نظــر

د مسؤ لیت احساس

حريا شملزۍ

د حس یا احساس بل نوم ژوند ده د انسان په وجود کی پنځه حسه دی چی یو له بله ژور تعلق سره لری د یولبله بی حسي ستونزي را ولاړوی مثلا تر ذائقه وړاندی د شامی حس که فعال وی د بدبویی په وجه دخثاشویو خوړو د خوند کتلو ته ضرورت نه پاتي کیږی حرکی اعصاب چی احساس ولری د وجود اعضا له سوځیدلو یا د ضربی په صورت کی له خوږیدلو خوندی کیږی ولی که حرکی اعصاب حس له لاسه ورکړی لکه د فالج مریض بیا که پښه یی په اور وسوځی هم د پښي څښتن باک نه کوی ځکه ده ته د سوځلو احساس نه کیږی .

هدف می له دی لیکنی څه ده هر انسان یو ستر مسؤلیت لری د مسؤلیت ترڅنګ باید احساس ولری ترڅو ځان او د ده د مسؤلیت اړوند څه د بی حیسۍ له وجی د زمان د ظالمی ضربی ښکار نشی که د یو مسجد امام د مسؤلیت احساس ونلری هغه امام کماحقه امامت نشی کولای ددی پرځای چی خلګ ( مقتدیان ) دالله لور ته راوبلي پربله ځي او بالاخره په مسجد کی دی له یوڅو سپین ږیرو سره پاتیږی او ځوانان د مسجد پرځای د بانډار حجرو ته مخه کوی او که دامام سره دخپل مسؤلیت احساس وی ځوانان تعقیب کړی مسجد ته یی دعوت کړی په دینی مجالسو کی یی ګډون ته وهڅوی حتما به مسجد اباد وی او د ملاصاحب به دنیوی او اخروی سرلوړی په برخه وی دغه راز د کور مشر دکلی مشر د هیواد مشر د یوی اسلامي جامعی مشر باید د مسؤلیت احساس ولری او له ځپلو نیږدي همرازو ملګرو سره وخت په وخت پوښتنه وکړی ( او د خپل احساس ټیسټونه وکړی ) چی زما احساس څنګه ده خدای مه کړه بی خسی رانه ونه شی چی دنیا او اخرت به می دواړه سوځیدلی وی او د پنځوسو یا زیات و کم عمر خوارۍ می عبس نه شی هغه مسؤل به حتما پخپل درانه مسؤلیت کی کامیاب وی.

زه تل له ځپله مسؤلیته بیریږم دغه لیکنه می هم د مسؤلیت د احساس پر بنا کړی او اوس موږ افغانان له یوداسی وخت سره لاس او ګریوان یو چی یو په بل مو اعتماد هم له لاسه ورکړی د بی باوری فضا د هر سړی بیریږی خپل خر تر خټه بری باسی هم دا غټ احساس بولی نور نو قلم او قدم دواړه ډیر په احطیاط کاروی پر خپل په لاس کی مسؤلیت ډیر بیریږی چی څوک یی راڅخه وانخلی ولو که د ولسوالۍ د کمیسون عصوه وی وه سړیه بلا دی ووهه په دا مسؤلیت چی تا اشغال کړی ده لږ سره وښوره خوله دی چوله کړه تر یو چا پوری ورشه ، قلم وخوځوه نه نه بیا به دده مسؤلیت ختم شی جلګ به ګیله وکړی زه پخپله داسی نه یم د ملایانو او طالبانو د کور خدمت لکه پخلی ، د ماشومانو ساتل ، دکور صفایی او د جامو پریمنځل دا هم غټ مسؤلیت ده ولی زه ورسره بی باکه یم چاپلوسی ځکه نه کوم چی زما مسؤلیت څوک نه راڅخه احلی که وایخلی خیراتونه به وکړم رابشو اصل هدف ته واقعی مسؤلیت ته د دنیا او اخرت مسؤلیت ته ، د شهیدانو د ارمانونو مسؤلیت ، د کونډو د هیلو مسؤلیت ته د یتمانو د اسویلیو مسؤلیت ته د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلیت ته د امیرالمؤمینین د تګ لاری د حفاظت ومسؤلیت ته د سنګر د اتل و مسؤلیت ته چی ټوله ورځ جنګیږی او د استراحت لږ وخت یی هم نا ارامه وی چی څه به کیږی او ولی به کیږی که نور نه وی فدایان خو حتما الله ته ډیر محبوب دی او دومره شهیدان چی را بیدارشی بیا رادیو خلاصه کی د غره په سر کی یی شیطان صفته بلواکه مزدوری رسنۍ زور ور دوه ځایه کی ولو که درواغ وی بیا هم د سپیڅلی طالب جان پرنیت او اعصابو شدیده ضربه وارده کړي.

