ورزش

مالیزیا د اماراتو لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې د مالیزیا ۱۹ کلنو د اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې مالیزیا د اماراتو لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د مالیزیا لوبډلې وګټله او د اماراتو لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. اماراتو لوبډلې په ۲۰.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۵۳ منډې جوړې کړې.

د اماراتو د لوبډلې توپ وهوونکي د مالیزیا د لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل او هیڅ لوبغاړی ونه توانید زیاتې منډې جوړې کړي. محمد افصل ۸ منډو جوړولو سره د اماراتو د لوبډلې په توپ اچوونکی کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

د مالیزیا لوبډلې ټولو توپ اچوونکو پیاوړې لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د ځان ثابتولو فرصت ورنکړ. د مالیزیا لپاره سید عزیز پنځه، امر رحیم څلور او پوندیپ سینګ یوه ویکټه واخیسته.

د مالیزیا لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۴ اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سید عزیز غوره توپ وهنې په مرسته پوره او سیالې لوبډلې ته په پنځو ویکټو او ۲۱۶ توپونو ستره ماتې ورکړه.

د مالیزیا لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې یوازې سید عزیز ښه وځلید. سید عزیز په ۲۴ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۲ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډلې لپاره پونجا څلور او کاوي یوه ویکټه واخیسته. د اماراتو په توپ اچوونکو کې احسن علي خان تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل دوه اورونو کې دوه منډې ورکړې خو د ویکټې په اخیستلو بریالی نشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x