افغانستان

ولسمشر: فساد به په «ملي جهاد» له منځه وړو – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني د دیني عالمانو څخه د یوې غونډي په ترڅ کې وغوښتل چې د فساد په خلاف «ملي جهاد» ته د افغانستان ولس اماده کړي او د فساد پر خلاف یې خپل په زړو وعدو باندي ټینګار وکړ.

نوموړي نن په کابل کې د فساد په خلاف د افغانستان د عالمانو شورا په غونډه کې وویل چې افغانستان د نړۍ په کچه یو د هغو هیوادونو څخه شمېرل کیږي چیري چي فساد اوج ته رسیدلی، چیري چي حکومتي چارواکي، زورواکي او قاچاق وړونکي په پراخه پيمانه په فساد کې ښکېل دي.

نوموړي د فساد په وړاندي خپل د مبارزې یوې کلنۍ دورې ټوله پړه پر امنیتي وضعیت باندي واچول، او زیاته یې کړه چې دغه جګړو د اصلاحاتو فرصت کم کړ.

اشرف غني وویل چې فساد دوی ته په میراث کې پاته دی، او دا باید درک شي چې د تیرو څلویښتو کلونو میراث ژر له منځه نه شي وړای.

نوموړي وویل چې په ټول هیواد کې دولتي قراردادونه د فساد لپاره مهمه سرچینه بلل کیږي، او دولتي پروژې پر وخت او سمه توګه نه عملي کیږي، چې دوی به دغه کارونه د وخت په تیریدو سره سم کړي.

اشرف غني د کورنیو تولیداتو پر وده باندي ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې له دې وروسته باید ۱۵ سلنه دولتي قراردادونه کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي. او زیاته یې کړه چې یوازي د ملي اردو او پولیسو لپاره له بیرونه د ۵۰ ملیونه ډالرو غوښه واردیږي.

هغه د عالمانو څخه وغوښتل چې د مساجدو او دیني وعظونو له لاري خلک دې ته اماده کړي چې چاته رشوت ور نه کړي، او د فساد په خلاف هغوی ملي جهاد ته را وبولي.

باید وویل شي چې د نړیوالو څیړنیزو مرکزونو له لاري وروستیو څیړنو ښودلی چې افغانستان د نړۍ په کچه د صومال، منځنۍ افریقا او سوډان وروسته څلورم هیواد دی چی زیات فساد په کښي خپور دی.

ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د غنی د متفکر نوم د فساد لمړی تحفه ده د خارجیانو د فساد د پاره ورته دا نوم ورکړی شو . دوهم : د ع او غ په نوم دوه جمهور ریسان په یوه هیواد کی د فساد بله تحفه ده . دریم : رولا غنی او اشرف غنی چه د دی هیواد تابعت نه لری او رولا غنی غیسوی او د بل هیواد ده د غنی د عیاشیو باښه ده د فساد بله ایننه ده . غنی د نحیب د ترور زوی او هم عقیده ، او عبدالله د ببرک او بیا د مسعود بچه بیرش وو او… نور لوستل »

حامد

غني صاحب ستا بي غيرته روحيي ديوه سترفساد تغرهوار كر تا له ديره ويري عبدالله ته اجرايه رياست ومانه ديوه جدا جمهوري رياست تشكيل او مصارف دي ورته ومنل تا فه دي كار سره دهغه اولس فه ستركوكي خاوري ورواجولي جه تاسوته يي رايي دركري وي ته أوس دومره كمزوري يي جه ان اولس ته د اليكترونيكي تذكرو كي داسلام او افغان كليمي دليكلو داد هم نه شي وركولاي تا بي غيرته دانتخاباتو خفلواك كميسيون هم دمعاملي شكار وكرزاوو اوس ته بيجاره داواك هم نلري جه دانتخاباتوداصلاح كميسيون يا يي لاري ته راولي او يايي لغوه كري فه دي نظام… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x