ادبي لیکني

کلي ته دیوان راغلي!

اسامه وزیروال

کلی راته داسې وبریښید لکه هدیره او هغه هم د ارمانونو هدیره، په کلي کې خلک شته وه خو د یو او بل څخه مرور ښکاریدل، ټول خلک لکه بې روحه کالبوتونه. نه د زلمیانو هغه کړسنده خندا آوریدل کیده او نه د بلبلو مست شور، له دنګو چینارونو شاروګانو او بلبلو کډه کړیوه او پر سر ئې توروکارغانو لکه زما دوطن پر فضاء د صلیبیانو تیارې پروازونه کول.! د کوکنارو سره او سپین ګلان مړاوي پراته وه او غنم مخکې له ویږو زیړ اوښتي وه.

د سیدجمال اکا منځې ځوی سیدجبار چې په ماشومتوب کې زمونږ د لوبو میر وو، په چټکو قدمونو د کور پر لور رهي وو.

غږ مې وروکړ:
ـ سیدجباااره وا سیدجباااااره! زویمړیه کوڼ ئې که څه بلا وهلې ئې ؟
ـ اوو اشنا ته څه وخت راغلې ؟
ـ ولا شیبه مخکې راغلم خو دا څه حال دی وه سړیه، داسې بریښي لکه پر کلي آ د کوه قاف تورو دیوانو حمله کړې دلته خو موده مخکې ژوندي خلک اوسیدل، د ځوانانو خندا د بلبلو شور، او د پیغلو د چمبو غږ او ترنم. دا د ژوند خواږه او خوښۍ ولې نشته، دا زما کلې دی که زما د ارمانو هدیره ده ؟ هغه د لوی جومات مؤذن هم خاموش دی څومره ښکلی آذان به ئې کاوه، او د کلي د مولویصاحب کور او مسجد دواړه کنډواله پراته دي آخر ولې ؟؟

سیدجبار سوړ اسویلی وکیښ:
ـ هو یاره پر کلي دیوان راغلي آ د کوه قاف دیوان لا ښه وه، ښکلي به ئې له ځان سره بیول او بدرنګ به ئې وژل، معاصر دیوان له ښکلو ښکلا اخلي او بدرنګو ته د ژوند حق نه ورکوي. هغه د لوی جومات مؤذن د سهار آذان ته روان وو چې وئې ویشت او د مولویصاحب کور او مدرسه ئې ور ورانه کړه خو مولویصاحب ځان وویست او د غر خوا ته ولاړ. وخت ناوخته کلي ته راښکته شي یو څو مول وهلي ئې ترڅنګ روان وي، او د ملک اکا میلمستون ته ولاړ شي.

د سیدجبار غمجنې لهجې او سړو آسویلیو مې زړه راتنګ کړ او په یوه ساه پوښتنو ته شروع شوم:
ـ بنده که دا د پندی پندانۍ کیسه غوڅه خبره راته وکړه، کوم دیو راغلی ؟ ترابان دی او که …. ولې زمونږ آرمانونه وژنې په سینه کې زړه لري که تیږه د مؤذن څه ګناه وه د مولویصاحب څه جرم وو دا زمونږ کوکنار، دا زمونږ غنم ولې جینجړ پراته دي دا کلیوال به څه خوري ماران خو نه دي چې خاوره به بویه وي ؟؟

زما بې ربطه او یو پر بل پسې پوښتنو سیدجبار هم خسته کړیوو او لنډ ئې راته ووئیل:
ـ کلي ته تازه، تازه د اربکیانو پوستې راغلې، مشر اربکي لاسپیکر خولې ته نیولی وو او اعلانونه ئې کول: د ماښام له آذانو څخه نیم ساعت مخته به دوکانونه تړل کیږي، شپانه به له راغه راګرځي او کلیوال به له کورونو نه راووځې، مونږ تاسو ته ستاسو د امنیت د تامین په موخه راغلي یو. تازه ګل چې پس له ۵ لورګانو خدای ځوی ورکړیوو، زړه ئې د خوښۍ څخه ټوپونه وهل او د روغتون څخه د کور والاؤو لپاره دزیري په خاطر دشپي راووت، دکور څخه لږ ورها خوا ئې ویشت او پر سبا ئې پلار او کشر ورور ښه ورته وډبول چې ولې مو ځوی د پنجابیانو غلامي کوي. د اربکیانو مشر چې په انارپیش مشهور وو او د شهرت وجه به ئې دا ښودل کیده چې قومندان انارپیش دشپې هم هر څه ویني، د تازه ګل پلار او کشر ورور ئې تر پوستي وکشول او بیا ئې دبیهوښۍ په حال کې د لوی جومات څنګ ته وغورځول. محمدخان د اوبه خور لپاره راوتلی وو او د پاس ویالې پر غاړه سبا مړ پروت وو، د محمدین اکا ۱۶ کلن ځوی ژوندې ورک شو، ځینو نفرو لیدلی وو چې اربکیانو ئې مټې تر شاه ورتړلې وې او د پوستي پر لور ئې روان کړیوو. اشنا که زما منې کلي ته دیوان راغلي ته هم ځان باسه،دا د مرګونو سوداګر فقط وژنه پیژني، د امنیت پر نوم د ولس له سرونو سره لوبي کوي، د چنګیزیت طوفان رالوتې او لمسیان ئې یو وار بیا د سرونو څلي جوړوي، ته څو ورځې انتظار وکړه بیا که دې زړه وو کلي ته راوګرځه، د پسرلي هوا به سیف الملوک راولي او دیوان به بیا پر کوه قاف واړوي.

