نظــر

دپنحاب سره حساسیت که سیاسي شعار

ابو بلال

تاسو اوخدای دروغ ونه وایئ چې تاسو رښتیا دپاکستان سره دښمني لرۍ   !!!

آیا تاسو غواړۍ له پاکستان سره دیودښمن  په توګه چلند وکړۍ  آیا تاسو په ځان کې هاغه توان انرژي اوهاغه نرتوب وینۍ چې ددې پنجاب پرضدیئ وکاروۍ   !!!

تاسو خپل ضمیرته مخاطب شۍ داسې خوبه نه وي چې دپنحاب پرضد چغې مو یواځې ددې لپاره وي چې داملت پرې احساساتي کړۍ اوخپله ورسره کباب اوشراب شړوپوۍ   !!!

تاسو اوخپل خدای دټاکنو په بهیرکې مو له همدې تورمخو امتیازات او ډالر نه دي اخیستي  !!!

تاسو لږ دا راته سپینه کړۍ چې تاسو دومره حساسیت هم لرۍ له پنجاب سره نو دفوځي تربیت په موخه مو ولې دا ځوانان  ددښمن پنحاب په لاس ورکړه ترڅو  تربیت یئ کړي اوبیا دخپل هیواد سره دښمنۍ ته ملا وتړي   !!!

او دا خبره هم سپینوو چې له پنجاب سره ستاسو داستخباراتي او امنیتي تړون ترنوم لاندې ژمنې او وعدې او په سرحداتو اوپولو ګډ عملیات ترسره کول دغلامۍ په معنی نه دي  !!!

اوداهم راته جوته کړۍ چې اوس مو ترخوا دا دنړۍ ستر زبر ځواکونه بدماشان او خدایان ولاړ دي نو که اوس له پنجاب څخه دځان  پوښتنه  نه شۍ کولای نو کوم وخت ورته مناسب ګڼۍ چې بیا له دوی  دځان  اوددې ملت  پوښتنه وکړۍ  !!!

نږدې میاشت کم زیات دمخه چې دا انسان دښمن جنرال دوستم شمال ته روان شو نو ډیر په تکبرانه ډول یئ وویئل کابل ته به ترهغې راستون نه شم چې شمال مې له طالبانو نه وي پاک کړی !!

نن چې یئ دطالب شازلمیئو ایماني  او اسلامي قوت ولیدو نو په کابل کې ځان په دې خلاصوي چې دادپاکستان کاردی نو ستا څه ملا ماته ده که یو پاکستان دهغوی ترشاه په پټه ولاړدی نو ستاسره خوهم دمور میړونه  اته څلویښت برچپه ولاړدي دا یو پنجاب دومره زرور شو چې ټولې نړۍ ته ګواښ دی نو ولې بیا دخپل اولسي طالب اومجاهد پرځای خپل توان او زور دهمدوی پرضد نه کاروۍ  او که چیرته دومره  زیات زرور وي چې آن امریکا ناټو اودنړۍ ټول قوتونه  چیلنج کولی شي نو بیا خو  دامریکا له خدایئ منلو درته همدا ښه او حقدار دی ځکه طاقتور هم اوګاونډي هم دی  !!!

تاسو داهم راته په قسم سره ووایئ چې تاسوته له دې اولسمشر مرستیال دوستم څخه  دوحشت بوی نه راځي تاسوته  ددوی هاغه پخواني دانسانیت اوافغانیت ضد کړنې هیرې دي  تاسو ددوی هغه وحشت هیر شو چې په قلعه جنګي کې اودشت لیلا کې یئ ژوندي انسانان  په کانتینرو کې بند او بیا یئ ترې لاندې اور ولګولو او انسانان یئ ژوندي وسوزول   !!!

تاسوته هاغه کیسې نه یادیږي چې دې وحشي او دانسان په شکل درنده او ځناور په شمال کې یواځې دپښتنو په جرم څومره پیغلې بې عزته او دډیرو عفتونه  عصمتونه یئ لوټ کړه  او آن دډیرو خولا مستند فلمونه شته چې کالي یئ ترې ایستلي  اوبیا یئ له ونو او دیوالونو سره نټ بوټ کړي زه ددې پورته پیښو ژوندي ګواهان لرم زړه مې اور کوي چې داسې یو وحشي دې زما دملت  مشري په غاړه ولري همدې ته جمهوریت او دیموکراسي وايئ  اوهمدې  ته  تاسو وطن جوړول او پرمختګ وایئ لعنت شه او په داسې مشرانو او په داسې پرمختګ شه   !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

څومره ترخه واقعیتونه او څومره عالی استنادونه! که هغوی سالم وجدان ولری نو باید جسماني انتحار هم وکړی حال دا چی سیاسی انتحار خو یې مخکی لا کړی دی . الله دې ظالم برباد او مظلوم ښاد کړی . الله دی محترم لیکوال ته د دې ترخه واقعیت د لیکلو په بدله کی ستر اجر عطا کړی، آمین.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x