په کویټه کې په دوو پر لپسې پيښو کې 7 تنه شیعه ګان ووژل شول

نن ټکی آسیا: د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کې نن په دوو جلا جلا پيښو کې 7 تنه شیعه مذهبه کسان ووژل شول.

د سیمي څخه خپاره شوې خبرونه وايي چي لومړی پيښه د کویټي ښار سبزي منډي ته نیژدې د هزارګنجي په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د سپرلیو یو بس ودروو، او پنځه تنه شیعګان یې ځیني را کښته کړل، او په ډزو یې ووژل، او بیرته له سیمي څخه په کامیابۍ سره وتښتېدل.

او په عیني سیمه کې لږ وروسته پر موټر سایکل سپرو دوو کسانو پر دوو نورو شیعګانو ډزي وکړي، او وې وژل.

ددې بریدونو مسئولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په پاکستان کې د سپاه صحابه په نامه یوه ډله د شیعه ګانو په خلاف خورا فعاله ده چي وخت په وخت داسي بریدونه ترسره کوي، او خپل دا کار ستر جهاد ګڼي، ځکه چي شیعه ګان ځیني صحابه کرامو ته په ښکاره ښکنځل کوي، او په عامو مجالسو کې لعنتونه پر وايي.

ددې بریدونو وروسته په ښار کې حالات سره خړ پړ دي، او د بلوچستان د شیعه کانفرانس مسئولینو د درو ورځو لپاره د سوګ اعلان کړی دی، او د حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چي قاتلین دي ګرفتار کړه سي.

د هزاره ډیموکریټ پارټي په نامه یوه تنظیم ویلي چي داسی پيښي به د شیعه او سني مسلمانانو تر منځ واټن زیات کړي، او په صوبه کې به حالت لا زیات کړکیچن کړي.

باید وویل شي چي د تیري پنجشنبې په ورځ هم په کویټه کې یو شیعه مذهبه قاضي د نامعلومو وسلوالو په ډزو سره وژل شوی وو.