افغانستان

چارواکي: طالبانو په بغلان کې مهم پوځي مرکزونه ونيول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په پلخمري کې مهم پوځي مرکزونه نیولي دي.

طالبانو نن په پلخمري کې د شهرنو او د شهرنو د زمري پوځي مرکزونو د نیولو خبر ورکړ او ويې ويل چې پر دې سربېره مهمي امنیتي پوستې هم له دولتي ځواکونو تر ګوتو کړې دي.

د بغلان د ولايتي شورا مرستیال فیروزالدین ایماق د طالبانو د څرګندونو پخلی کړی او ويلي يې دي چې په دې جګړه کې ۲۰ امنيتي ځواکونه هم طالبانو ژوندي نيولي.

د ایماق په وينا دغه امنیتي اډې له تېرې يوې اوونۍ راهیسې محاصره وې، چې تېر ماښام د طالبانو لاس ته ولوېدې.

وسله والو طالبانو هم په دې جګړه کې د پلخمري د ډنډغوري د شهرنو او زمري قرارګاوو د نیولو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې ۱۸ عسکر يې ژوندي له ځان سره وړي او ګڼو نورو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د دې شمالي ولایت چارواکي په داسې حال کې د طالبانو د پرمختګ راپورونه ورکوي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال په شمال کې پیل کړي عمليات تېر ماښام پای ته ورسول او کابل ته راستون شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x