نظــر

دوه پيښي او څو خبــــــــــــــــــــــــــــــــري

beheadedدوه پيښي او څو خبــــــــــــــــــــــــــــــــري

تیره اونۍ په هیواد کې دوه داسې مهمې پیښي را منځته شوې چې زمونږ د ولس مشاعراواحساسات يې وځپل اوتر اغیزي لاندی يي راوستل.لومړنۍ پیښه دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ دروشن آباد په سیمه کي د دوو میرمنو په ګډون زمونږ داولسو تنو هیواد والو سرونه دنامالومو وسله والو کسانو له لورې غوڅول وو.

دوهمه پيښه د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې د يوه کوربه له لوري له دې امله د دوو پاکستاني طالبانو وژل کيدل وو چې غوښتل يې په زوره د کوربه لور ځان ته واده کړي.

شک نشته، بلکې کیدای شی چې دواړه پيښي دې رامنځته شوي وي، خو هغه څه چې ماته ډير مهم وو، هغه د دغو پيښو په روايت کولو کې له مسلکي پلوه د شعوري او غير شعوري غفلتونو ارتکاب وو. دا ډول غفلتونه د رسنیو په دغه غوبل کې د توجيه او بښنې وړ نشي ګڼل کيدلای. دلته موږ غواړو چې د پيښو په روايت کولو کې له مسلکي پلوه شته نيمګړتياوي په ګوته کړو.

 

لومړنۍ پيښه:  په هلمند کې وسله والو طالبانو له اولسو تنو سرونه غوڅ کړل.
دهلمند ولایت دوالي ویاند په خپله لومړنۍ مطبوعاتي وینا کې دغه کار وسله والو طالبانو ته منسوب کړ. خوپه همدغه مرکه کي يې دیوې پوښتنې په ځواب کې داهم وویل چې دپیښې دڅرنګوالي او همداراز دهغې دعاملینو دتشخیص په موخه پلټې رواني دي او د پلټنو په پایله کې به څرګنده شي چې په پیښه کې دچا لاس وو. زمونږ رسنیو پرته لدې چي پدې برخه کې مسلکي ژورنالیستیکي آرونه اوخپل ټولنيز رسالتونه په پام کې ونیسي، سم له لاسه يي دغه پیښه په طالبانو پورې غوټه کړه او نژدې هرې رسنۍ ولیکل.هلمند:”طالبانوداولسوتنو سرونه غوڅ کړل.”

څنګه چې دغو کسانوپه یاده سیمه کې دساز اوسرودپه یوه میله کې ګډون درلود او دخبرونو له مخې ښځینه نڅاګري یې هم راوستلې وې اوغالبا به دناؤ نوش اوشرابو کبابو انتظام هم پکې شوی وو.اوښکاره ده چې دا ډول اعمال طالبان ترخپل واک لاندې سیموکې نشي زغملای.ځکه یې داپیښه په بديهی ډول دطالبانو کار وباله.

دهلمند په پیښه کې له بده مرغه له مسلکې ژورنالیستیک پلوه ګڼ حقایق له پامه وغورځیدل چې مونږ دلته اشاره ورته کوو.

۱ـ دغه پیښه په یو طرفه ډول د دولت له لوري خپره شوه او پر طالبانو د دولت الزام رښتیا وګڼل شو او خبریالانو پرته لدې چې پر ټویټر او فیسبوک دطالبانو له ویانده دهغوی دریځ

مالوم کړي، دغه موضوع یې خپره کړه او پسې ویې شاربله چې له بده مرغه یوخو یې له مسلکي پلوه دپیښې په کره روایت کې سترخیانت وکړاو له بل پلوه یې د ملت د یوې لوي برخي مشاعر او احساسات را وپارول چې دغه کارونه دشرخوښوني زيږنده بلل کیدای شي.

