ورزش

استرالیا له انګلینډ څخه په پنځو منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا او انګلینډ لوبډلو تر منځ یوازینۍ شل اوریزه لوبه د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوې کې استرالیا په پنځو منډو ماتې وخوړه.

استرالیایۍ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. انګلینډ په ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره معین علي او مورګن غوره توپ وهنه وکړه. مورګن په ۳۹ توپونو د دریو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۷۴ منډو جوړولو سره د کولټر نیل په بال خپله ویکټه له لاسه ورکړه او معین علي په ۴۶ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د استرالیا لپاره کمینس دوه او سټارک او کولټر نیل یوه یوه ویکټه واخیسته. د استرالیا په توپ اچوونکو کې کولټر نیل خپل ۴ اورونو کې ۲۴ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکو شو.

استرالیایۍ لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او د پنځو منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

د استرالیا لپاره سمیت په ۵۳ توپونو د اوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۹۰ او میکسویل په ۳۲ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د انګلینډ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې ویلي دوه او فېن، ټوپلي، سټوکس او معین علي یوه یوه ویکټه واخیسته. معین علي خپل یو اور کې یوازې درې منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x