افغانستان

د خوږياڼو سراسري شورا: «اوسپنیز مثلث» کې ۷۰ تنو عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د خوږياڼو سراسري شورا وايي چې د دولت له لوري په نږدې يو میاشتني عملياتو د خوږياڼو په دریو ولسواليو کې ۷۰ تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عملیات چې نږدې میاشت وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري په خوږياڼو، شيرزادو او پچیراګام کې د « اوسپنیز مثلث » په نوم پیل شول، پکې دولتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو خبرونه ورکړل، خو قومي مخور وايي چې په دې عملياتو کې امنیتي ځواکونو ۳۵ عام وګړي ووژل او دومره نور يې ټپیان کړل.

دوی پخپل خپاره کړي پرېکړه ليک کې له دولته غوښتنه کړي چې د زیانمن شويو کورنیو سره مرستې وکړي، کنه دا ډول کړنې به د دولت او ولس تر منځه پاتې فاصله هم له منځه یووسي.

د دوی په خبره نو یوازې ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې، بلکې سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړل شوي دي، چې اوس په جلال اباد ښار کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د خوږياڼو سراسري شورا، د اعلاميې لومړی مخ
د خوږياڼو سراسري شورا، د اعلاميې لومړی مخ

د خوږياڼو سراسري شورا په پرېکړه لیک کې په وسله والو طالبانو هم غږ شوی، چې باید اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي، خو د دوی په خبره دولتي ځواکونه باید د طالب په نوم ولس ونه ځپي.

تر دې وړاندې دولتي سرچينو په د خوږياڼو په درې واړو ولسوالیو کې خپل عملیات بريالي بلل او په وينا يې مخالف وسله وال يې سخت ځپلي.

د خوږياڼو قومي مخور په داسې حال کې د دولتي ځواکونو له لوري د لسګونو ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې شکايات وړاندې کوي، چې د هېواد په شمال کې هم د جمهوري ریاست لومړي مرستيال ګڼې کورنۍ د وېر پر ټغر کېنولې.

د پوځي کارپوهانو په وينا د امنیتي ځواکونو له لوري د ولسي مرګ ـ ژوبلې ورته پېښې ولس له دولت سره لا په فاصله کې راولي، چې ګډ حکومت ته يې زیان څو برابره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x