۲ـ سره لدې چې دولتي چارواکي دغه حقیقت ته په کتلوسره چې دغه سیمه یې ترواک لاندي وه اوپه دغه محفل کې ګډون کونکي زیاتره خلک حکومت پلوي ول، د دوی تر منځ په شته ټولو نزاکتونوخبر وو، خوبیا یې هم د پیښې درپورټ پر وخت پرته لدې چې په دغو نزاکتونو غور وکړي،هغه يې په طالبانو پوري وتړله.

۳ـ  دولسي ټول وژنې دغه پیښه دخپلې تراژیکې بڼې سربیره هغه مهال دخندا وړ وګرځیدله چې دهلمند دوالي ویاند رسنیو ته وویل چې په روشن آباد کې دفحشاء دغه غونډه دطالبانو له لوري جوړه شوي وه اودا چې دطالبانود دوو قومندانانوترمنځ دښځینه نڅاګرو پرسر لومړی لفظي شخړه رامنځته شوه او وروسته یې سره وډزول چې له دواړو خواوو دښځینه رقاصو په ګډون اولس تنه ووژل شول………….     

۴ـ  کټ مټ پر همدې ورځ دهلمند په یوه بله سیمه موسی کلا کې په یوه پوسته کې دپولیسو دوو ډلو پخپل منځني جګړه کې لس تنه سره ووژل اویوې ډلې پنځه تنه پولیس والا له ځانه سره بوتلل.له بده مرغه ژورنالستانواو رسنیو د دغو دوو پیښو ترمنځ تړاو ته هیڅ پام ونکړ چې له ژورنالسیتک پلوه يو سترغفلت دی. ځکه ژورنالیستانو که د دواړو پیښو ځای ته سفرنه نشوای کولای،کم تر کمه له والی او ویاند نه یې  دپیښو د تړاو په اړه پوښتنه کولای شوای.

۵ـ سره لدې چې دهلمند دوالي ویاندښاغلي داؤد احمدي دلسوپولیسو د وژل کیدا پیښه دخپل منځي شخړې زیږنده وبلله،عین ممکنه وه اولاهم ده او زه باورلرم چې وي به هم چې دروشن آباد د اولسو کسانودوژل کیدا پیښه دې هم د ګډون کوونکو دخپل منځې شخړې محصول وي، اوهغه ځکه چې ځینو رسنیو دا راپورهم ورکړ چې دلهواولعب پدغه محفل کې چې کله ګډون کونکې دپرله پسې شرابوله امله بې سده اوبې خوده شول،نویې لومړی پر یوه بل ټوکې پیل کړې او کله چې یې نشه دسرمستۍ اوغرور حالت  ته ورسیدله نو یې پر یوه بل پسې دټوپکونو شپیلۍ هم راواړولې. خبریالانو دپیښې درپورټ پر مهال دغه اړخ بیخي له پامه غورځولی وو اودې ته ډیر لیواله وو چې ځومره ژر کیدای شي دغه پیښه دطالبانو په خاته کې واچوي.

دیوې جنايي قضیې چې د پیښې په ځای کې یې دګوتې دنښوموندنه هم د قانون په وړاندې ستر سنداوشهادت ګڼل کیږي،د دا ډول اړخونو له رابرسیره کولونه سترګې پټول یو ډیر لوی مسلکي خیانت دی.

د ټول وژنې دغه پيښه ډيره غم لړلې او ستره جنايي پيښه ده. عموما په جنايي پيښو کې د وژل شویو خلکو جسدونه د عدلي طب څانګي ته سپارل کيږي چې هغوي یې د پوسټ مارټم او نورو اړوندو لارو چارو له لوري د څرنګوالي د مالومولو هڅه کوي. خو دا چې دغه مړي او ټپيان کوم روغتون ته يوړل شول، کوم ژورنالست هلته وروغوښتل شو، کوم اژانس يې انځورونه واخستل او يا دا چې د عدلي طب اړوندي څانګې، روغتون او یاهم ولايتي چارواکو يې ولي انځورونه د رسنيو په واک کې ورنکړل.
د انځورونو، د روغتون د ډاکټرانو او عدلي طب د څیړونکو له دريځه پرته جنايي خبر د نړۍ په يوه برخه کې هم نه منل کيږي او د دا ډول تشو خبرونو ايډيټ کونکي کس ته د آيډيوټ يا احمق نوم ورکول کيږي.

