افغانستان

د بغلان د نظامي څارنوالۍ رييس ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د بغلان ولايت د نظامي څارنوالۍ رييس په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

عيني شاهدان وايي، چې د نظامي څارنوالۍ رييس ډګروال سيد منصور پلخمري ولسوالۍ کې نن سهار له خپل کوره د دفتر پر لور روان و، چې د قندو کارخونې ته څېرمې پرې ناڅرګندو وسله والو ډزې وکړې او نوموړی يې ځای پر ځای وواژه.

راپورونه وايي، چې بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

د بغلان ولايت امنيتي چارواکي د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې د نظامي څارنوالۍ رييس په خپل موټر کې د دفتر پر لور روان و، چې په بل موټر کې يو شمېر وسله وال له کوڅې پرې راووتل او پر نوموړي يې ناتاره ډزې پيل کړې.

ډګروال سيد منصور پر سر او څټ کې په ډزو لګېدلی و او ځای پر ځای وژل شوی دی.

د بغلان د پوليسو مشر ډګروال عبدالبشير رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د بريدګرو د نيولو او پېښې د پلټنې په موخه يې سيمې ته ځواکونه لېږلي، مګر د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x