افغانستان

طالبانو په بغلان کې نیول شوي سرتېري په ضمانتونو خوشې کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): طالبانو تر هغه وروسته چې د بغلان په ډنډغوري کې يې د ملي اردو یو نظامي مرکز او ۱۸ عسکر له څو ورځنۍ محاصرې وروسته ونیول، نن يې ټول نیول شوي عسکر د ضمانتونو په اخېستلو خوشې کړي دي.

د بغلان د ولایتي شورا رییس صفدر محسني ویلي چې د پلخمري ښار د زمري غونډۍ، د ډنډغوري د پوستک بازار پنځه ورځې د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې و او څومره چې دوی مرسته وغوښته، دولت ورته پاملرنه ونه کړه.

هغه پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ګواښ یې وکړ چې د «خلکو بچیان په خطر کې دي، خو تېره شپه دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له مقاومت وروسته د طالبانو لاسونو ته پرېوته».

محسني زیاته کړې چې شاوخوا ۲۰ ملي او سیمه ییز پولیس طالبانو نیولي او تازه معلومات دا دي چې ځينې عسکر د سیمه ییزو سپين ږیرو په منځګړتوب بېرته خوشې شوي.

ذبیح الله مجاهد هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د «اسلامي امارت د زړه سواندې پالیسۍ» له مخې یې هغه عسکر بېرته خوشې کړي چې د بغلان د پلخمري ولسوالۍ د شهرنو په قرارګاه کې دوی ته تسلیم شوي وو.

مجاهد زیاته کړې چې دغه کسان یې د سپین ږیرو په غوښتنه او ضمانت خوشې کړي او ژمنه یې ترې اخېستي چې بېرته به په هېڅ صورت دولتي لیکو ته نه ورګرځي، «د کفارو ملاتړ به نه کوي، د خپل هېواد او دین په وړاندې به له جګړې ځان ساتي».

مجاهد د دغو عسکرو د خوشې کولو لامل د دوی «خیرغوښتونکي پالیسي» ښودلې چې له مخې یې نه غواړي خلک وځوریږي، کورنۍ ویرجنې شي او میندې وژړیږي.

طالبانو تل غږ کړی چې له جګړې څخه د لاس اخیستو په صورت کې به امنیتي ځواکونو ته بښنه کوي.

د بغلان امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبدالبشیر د یادې سیمې سقوط په اړه ویلي چې تېره ورځ یې سیمې ته عسکر ولېږل او د کوښښونو سربېره سیمه طالبانو ونیوله.

هغه د دغې سیمه د سقوط لامل په سیمه کې ځنګلونه او نهرونه ښودلي او په وینا یې طالبانو سیمه کې ماینونه خښ کړي وو او له همدې کبله امنیتي ځواکونو ونشو کولای چې محاصره ماته کړي.

د رشید له قوله له مرکزه یې کومکي ځواکونه غوښتي څو سیمه بېرته له طالبانو ونیسي.

ډنډغوري سیمه د پلخمري خواته پرته ده او د روان کال د چنګاښ له ۲۰م راهیسې پرې طالبان حاکم دي.

طالبانو نېږدې یوه نیمه میاشت وړاندې په بدخشان کې نېږدې ۱۲۰ عسکر په یوې جګړه کې ونیول چې وروسته یې د قومي مخورو او سپین ږیرو په منځګړتوب بېرته خوشې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
habib amin

عجب طالب عجيبه طالب جان هغه متل دي يو بام دوه هوا ايا د شمال طالبان نسبت د پشتون ميشتو طالبانو نه با دركه با احساسه دي يا دا كومه بله لوبه د اي اس اي ده د جنوب طالبان يي طالم وحشي تربيه كري او د شمال طالبان يي بادركه با احساسه روزلي دي ايا دا يوه تو طيه د پنجابي وحشيانو او د پا كستاني كرنيلانو نده چه د جنوب طالب ته يي ويلي چه پشتون د تباه شي كورونه يي وروران كري ماشومان زنانه يي هم په امريكي اشفالگرو باندي ته طالب جانه ووژنه د بيچاره ولسي… نور لوستل »

غوربندی

سرليک کی عسکر نيول شوی یاد شوي خو د خبر په متن کی بیا تسلیم شوی یاد شوي.

محمد طاهر

عفوه دیر شه شی ده نسبت له انتقامه. عفوه په زرونو کی رحم اچوی او نور عسکر پولیس له جگری لاس اخلی یا حداقل تر اخره سلگی جگره نه کوی زکه امید د خوسی کیدو لری.زه خو پنجابی ته هیس اهمیت نه ورکوم چی دا لا سوک دی چی مونژه رهبری کری.داسی خبری کول هم خوند نه کوی سی پنجابی واوری او خوند ورنه واخلی.پنجابیان او د پاکستان حکومت په توله کی د انگریز لاس لاندی دی.هر هعه سوک چی پنجابی ته اهمیت قایلیژی په حقیقت کی له خپل تاریخه بی خبره ده.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x