۶ـ دطالبانو دویاند له دې څرګندوني وروسته چې په ترڅ کې یې پدغه پیښه کې لاس لرل نه یواځې داچې رد کړل، بلکې په سختو ټکو یې دهغې غندنه هم وکړه، په کارخودا ده چې دغه پیښه په داسې مذلانه اوسپک ډول نوره نه وای  شاربله شوي، خو دلیبرالیزم فیسبوکي لیونیانو له دغې پیښې ببو جوړکړ.پر دغې پیښې د ډیبیټ پرمهال دلیبرالیزم او آمریکاي کولونالیزم فیسبوکي مدافعینو داخبره له پامه وغورځولي وه چې یوه بدمسته امریکاي یرغلګر په پنجواي کې هم زمونږ شپاړس تنه بیګناه هیوادوال چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو،په مرمیو غلبیل کړي او وروسته یې دهغوي زیاترو جسدونو ته اور اچولی وو. زمونږهاغو مظلوموشهیدانو هم پرمونږ حق درلود چې دغومره مو پسې ژړلي وای، خوله بده مرغه کله چې ځینوخواخوږو ځوانانو دپنجواي دشهیدانو په یاد پر فیسبوک یو ګروپ جوړکړ، دیرغلګرو د غوټوک خورو مدافعینو ددې لپاره چې دخلکو پام لدغه ګروپه واړوي، یوبل سخیف او مبتذل ګروپ یې جوړ کړ.

لنډه داچې دهلمند دټول وژني د پیښي شاربلو پرمهال دفیسبوکیانو دجنایت تله دهغې ترعاملینوډیره درنه ده. ځکه دپیښې عاملینو یواځې څوکورنۍ د ویر پر ټغر کینولې،خوفیسبوکیانو بیاله پیښې سره د خپل غیرمسئولانه ، بې منطقه او احمقانه چلن له امله د ټول ملت پرټپونو مالګې ودوړولې……….. 

دوهمه پیښه

دمیدان وردګ ولایت دسيد آباد ولسوالۍ د زرین خيلو په کلې کې یوه کلیوال دوه تنه پاکستاني طالبان هغه مهال پخپل کور کې ووژل چې هغوي ترې په زوره دلور کوژدن غوښتي وه.دتفصیلاتوتر مخه ښاغلي غلام محمد تردې وړاندې هم دوه ځله دپاکستاني طالبانو دغه غوښتنه رد کړي وه. دمیدان وردګو دوالي په دفتر کې یوې خبري غونډي ته ښاغلي غلام محمد چې دوه ژڼې زامن یې هم ترڅنګ ناست ووزیاته کړه چې پاکستاني طالبانو په وروستي ځل هغه ته ګواښ وکړ چې که لور ورنکړې نودجاسوسۍ په تور به مرۍ ترې غوڅه کړي. دمیدان وردګو والي ښاغلي حلیم فداي دغه مهال د حاتم طاي قبر پر لغته وواهه او نوموړي ته یي دیوه اندازه نغدو روپو او یوې نومرې ځمکې دورکړې اعلان وکړ. نوموړي داهم وویل چې له ښاغلي غلام محمد سره به په کار موندنه کې هم مرسته وکړي. درسنیز مسابقت په منډه بوختو رسنیو ته دغه خبر دشاربلو لپاره خوراغوړ اود پام وړ توکي ثابت شو.

دیو ایس ایډ په  سیروم دژوندیو رسنیو لپاره خو دا خبرد طالب ضد پروپاګنډې لپاره په زړه پوري “خام مواد” وو. 

هغه ورځ اونن چې لا هم پر دغه رسنیو نغري تاوده دي.

