افغانستان

طالبانو کابل کې د خپلو ملګرو د نيولو خبر رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د ملي امنيت رياست ادعا وکړه، چې کابل کې د وروستيو بريدونو په تور يې دېرش تنه نيولي دي.

د ملي امنيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو نيول شوو کسانو د شاه شهيد، ميکرويانو او ګڼو چاودنو کې لاس درلود او د راتلونکي وخت لپاره يې پر ولسمشرۍ ماڼۍ، امريکا سفارت، ملي امنيت رياست، دفاع وزارت او پارلمان د بريدونو پلان درلود.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ملي امنيت ادعا بې بنسټه او درواغ بللې ده.
د ذبيح الله مجاهد په وينا «د کابل اداره د خپلو پرله پسې ناکاميو د پټولو په موخه دا ډول څرګندونې کوي او هڅه کوي، چې د خلکو ذهنونه د دوی له ناکامۍ وګرځوي او خلکو ته په ذهن کې ورکړي، چې دوی د مجاهدينو پر وړاندې بيدار دي.»

د طالبانو دغه ويناپاڼه زياتوي، چې کابل کې د دوی هېڅ ملګری او پلوی نه دی نيول شوی او خپلو ملګرو ته يې ډاډ ورکړی، چې د امنيتي چارواکو په څرګندونو او ادعاوو وارخطا نه شي.

د يادونې وړ ده، چې ملي امنيت د طالبانو د نيولو ادعا په داسې حال کې کوي، چې کابل کې د طالبانو او يو شمېر نورې مرموزې چاودنې د پخوا په پرتله زياتې شوي دي.

تر ټولو خونړۍ چاودنه د کابل شاه شهيد کې وشوه، چې نږدې څلور سوه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
طالبانو ويلي و، چې دغه چاودنه د دوی کار نه دی او د نظامي چارو کارپوهانو هم ويلي، چې دغه چاودنه موټر بم نه ښکاري او داسې ويل کيږي، چې دا ډول چاودنې د بلک واټر له لوري کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x