د نن سرلیکنه

د جهادي شوراګانو په نوم نوي تشکیلات د کومو اغراضو لپاره ؟!

نن ټکی آسیا – سرمقاله: (سه شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت له جوړیدو څخه یوه میاشت کم یو کال تیریږي.

سره له دې چې دا حکومت د امریکایانو تر مستقیم وصایت او نظارت لاندې جوړ شو مګر په تیره یوه کال کې تر اوسه د خپلې کابینې په پوره کولو نه دی توانیدلی.
خو په کومه برخه کې چې په امریکایي مصالحو پوري مربوط دی بیا ډیرې لاسته راوړنې لري .

په ولسي خلګو د امریکايي ډرون الوتکو بمبارۍ، د شپې مهال د هغوی د کورونو تالاشي، د داعش ، مرګ ډله ، او ولسي پاڅونونو په نوم د نویو جګړه مارانو را پیدا کول ، د افغانانو تر منځ د قوم ، ژبې او سمت په نوم اختلافات را پارول، د دولتي لوړ پوړو چارواکو لخوا د ولسي شتمنیو لوټل ، په دولتي سیسټم کې د ګډ وډي ، بي نظمي او فساد ترویجول ، له هیواد څخه د بد امنۍ او بیکارۍ له وجې د سلګونو زره افغانانو تیښته او د هیواد په داخل کې د جګړو او ملیشه يي مظالمو له وجې د بیشمیره هیوادوالو اجباري مهاجرت … دا ټول د ګډ حکومت د یوه کلن بهیر خالص محصول دی چې افغانانو ته یې وړاندې کړی.

اوس په دې ټولو ناخوالو سر بیره د خارجي حلقاتو په لمسون د جهادي تنظیمونو په نوم د نویو تشکیلاتو رامنځته کول هم وار اضافه کیږي .

ګډ حکومت او د هغه له تخرګه راوتلي د جهادي تنظیمونو په نوم نوي تشکیلات په حقیقت کې ټول د امریکايي تخریبي پلانونو بله هغه مجموعه ده چې د افغان ولس د ټوټه کولو او ویشلو په نوم یې طرح کوي.

دغه تش په نوم جهادي تنظیمونه له تیرو ۱۵ کلونو راهیسي په بیلا بیلو نومونو د اشغالګرو لخوا وکارول شول، لومړی یې د افغانستان په اشغال کې د پلو ځواکونو په توګه وکارول، وروسته يي د غیر مسؤولو افرادو په حیث ډي، ډي، آر کړل وروسته يې ترې اربکي جوړ کړل او اوس يي د کومې بلې استعماري پروژې د عملې کولو لپاره د جهادي شوراګانو په نوم مطرح کوي .

دغه ډول سازشي تشکیلات او د هغوی معلوم الحاله کرکترونه پرته له دې چې د اجنبي اهدافو د تحقق لپاره یو بل تنظیمي تورم وبلل شي د هیواد په سیاسي صحنه کې د ملت د مصلحت لپاره ترې د بل هیڅ ښیګڼې توقع نشي کیدلای .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

تشویش مه ورته کوی ، دا د امریکا د ډیموکرات ګوند د پلویانو لخوا د امریکا د جمهوریت غوښتونکو د پلویانو د جهادی ډلی چی مشری یی استاد سیاف کوی لپاره بدیل جوړول دی . یعنی د سیاف جهادی ډله د جمهوریت غوښتونکو جهادی شورا ده او دا نوی جوړیدونکی شورا به د ډیموکراتانو شورا وی او که په بله ژبه ووایم او د افغانستان په داخل کی د صوفی کړیو نومونه یاد کړم نو دا د نقشبندیی د طریقت لخوا څخه د صفوی تریقت په خلاف د صفوی جهادی شورا لپاره د بدیل رامنځته کول دی یعنی نقشبندیه غواړی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

مفکر صاحب کله کله پاخه کارونه هم کوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x