کندز کې اربکیانو پنځلس کلیوال شهیدان کړل

نن ټکی اسیا /۲۰۱۲/۹/۲ ــ له کندز ولایت څخه رارسیدلي راپورونه وایي چې ددې ولایت دمرکز مربوط دکنم په کلي کې دولتي اربکیانو نن سهار وختي ۱۵ عام افغانان ویشتلي او په شهادت رسولي دي . کلیوال وایي ، دغه وحشیانه جنایت دپخوانیو ګلم جم ملیشو دیوه قومندان قدیر کسانو کړی دی ، چې اوس یو ځل بیا دکرزي دحکومت لخوا مسلح شوي او په سیمه کې داربکیانو په نامه پوستې لري ، دکلیوالو په وینا تېره ورځ په همدې کلي کې دهمدې پوستې داربکیانو یو تن ووژل شو ، چې دادی نن سهار یې اربکیانو غچ له بي ګناه کلیوالو واخیست او پنځلس تنه یې په شهادت ورسول . دکنم دکلي دخلکو په وینا په بې دفاع کلي د اربکیانو دابرید خورا ظالمانه وه ، هغو ی ته چې په شنه سهار هرڅوک په مخه ورتلل نو ویشتل یي ، دوی ۱۵ تنه ووژل ، یو شمیر یې ټپیان کړل او ګڼ نور یې خپلې پوستې ته له ځانه سره یووړل . دکلي دخلکو په وینا دولتي چارواکي هڅه کوي پیښه له رسنیو پټه وساتي ، له همدې امله سیمه د دولتی سرتیرو لخوا محاصره شوې او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي ، چې له سیمې لیدنه وکړي . دیادونې وړ ده چې په کندز کې داربکیانو لخوا دا پیښه یوازینی جنایت نه دی ، بلکې تردې وړاندې هم په بیا بیا داسې راپورونه ورکړل شوي دي ، چې دکرزي دحکومت دغه اجیر ټوپکمار ( اربکیان ) په سړي تښتونو ، جنسي تیریو ، غلا او عامه قتلونو کې لاس لري .