افغانستان

کورنیو چارو وزارت د برېښنايي تذکرو د وېش د ژر پیلولو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د کورنيو چارو وزارت د چارو ادارې ته په لېږلي مکتوب کې ويلي ژر تر ژره د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړي، کنه « غبرګون به يې بې اندازې منفي وي.»

نورالحق علومي چې تر دې وړاندې يې هم په تذکره کې د «افغان او اسلام» کلیمې مهمې نه بللې ويلي چې له دې کلیمو پرته دې د تذکرو وېش پیل او په وينا يې د وزېرانو شورا په راتلونکې ناسته کې باید دا خبره نهايي شي.

نوموړی په داسې حال کې پورته ګوتڅنډنې کوي چې ګڼ مدني خوځښتونه په تذکره کې د افغان او اسلام نه لیکل د پرديو هېوادونو د اینجنټانو کار بولي او دا د هېواد اوسېدونکو پر هویت ملنډې بولي.

ګڼو مدني خوځښتونو تېره ورځ هم غوښتل چې له ولسمشر اشرف غني سره وګوري، خو هغه د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر په خوله ورته ویلي، چې له دوی سره د ليدلو وخت نه لري او په تذکرو کې د د « افغان » لیکلو نه هم بې وسه دی.

دې مدني فعالانو « د خپل هويت ننګه » تر سرلیک لاندې د راتلونکې شنبې ورځ د پراخ لاريون خبر ورکړی او ويلي يې دي چې دوی به تر هغو خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي، چې تر څو يې په تذکره کې د افغان هویت موضوع مطرح شوې نه وي.

بل اړخ اجرايوي رییس هم د کورنیو چارو له وزیر سره همغږي ښوودلې او ويلي يې دي چې څومره ژر کېږي باید د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي.

عبدالله عبدالله پرون، د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له استازو سره په خبرو کې وویل، چې د رڼو ټاکنو لپاره برېښنايي تذکرې مهمې دي او په وينا يې هماغه شکل او محتوا کې باید ووېشل شي، چې د وزيرانو شورا پرېکړه کړې ده او په خبره يې دا پرېکړه نه بدلېږي.

نورالحق علومي تر دې وړاندې هم ګواښ کړی و، چې که د تذکرو وېش پیل نه شي، دوی مجبور دي چې د مالي بوج د کمېدو په خاطر د دې تذکرو په دارو کې تر زرو پورې کارکوونکي له دندو لرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x