نړۍ

خيبر ايجنسۍ کې پر دولتي ودانۍ سرتيري بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ کې د خاصه دارو پر دفتر سرتيری بريد شوی، چې له امله يې د دوو خاصه دارو په ګډون درې تنه وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي.

د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل اداره وايي، چې چاودنه نن سهار په داسې وخت کې وشوه، چې د خاصه دارو لوړ پوړی افسر له دفتره د وتلو په حال کې و، مګر نوموړی افسر خوندي پاتې شوی دی.

د خيبر ايجنسۍ د عامه روغتيا چارواکي وايي، چې د چاودنې درې مړي او شپږ پنځوس ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د خيبر ايجنسۍ تحصيلدار نېک محمد رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې سرتيري بريدګر هڅه کوله، چې دفتر ته ننوځي، مګر د دفتر ساتونکو يې مخه ونيوله او په دروازه کې يې ځانته چاودنه ورکړه.

چاودنه د تورخم پېښور پر لويه لاره شوې ده.

امنيتي ځواکونو له چاودنې وروسته سيمه کلابنده کړې او له دواړو لوريو يې د موټرو تګ راتګ بند کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نقيب الله ناصح

ګرانه او محترمه السلام علیکم.
زه نقیب الله د اصول الدین فاکولتی محصل یم یوه تحقیقی مقاله لیکم تاسو یوه مقاله د (الفرقان الحق به نوم کتاب) یوه تحقیقی مقاله نشر کړیوه او زه هغی مقالی ضرورت لرم که تاسو مهربانی وکوی ما ته یوه صافت کابی دایمل دلاری راواستوی مهربانی به موی.
ستاسو ورور نقیب الله ناصح

عبد الله

وعلیکم السلام. خپل ایمیل دی سم ولیکه چی د نور تفاهم لپاره څوک اقلا درسره رابطه وساتلای شي. تبصره باید داسی ځای وسی چی د خبر سره څه نا څه مناسبت خو ولري. مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x