له بده مرغه د دغه خبر د نقلولو او خپرولو پر مهال یواځې او یواځې د هغه نفسیاتي اغیزښندني پر اړخ ډیر ټینګار وشو او له ژورنالیستک مسلکي پلوه پکې لاندي نیمګړتیاوي شته وې.

۱ـ خبر پر یوه اړخیزه ‌ډول دمیدان وردګو دوالي له خولې وچلول شو اود طالب لوري د دریځ مالومولو لپاره هیچا هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي ته د زنګ وهلو او یاهم بریښنالیک استولو زحمت ونکړ. د خبري غونډې پر مهال هیچا هم له ښاغلي نه دا ونه پوښتل چې آیا د نوموړي دغه ادعاء په خپله خوښه کوله او که دچاتر فشار لاندي وو، او داچې ریښتیا یې ویل او که درواغ؟

۲ـ تراوسه پورې دطالبانو تر واک لاندي سیمو کې داسې ‍پیښې ډیري کمی  راپور شوی اویاهم ښاي هیڅ راپور شوي دي نه وي چې طالبان دې له چا نه په زوره لور وغواړي او که هغه انکار وکړي طالبان دې ووژني، داډول پیښې که شوي هم وي انفرا‌دي بڼه لري او د طالبانو له رسمي پالیسي سره هیڅ تړاو نه لري.

له ولس سره دچلن په اړه طالبانو ته هر کال نوي لایحې ورکول کیږي اوله دا ډول کارونو په کلکه را ګرځول کیږي او که چیري دا ډول پیښي رامنځته هم شې، خورا سخت پلټیز اوجزايي پروسیجر لري. دپیښې د روایت پر مهال خبریالانو ته داهم په کار وه چې دغه اړخ یې هم په پای کې نیولی وای.

۳ـ دافغاني طالبانو له لورې د دا ډول ناوړه عمل ارتکاب موجه ګڼل کیدای شي. دطالبانو د لایحې سربیره ځینې داډول انفرادي پیښي له پامه نشي غورځول کیدلای. خو له بده مرغه دغه پیښه په پاکستاني طالبانو پورې تړل شویده.

پاکستاني طالبان به له دوو حالتونوخالي نه وي، یا به پنجابیان وي، یابه پښتانه. پنجابیان آن دری کاله پخوا لا دطالبانو له ليکو شړل شویدي او د طالبانو مشرتابه نظامي کمیسون ته خوراجدي امرکړی چې پنجابیانو ته پخپله لیکو کې ځای ورنکړي. نه یواځی دا بلکې پنجابیان آن دپاکستاني طالبانو په لیکو کې هم ځای نه لري.

که چیرې دغه پاکستانیان پښتانه وي.نو خبریالانوته په کار وه چې دغه پیښه یې له جنایي اړخه څیړلې وای.

پدې برخه کې دا پوښتني ډیري مهمې دي چې پاکستانيانود لور له پلارسره اړیکه څنګه ټینګه شوه؟ کور ته یې څرنګه ورغلل او پرلوریې څنګه مین شول؟

دباجوړ، دیر، سوات، پیښور، کوهاټ، بنو، ډیره، اورکزیو، باړې اووزیرستان طالبانو ته دا ډیره ناشوني ده چې دسیمې له ډیموګرافیک او ټولنیزکلتوري جوړښت سره سازش وکړي.

دوردګو په څیر یوې مشخصې قیافې اوژبه لرونکي سیمه کې د نورو سیمو خلک له ورایه پیژندل کیږي، او په تیره بیا که دغه خلک طالبان وي نو ښکاره ده چې هغوی په یوه سیمه کې تر ډیرې اوږدې مودې نشي پاتې کیدلای.دې حقیقت ته په کتلو سره دپیښې دمشکوکو عاملینو پاکستانیانو لپاره دانوره ګرانه ده چې د ښاغلې غلام محمد له لور سره یې په پټه د عاشقۍ تارغزولی وای.تر ټولو مهمه داچې پاکستاني طالبان، د طالبانو تر ټینګي څارني لاندي وي اوله هغوي نه دجبهوي او کمیني جګړو پرځای په ځینو ځانګړو تکنیکي عملیاتوکې کاراخلي.