د کلي کیسو ته مې حواسو کار پریښود، هغه زما د کلي یاران څوک تښتیدلي وه او څوک مول وهلي ګرځیدل.

سیدجبار له لاسه ونیولم:
ـ پاڅه اشنا لمر په غورځیدو دی، ستا هم له کلي زړه نه کیږي راځه چې کور ته ولاړ شو!
ـ نه بالکل نه زه ځم او سمدستي روانیږم دلته زما زړه ترق چوي.
ـ ناوخته دی اشنا سبا به ولاړ شې!
ـ ولاړم د الله په امان!

لمر په سپین غره پناه شوی وو او د افق لمنې زیړې اوښتې وې، د کلي په خاموشه کوڅو کې لکه یو ورک مسافر روان وم او د ځان سره بنګیدم. نه نه دا هغه زما کلی نه دی دا ده مړو کلی دی، دلته ژوندي نشته دلته د ژوند خوږې سندرې دیوانو په ساندو بدلې کړي، زه به بیا هیڅ وخت دې کلي ته نه راځم. په سوچ سوچ کې ترلوئې لارې را ورسیدم، د موټرو تمځای تش پروت وو او سپیو په کې کرکټ کاوه. پیاده روان شوم فکر مې وکړ چې ګوندې د ولسوالۍ له بازاره به کوم موټر ومومم. لږ چې ولاړم د دریش غږ مې واورید، پر ځای ودریدم دوه تنه مې څنګ ته راغله د سکریټ دود ئې زما پر مخ را پو کړ، سترګې ئې سرې پړسیدلې وې:
ـ څوک ئې او چیرته ځې؟
ـ دهمدې بدمرغه کلي یم ښار کې اوسم کور ته روان یم.
ـ څه کار کوې ؟
ـ محصل یم.

په سپکه لهجه ئې راته وویل:
ـ ماصیل د کوم ځناور نوم دی ؟
ـ وروره شاګرد یم په پوهنتون کې.

په طنزیه انداز:
ـ ښااا ښه پانتون وائې؟ ته شرم نلرې چې وطن پنجابیانو نیولی او ته درسونه وائې ؟ راشه زمونږ سره ټوپک واخله درس څه کوې، وطن مور ده او د مور ساتل فرض دي!

زما چې اعصابو کار پریښی وو ورته ګویان شوم:
ـ لعنت شه او په دا قسمه ساتلو شه، د کلي نه مو راته هدیره جوړه کړې، فصلونه وچ ولاړ دې، ځوانان ټول تښتیدلې، ماشومانو ته مو په ښوونځې کې پوسته جوړه کړې، تاسو افغانان یاست که د چنګیزخان نسل ؟
ـ باوو ماصیل جان خو ډیر جذباتي دی!!

او بیا د کړسنده خنداګانو غږونه پورته شول. یو خیرن او کرغیړن ټوپکمار د کلاشنکوف په کنداغ ووهلم:
ـ د کوم پنجابي ملا شاګرد ئې ځوانه ؟
یوه بل ئې ورغږ کړ:
ـ بازوګله خبرې ورسره مکوه سر ئې نه خلاصیږې پوستې ته ئې ورسوه!

لاسونه ئې راباندې وتړل لږ ئې ورها خوا کړم او کنداغونه ئې راته خښ کړه، سم د بوسو خوسی ئې رانه جوړ کړ، تر څه وخت مې کریکې ووهلې او بیا په ځان نه یم پوهیدلی، د شپې په وروستۍ برخه کې رابیدار شوم زر مې ساعت ته وکتل خو په لاس مې هیڅ نه ښکاریدل، جیب ته مې موبایل پسې لاس کړ نه موبایل وو نه روپۍ، هر څه رانه د کوه قاف دیوانو وړي وه خو؛ ګیر چاپیر راته د کوکنارو ډکي ولاړ وه او د حال په ژبه ئې راته ويل:
ـ دلته ګلان رژول کیږي زمونږ ګلان وګوره څومره مړاوي پراته دي، ته هم یو ګل ئې تښته له دي ځایه شکر وباسه چې ژوندې ئې پریښودې زمونږ غیږ هره شپه د یو رژیدلي ګل شاهده وي!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x