غزنی: اندړو کې د قومندان په ګډون اته اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د غزني امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه طالبانو د اندړو په ګنډېر کلي کې د اربکيانو په پوسته بريد وکړ او ۱۶ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د سرپرست والي وياند شفیق ننګ رسنیو ته وویل چې په دې جګړه کې د «پاڅونوالو» د یو قومندان په ګډون پنځه اربکيان او درې تنه طالبان وژل شوي دي.

د هغه په خبره طالبانو تېره شپه د اندړو په ګنډېر کلي کې د « پاڅونوالو » په پوسته بريد وکړ، چې په پر وژل شويو سربېره پکې درې اربکيان او پنځه طالبان ټپیان شوي دي.

طالبانو هم په یاده سیمه کې د جګړې خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې په ګنډېر کلي کې يې د اربکيانو بشپړه پوسته له منځه وړي او قومندان پاچا په ګډون يې اته تنه اربکيان وژلي دي.

طالبانو د خپلو ملګرو د مرګ ـ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د غزني په ناور ولسوالۍ کې هم د جګړې خبر ورکړل شوی دی، د دې ولسوالۍ ولسوال محمد جمعه وايي چې سلګونو طالبانو د دې ولسوالۍ په امنیتي پوستو بريد وکړ خو په وينا يې له مقاومت سره مخ شول.

طالبانو هم په ناور کې د جګړې تاييد کړی او ويلي يې دي چې یوه پوسته يې نيولې، یو ټانګ، درې عرادې موټر سایکل او ګڼ مهمات يې هم له ځانو سره وړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم د اندړو په د اربکيانو مهم قومندان عبدالله له خپلو نهو ملګرو سره ووژل شو، چې د سیمو د اوسېدونکو له قوله د عبدالله او پاچا په وژل کېدو په اندړو کې د اربکيانو حالت مخ په ځوړ دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
امين وردګ
میلمه
امين وردګ

د زمرى ((28)) امين وردګ موږ آزادى پېژنو ! د آزادۍ ورځ هم پېژنو ، او د آزادۍ د لمانځلو خلک خو لا ښه پسې پېژندلاى شو ؛ {اما نه هغه مهال آزاد شوى ياستو ، نه وروسته ، او نه هم اوس !} دا منو چې امان الله خان په دغې ورځ باندې له انګليس څخه د افغانستان د آزادۍ ((نوم)) واخيسته ……..! ولې مشکل دلته دى : چې موږ لا هم آزاد نشوو ، او د پخوا په پرتله لا پسې اجير ، او مزدور شوى هم يو ! “پاتې د نه وى !” امان الله خان هم… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

موږ تل په نورو خاورې اچوو، هیڅ یو مو هم نه خوښیږی. یایې د طالب په نوم توروو، یا هم د کمونست او فاشیست او یا هم د غربي ایډیالوژی پلوی. نه پوهیږم چې موږ څوک یو او څه غواړو؟؟؟

امین صاحب: سره لدې چې پوهیږو چې آزادي څه ده، بیاهم ځانونه د اسارت تر رسۍ لاندې غلي نیول څه معنی لري؟ زه بیا داوایم چې پخپله یې نشې ګټلای نو د پلار نیکه ګټنه خو لمانځه!