افغانستان

طالبانو فارياب کې درې ستراتيژيکې سيمې نيولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): طالبانو فارياب ولايت کې د خواجه کتني په ګډون درې مهمې ستراتيژيکې سيمې له ګڼو پوځي وسايلو سره نيولي دي.

د راپورونو له مخې خواجه کتني ۱۵زره نفوس او نږدې ۲۲ کلي لري او له تېرو څو کالو راهيسې د طالبانو په واک وو او تېره مياشت، چې د ولسمشر لومړی مرستيال فارياب ته د طالبانو پر ضد عملياتو په موخه تللی و، طالبان له دغې سيمې په شا شوي وو، مګر تېره شپه يو ځل طالبانو دغه ستراتيژيکه سيمه بېرته ونيوله.

د طالبانو ځايي قوماندان د طالبانو رسمي ويبپاڼې «الامارة» سره په غږيزه مرکه کې ويلي، چې دوی د فارياب له ځينو سيمو تکتکي شاته تګ کړی و او اوس دوی بېرته هغه سيمې ټولې نيولي، چې څه موده وړاندې يې پريښې وې او د نور پرمختګ په حال کې دي.

ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازي پر امنيتي ځواکونو او جنرال دوستم نيوکې کوي، چې د طالبانو د ځپلو په نوم يې پرېمانه وسلې سيمې ته راوړې، مګر طالبان يې له سيمې پاک نه شو کړای.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال شيرين شاه منلې، چې خواجه کتني سيمې څخه د ملي اردو يو کنډک راوتلی او لامل يې دا ښودلی، چې د امنيتي ځواکونو د اوسېدو او د ژوند اسانتياوو د نه شتون له امله يې دغه سيمه خوشې کړې ده.

ولسي جرګه کې د فارياب د فارياب د خلکو استازي فتح الله قيصاري، چې د سيمې د اربکيانو مشري هم کوي، رسنيو ته ويلي، چې امنيتي ځواکونو دوی د طالبانو بريدونو ته په تش ډاګ پرېښي او ملي اردو له سيمې تېښته کړې ده.

قيصاري وايي، چې طالبانو د نښتې پر مهال د دوی درې نظامي موټر هم سوځولی دي.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري هم منلې، چې د ملي اردو ځواکونه له سميې تښتېدلي، يو ټانک، يوه رينجر او دوه لارۍ سپکې او درنې وسلې يې طالبانو ته پرېښي دي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، چې طالبان نن د ملي اردو په ټانک او رينجرو کې سپاره وو او په سيمه کې يې ګزمه کوله.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري زياتوي، چې طالبانو نن د دغې ولسوالۍ اخترخان بازار او چهار شنبه سيمې هم له امنيتي ځواکونو نیولي دي.

د ولسوال په وينا امنيتي ځواکونه له قيصاره د غورماچ ولسوالۍ ته په تېښته بريالي شوي دي.

جنرال دوستم له خپلو ګلمجم ملېشو سره له تېرې يوه مياشت راهيسې په فارياب کې و او ژمنه يې کړې وه، چې فارياب ولايت به د طالبانو له وجوده پاکوي، مګر د يوې مياشتې له تېرولو وروسته نوموړی تېره شپه کابل ته راستون شو او کومې سيمې چې طالبانو د لنډې مودې لپاره پرېښې وې، تېره شپه يې هغه سيمې بېرته
ونيولې.

تېره اونۍ هم طالبانو د شيرين تګاب ولسوالۍ استانه بابا ستراتيژيکه سيمه طالبانو ونيوله او نږدې دېرش سيمه ييز اربکيان يې ووژل.

تېره شپه، چې جنرال دوستم کابل ته راوګرځيده، رسنيو سره يې په خپلو خبرو کې د طالبانو د «ظلمونو» او ځواک په اړه خبرې کولې او زياته يې کړه، که دی فارياب ته نه وای تللی، نو فارياب به سقوط کړی وای.

جنرال دوستم خپل يو مياشتني عمليات بريالي وبلل او زياته يې کړه، چې فارياب يې له سقوطه د دفاع حالت کې پرېښود، مګر نوموړي تېره مياشت ګواښ کړی و، چې فارياب او شاوخوا ولايتونه به د طالبانو له وجوده پاکوي او تر هغو به له فارياب ولاړ نه شي تر څو يې چې طالبان له سيمې نه وي شړلي.

د کارپوهانو په اند د جنرال دوستم فعاليتونه يوازې د ځان ښودنې په موخه و او نوموړی په پخواني فکر سيمې ته تللی و، مګر له دومره پرېمانه وسايلو او ملېشو سربېره يې دغه عمليات ناکام و او هېڅ پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x