نظــر

زه هم افغان يم!

man crying after blastزه افغان يم. شپږ زره کلن تاريخ او وياړونه لرم. نيکونو مې د هند له بحر څخه د بخارا تر کنډوالو پورې امپراطوري چلوله. په خپله خاوره مې څو لوی استعماري ځواکونه راڅملولي دي. اوس هم مبارزه کوم. وخت پر وخت پر بهرنيانو بريدونه کوم. په خپلو خو مې زور بر دی، د ورځې لس پنځلس جنت او دوزخ ته لېږم. د تار په مرسته د سرونو په پرې کولو کې ښه مهارت لرم. په پڅه چاړه حلالول هم ډېر ستونزمن نه دي. د واسکټ بريدونه څومره مزه کوي، پردي زامن دي، له ځان سره د يوه دوه پوليسو تر څنګ لس پنځلس ملکي وګړو وژل او د لسګونو ټپيان کېدل خو عادي خبره ده، دا جګړه ده، ورته پېښې خو پکې وي.

د دې تر څنګ کله ناکله سړک، ښوونځی او روغتون هم ورانوم. موږ ولې سړک، روغتون او ښوونځی ولرو؟ هماغسې په غرونو او خټينو کورونو کې له ناروغيو سره مقابله کوونکي ښه يو. خره ښه پرېمانه دي. د سپرلۍ او باروړلو لپاره په کږو وږو لارو ښه دي، نه تېل خوري او نه ډرېور غواړي. د موټرو په شان د کفارو په ناولو لاسونو هم نه دي جوړ شوي.

زه د نړۍ د جهاد سرلاری یم، وګورئ څومره نېکمرغه يم، د دې پر ځای چې زه ورپسې ورشم، بهرنيان په خپلو پښو زما خاورې ته راځي. دلته به جهاد تر قيامته روان وي، آخر دا خو د غيرت او مېړانې خاوره ده، د نړۍ نور مجاهدين به هم همدلته راځي. د ګاونډيو دې کور ودان وي، زموږ سره د خپلو مادي او معنوي مرستو سپما نه کوي.                            
****

زه هم افغان يم. په پورته يادو شوو وياړونو کې زه هم شريک يم. زه هم د خپل هېواد د ساتنې لپاره مبارزه کوم. زه تر بهرنيو سرتېرو هم غيرتي يم، د جګړې په ډګر کې تر هغوی د مخه يم. مخامخ کسان مې کليوال دي، د آکا زامن مې هم پکې دي، ولې دا چې هغوی پر ما ډزې کوي، زه هم بايد پر هغوی ډزې وکړم او وېې وژنم. نن شپه بيا پر يوه کلي بريد کوو، بهرنيو ملګرو راته سپارښتنه کړې ده، ښايي څو ترهګر او بم ايښودونکي په نښه کړو. د کلي لاره په ماينونو پوښل شوې ده، موږ به د هوا له لارې بريد کوو. د بهرنيانو هوايي ملاتړ راسره دی. له هغه پورې کلي پر موږ چا ډزې کړې وې، موږ هم ترې خپل بدل واخيست، د هاوان او راکټ په ګوليو مو په کلي کې د ترهګرو ځالې دړې وړې کړې.

بهرنيان دې خدای له هېواده زر نه وباسي، ښايي له وتلو وروسته ېې زما ژوند تريخ شي، هسې هم په کليو کې ملايان زموږ د مړو جنازې نه کوي او مړي مو په هديرو کې نه پرېږدي.
***

زه هم افغان يم. پورته وياړونه زما هم دي، خو اوس ېې په يادولو شرمېږم. نه وسله لرم او نه زور. له روسانو په غنيمت نېول شوې وسله مو څه طالبانو پاکستان ته واړوله، څه د ډایاګ او ډي ډي آر د لمبو خوراک شوه. نن بيا جګړه ده، له دواړو لوريو د اورېدونکو ګوليو تر منځ بند پاته یم. ماشوم زوی مې د شپې په بمبارۍ کې وژل شوی دی او له وروره مې هم وسله والو د جاسوس په نوم سر پرې کړ. د کلي ښوونځی مو سوځېدلی دی او بچيان مې نور زده کړه نه کوي. د کلي سړک مو او لوی پل مو هم په ماينونو الوتلی دی او اوس مې ناروغه مور روغتون ته نشم رسولای. کېدای شي په لنډو شپو کې ساه ورکړي.

زه له ژونده ستړی یم. که ږيره پرېږدم نو ترهګر یم او که خرييم ېې نو جاسوس او دولتی. په خپل کلي، کور او هېواد کې د ژوند کولو حق نلرم. له خپلو بچیانو هم پردی یم. زوی مې دا څو کلونه کيږي چې کور ته نه دی راغلی، هغه له دولت سره په ملګرتيا تورن دی، که راشي ښايي د سر خير ېې نه وي.

او زه هم افغان يم…
 
 محمود سعيد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x