ډیری لیکوالان چی له اسلامی امارت سره خواخوږی لری په دی مسئله لیکنه نه کوی وای تاوان به وکړی خپلو مشرانو ته بی انتها زیات احترام لری او د ستړیا احساس یی لری ولی زه بیا دغه یو مسؤلیت ګڼم چی باید ولیکل شی د خیر په کار دی تلوار وشی د امیرالمؤمنین رحمت لله غلیه وفات داڅه غیر مترقبه پیښه نده ( کل نفس ذائقته الموت ) ټول به هرومرو مرو دا مرګ نده دا واصل ژوند ته د تللو پاسپورټ ده مرګ به هغه وخت وی چی حس مو مری ، ویاړونه مو مری ، تاریخ مو مری د دنیا د اخرت لپاره ګټلي سرمایه مو مری ما فکر وکړ چی هیڅ امیرالمؤمینین نده مړ ځکه ډیر ژر په ډیره بیړه یی ځای ناستی محترم منصور صاحب و ټاکل شو بیعت ورسره وشو له هره لوری له هره سنګره ، ولی یو څو ملګرو لمړی په ډیره خاموشی وروسته لږ رډ رډ د خفګان اظهار وکړ دا هم نابلده کار او بدعت نده هر کس دافکر درلودی چی ډیر ژر به دغه ویرجن ږغ خاموش شی او هر کس دغا کوله یا الله په دښمن دغه ږغ مه اوري بالاخره اونۍ تیری شوی دښمنانو هم دغه خواږه خواږه ږغونه واوریدل غوږونه یی بوڅ کړل رسنۍ یی پر کار واچولی ( چی نوم یی ولیکم بیا می لیکنه نه نشریږی )زه په دی خیرانه یم چی دا مسئله ولی نه حل کیږی ولی دلته د مسؤلیت احساس مري ولی خپل وجود نه راټولیږی ولی یی ( دنیم طبیب خطر جان نیم ملا خطر ابمان ) په تشخیص د اعضا د پریکولو هڅي کیږی د یوی خور ، لور او مور په حیث له خپل نوی امیرالمؤمنین څخه هیله لرم چی د مسؤلیت احساس وکړی دا دالله تغالی یو انتحان وګڼي او د بری لار ولټوه مرض چی څومره زږیږی مرګوني کیږی اوس لا دچاری سرده د خپل مسؤلیت په اساس ګړندی ګامونه اوچت کړه شکوی او شکایتونه یی په ورین تندی واوره د شفقت او محبت په درمل یی درمان کړه مرور تل محبت غواړی مینه غواړی خیر د که لدوی سره دا احساس نشته چی ددغو مسائلو وخت اوس نده کوم مالونه چی له رمی بیل شوی هغه لیوانو خوړلی مه پریږده چی یو ادنی کس هم دباندی پاتی شی الله دی حتما نصرت کوی ته افدام وکړه ته احساس وکړه ته نیک ملګری په هم دغه کار پسی ولیږه او نور وخت د ښمن ته مه ورکوه د خوبونو تعبیر یی معکوس کړه او د عزم ګړندی بهیر فاتح بهیر د دیغت له سکوت څخه را وباسه!

دا لیکنه می یوازی او یوازی د الله د رضا د اسلامی امارت د بقا او بریاپه طمع کړی هیله ده چی د بی ادبی په لسټ کی یی شمار نکړی او دنن اسیا د اداری څخه می غوښتنه ده چی له ډزبین نه یی راته وژغوری !

الا کلکم مسؤل عن رعیته!
کذالامیرنا مسؤل عن جمعیته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد منصور

حریا شملزۍ خور ستاسو احساس د ملالی احساس ته ورته ده الله دی په قلم او ژوند برکت واچوه واقعا د هرطالب د زړه درد ته دی اشاره کړی خپله ماښام په سړه ساه په همدغه فکر ویدیږم سهار مو بیا همدغه ویر راسره مل وی او د تشویش وړ خبره هم داده چی دومره وړه موضوع هغه هم د یوڅو دینداره کسانو ترمنځ ولی نه حل کیږی او نور مشران ولی چوپه خوله دی اقدام نکوی چی دا دویده او مړه احساس زیږنده بللای شو حتی داسی می اوریدلی چی مشران له ناراض لوری سره ګوری هم نه او… نور لوستل »

همایون هوتک

ښه نظر او ښه نصیحت د کڅوک عمل په وکی همهغه خبره ده مسولین د چاپلوسی او کوربه له ډاره ږغ نکوی د مجاهدینو. طالبانو خبره هدف لنډوی او اوږد واټنی پر خپلو شته و بیریږی د علما خبره ګرزیده یو امید و هغه هم خاموشه شوه نور زه د یو مخلص ورور په حیث دا مشوره درکوم زه ستاسو کورني ته ډیر احترام لرم ستا تره زما د سنګر ملګری ده هغه ته می هم بار بار ویلی چی حریا خور دی داسی لیکنی نه کوی چی هغه ورته امنیتی ستونزی پیدا کړی اوس هم دا وایم دلته پر… نور لوستل »

jamil

اداره: وروره په پښتو ولیکل وکړه، او په موضوع یی وکړه. مننه

عبيدالله عابدی

ماشاءالله الله دی زمونگ په جامعه کی داسی نور هم بااحساسه خویندی اوورونه پیداکری چی د حق دلاری د مجاهدینو توصیف بیان کری اوهغوی داسلامی امارت له هدفه خبر کری ( الله پاک ستا په عمر کی برکت واچوی اوالله دی په ایمان خوشحاله کره )او الله دی زمونگ په هېواد کی داسی یو اسلامی نظام را ولی چی تول په ورور ولی کی ژوند وکرو
چی تول خپل وطن ته را وکرزو
تول ورونه( آمین )ووایاست

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x