خبریالانودپیښي دجریان کولو پرمهال له بده مرغه دغه پوښتنې بیخي له پامه غورځولي وې.

۴ـ بله داچې کورني څښتن ته به دلور دمرکې لپاره یو نه، دوه نه، ټول ګروپ ورغلی وي، ده چې دوه پاکستانیان وژل نودانورو شته طالبانو ولې غبرګون ښکاره نه کړ؟

اوداچې له پیښې وروسته دمقتولینو مړي څه شول؟ له عیني شاهدینو پوښتنه وشوه که څنګه؟ د عدلي طب او روغتون چارواکي وپوښتل شول کنه؟

قاتل د طالبانو له وژنې وروسته په سملاسي ډول ځان دملي اردو قرارګاه چې نژدې دملي اردو پوستې ته رسولی اوهلته یې پناه اخیستي ده. دملي اردو قرارګاه چې ده ته د یوې ساه په واټن کې پرته وه،نو په دغه سیمه کې طالبانو ته داډول ازادانه حرکت چې آن له خلکونه په زوره لوڼي وغواړي،څنګه ممکن توجیه کیدلای شي؟

۵ـ زه ګومان کوم اوخدای جل جلاله دې وکړې چې پدغه ګومان کې به غلط هم نه یم دغه پیښه دمیدان وردګو د والي ښاغلي حلیم فدایی ذهني اختراع ده. خو له بده مرغه دغه ژورنالیست دوالي د دغې پیښې په انجینرۍ کې ځینې ډیرې ستري تخنیکي تیروتني کړیدي.

خودا چې دوسله والو مخالفینو دمخ په زیاتیدونکو فعالیتونو له امله د ښاغلي والي دحکومتدارۍ دفعالیتونو ساحه محدوده شوي ده ځکه نو د دولت په پالیسي جوړونکو کړیو اوهمداراز په رسنیو کې دهغه یادونو کمرنګه اوبل منګي شوي وه. ښاغلي فداي غوښتل چې دیوه بې ساري رسنیز کمپاین له لاري (حکام بالا) ته دخپل وجود یو عاجزانه احساس ورکړي، ځکه یې نو د دې کار لپاره ترغلام محمد وړ کس اود طالبانو اوهغه هم پاکستانی طالبانو له لورې په زوره دهغه دلور د کوژدن کولو تر قضیې بله وړاو مناسبه قضیه په لاس نه ورغله. له فرصته یې ګټه پورته کړه اود دغه مطبوعاتي کنفرانس له لاري یې پریوه غشي دګڼو مرغیو ښکار کولو هڅه وکړه.

۶ـ داهم کیدای شي چې ښاغلي فدايي دي له خپل ژورنالیستکې سابقې اواوسني انتظامي صلاحیت نه په ګټه اخیستلو سره مدعي، کورنۍ او خیلخانې ته یې په لویدیځ کې دسیاسي پناه داخستلو ژمنه کړي وي. افغان دولتي چارواکو ته اوس دایو ګټوربزنس په لاس ورغلی. دیوه کیس پر سر شل زره ډالر اخیستل کیږي اوښاغلی فدايي چې د دغه مدعي کورنۍ شل کسان هم واستوي په ملیونونو ډالره جیب خرڅ کیږي.

ښکاره ده چې اوس مهال دطالبانو له لوري په ناموس دتجاوز، پر کور وسله وال یرغل خورا درانه او اغیزمن کیسو نه دي. ځکه نو ښاغلی والي دخپلو معامله دارانو client لپاره خورا وړ اوپه زړه پوري کیس جوړ کړ. اوس کتل په کار دي چې دغه case کله nature كيږي. خو زما ارمان دادې چې زمونږ خبریالان او فیسبوکیان دښاغلی فداي دبزنس مارکیټنګ لپاره څومره ارزانه او بې بیې کارل شول….

                                                          پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x