افغانستان

د عبدرب الرسول سیاف په مشرۍ بله جهادي شورا اعلانېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د پخواني غړي، عبدرب الرسول سیاف په مشرۍ د پخوانیو مجاهدینو د نوې شورا د اعلانېدو خبر داسې مهال ورکړل شوی دی چې تېره اوونۍ د وږي په ۵مه، د ولسمشر غني پلوو پخوانیو مجاهدینو د «جهادي ګوندونو» شورا اعلان کړه.

تېره اوونۍ په ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي، احمدضیا مسعود، پخواني جهادي مشران او د ولسمشر د ټاکنیز ټیم غړي، صبغت الله مجددي او سیداحمد ګیلاني، د حزب اسلامي د شوراګانو مشر، محمد امین وقاد، د سولې په برخه کې د ولسمشر سلاکار، قطب الدین هلال، د پخواني ولسمشر دویم سلاکار، محمد کریم خلیلي، د هرات پخوانی والي، سید حسین انوري او ځینو نورو سیاسي څېرو په ګډون دغه شورا علان شوه. د یادولو وړ ده چې د دغې شورا ټول غړي په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د کمپاین غړي وو.

وړمه ورځ د دې شورا رهبري غړي، احمدضیا مسعود عبدرب الرسول سیاف سره هم کتلي وو. ځینې داسې ګنګوسې هم رسنیو کې خپرې شوې چې د یادې شورا اعلان د سیاف غوسه راپارولې ده. عبدرب الرسول سیاف په دې وروستیو کې پر ګډ حکومت توندې نیوکې کړې دي.

پرون عبدرب الرسول سیاف ته نژدې کس رسنیو ته د نوې شورا د اعلانېدو خبر ورکړی دی. ده ویلي چې دغه شورا به د ښاغلي سیاف په مشرۍ رامنځ ته کېږي.

new jihadi council
صبغت الله مجددي او سیداحمد ګیلاني تېره اوونۍ هم ورته جهادي شورا اعلان کړه

سیاف په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم نوماند و چې لږې رایې يې ترلاسه کړې.

عبدرب الرسول سیاف ته د نژدې کس په وینا، په نوې اعلانېدونکې شورا کې به د اسلامي دعوت ګوند مشر، عبدرب الرسول سیاف، د بلخ والي، عطامحمد نور، د وحدت اسلامي ګوند مشر او د اجراییه رييس دویم مرستیال، محمد محقق، د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر، محمد اسماعیل خان، د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني، د ملي دفاع پخوانی وزیر، بسم الله محمدي، پخواني جنګسالاران، امان الله ګذر او حضرت علي، د مشرانو جرګې رييس، فضل الهادي مسلمیار، د ولسي جرګې رييس، عبدالرووف ابراهیمي، د ولسي جرګې پخوانی مشر، محمد یونس قانوني او د حزب اسلامي د یوې څانګې مشر او د اقتصاد پخوانی وزیر، عبدالهادي ارغندیوال به غړيتوب لري.

سیاف ته نژدې دغې سرچینې ویلي: «دغه شورا سره له دې چې اپوزیسیون دی، خو د افغانستان د دفاع تګلاره به لري».
که چېرته نوې شورا د اپوزیسیون په توګه راڅرګندېږي، نو د اجرايیه رييس د دویم مرستیال، محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني او ځینو نورو حکومت کې شریکو څېرو ګډون به پوښتنې راوپاروي. په افغانستان کې پخوا هم د حامد کرزي د حکومت پر مهال د اپوزیسیون غړي به د حکومت برخوال هم وو.

د سیاسي ګوندونو ترمنځ د شوراګانو په نامه د نوو سیاسي جبهو راپورته کېدا د افغانستان سیاسي ډګر کې لوبې نورې هم تودې کړې دي. نوې سیاسي جبهې داسې مهال راپورته کېږي، چې له خوا یوې پر حکومت ورځ تر بلې نیوکې مخ په زیاتېدو دي او له بلې خوا طالبان توانېدلي چې د پخوا په پرتله چټک پرمختګونه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

سلام وروسته له سلامه محترمو سیاف هغه منافق انسان ده چی تر اوسه. بل په دنیا کې نشته همدغه بی عزت سیاف دی کابل ورانول شروع کړل. او چور چپاول ګ‌‌‌‌‌‌ډ کړو وهابیت همدغه بی دینه افغانستان ته راوست همدغه لعین شیطان او لعنتی محقق په زرهاو انسانان. له بین نه یوړل اوس یو ځل بیا دا دری څلور غله یوځایی کیږ چی یو ځل بیا ټول خلکونه ژوند واخلی باید ټول هیواد وال همدغه دی غلو ‌‌‌‌‌‌ډله محکمه کړی او له نړی وال سازمانو غوښتنه وکړی چی اول منافق سیاف. غل نور او قاتل او بیسواده محقق په دار… نور لوستل »

ا ح ا

په سالانه امتحانونو کي د ناکامو زده کوونکو د مشروطي امتحان نه اخيستل کيږي. دا خلګ په امتحان کي ناکام سول دا هغه خلګ دي چي دوستم ته يي د خالد بن وليد لقب ورکړ او دامريکا پر تړون يي خپل ملک پريښودي همدغه خلګو پر افغانستان باندي دامريکا ديرغل ملاتړ وکړي او افغان جهاد يي درببولو په مقابل خرڅ کړي.

بلاغ

د ملت رټل سوي څیري غواړی چې په یو ډول ځانونه مطرح کړي قسم قسم ښورواوی جوړوی دوی لره شرم به کاردی د ملت نور دوی په کار نه دی نه ملت دوی ته نور ارزښت ورکوی خذلهم الله تعالی

الحاج استاذ بیانزی

سیاف له اوله د ایساف او امریکا بچی وو ، دی شریعاتو فاکولته کی استاذ او امریکا ورته په اسلامیاتو کی د دکتوری اخستلو سکالرشیپ ورکولو ؟ مخکی له دی چه له کابله امریکا ته وتښتی کمونستان ورباندی پوه شول چه دی د لویدیز غلام دی د کابل په هوایی ډګر کی یی ونیوه ، د لویدیز استخباراتو یی په پل جرخی زندان کی ورله تابعه کوله یعنی دی په داسی یوه کوټه کی اوسیدلو چه په قالینو فرش وه ، تلویزون ورته ایښی ، نفرخدمت ورته اختیار کی وو ، دا هم مه هیروی چه حفیظ الله امین د… نور لوستل »

حامد

سياف محقق أونور ددوي ملكري فاسيدين دي دوي فه دي فوهيزي جه فه اولس كي دوي فه كومه اندازه منفور دي دوي فه كومه اندازه جنايات سرته ونه رسول دوي دوحشي امريكايانو دتانكونو او طيار رو فه زرو كابل ته راغلل كنه ملت خو دوي له صحني ايستلي وو اوسني كومه شورا جه دوي يي تركيب اعلان كري دي داهمغه مفسده مجموعه ده جه غواري له دي لاري فه ملت زانونه قبول كري تول دمافيا غري اودا شوراكاني يي مافيايي سازنانونه دي ترسو دوي دهمدغو سازمانونو له لاري خفل فه ملينونو دالرو سرمايوته جه له امريكايايانو او روسانو همدارنكه له… نور لوستل »

Yousaf

######
لطفا په پښتو یا دري ژبو مو تبصره ولیکئ. اداره

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x