ورزش

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې خپل بل سیال هم په ګونډو کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د سعودي عربستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د سعودي عربستان لوبډلې ته په اته ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۱۹۹ توپونه لا هم پاتې ول ماتې ورکړه.

د سعودي عربستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. سعودي عربستان په ۳۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

د سعودي عربستان لوبډلې لپاره فرهان پټېل او محمد زیاد تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. فرهان پټېل په ۶۳ توپونو د اتو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۵ او محمد زیاد په ۶۲ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره مسلم موسی څلور، ضیاء الرحمن درې او راشد خان دوه ویکټې واخیستې. مسلم موسی خپل ۹ اورونو کې ۳۲، ضیاء الرحمن خپل ۱۰ اورونو کې ۴۰، کریم جنت خپل ۴ اورونو کې ۴۰، طارق خپل ۸ اورونو کې ۲۲ او راشد خان خپل ۸ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې.

په ځوابي توپ وهنې کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۶.۵ اورونو کې د حضرت الله چټکې او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۶۲ منډو جوړولو سره سیالې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره نوید عبید په ۲۷ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۷ منډې جوړې کړې. حضرت الله په ۶۰ توپونو د ۱۴ څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۹۸ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د سعودي عربستان لوبډلې لپاره عمر امتیاز او زین یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mojeb

زنداباد افغانستان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x