته معنوي ګوزار ور کړي، په ولس کې یې منفور کړي، نړیوالو ته یې بې حیثیته کړي،
کله وايي دومره ملکي خلک یې حلال کړل، دومره یې وویشتل، او کله بیا وايي له خلکو نه لورګاني په زور غواړي، له خلکو نه ډوډۍ په زور غواړي، پیسې ترې غواړي، دا چې دغه پېښې څومره حقیقت لري، یو الله ښه پرې خبر دی، ځکه دوی چې کومه ادعا وکوي طالبان هم بلاوې دي تیار په کمین کې ورته ناست وي سمدستي يې ور پسې رد کړي، دلته نو اوس توره او سپېنه سخته ده، ځکه داسې بې پرې جهت نشته چې سیمې ته لاړ شي او حقیقت خلکو ته وړاندې کړي.

خو یو څه باید په ډاګه شي هغه دا چې دملکي تلفاتو په اړه طالبانو څو څو ځله نړیوالو او امریکایانو ته وړاندیز وکړ چې راځۍ یو درې اړخیزی پلاوی چې طالبان، امریکایان او ملګري یې او ملګري ملتونه استازي پکې ولري وټاکو هغوی ته به دجګړې دواړه خواوې پوره ډاډ ورکوي تر څو دملکي تلفاتو په اړه پوره او سمه دقیقه څېړنه وکړي، او بیا ټولو ته جوته کړي چې دملکي تلفاتو په اړه څوک پړه دي.

 خو تر اوسه پورې نه ملګرو ملتونو او نه هم امریکایانو او انډیوالانو یې دغه نیک او مثبت وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی، له دې معلومېږي چې طالبان په هر کار کې جدي دي، ډېر کږې وږې خوند نه ورکوي، هره کیسه سمدستي ډانګ پيلې کوي، مګر دغه نور یاران بیا هسې پټ پټوني کوي.

ایمل صادق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x