دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت (یو دیرشمه برخه)

ليکوال: م. محمد نعيم

امام طبري رحمه الله وايي: که څوک له مونږ نه پوښتنه وکړي چې د الله جل جلاله په دې قول کې چې: ( ولا تقولوا لمن يُقتل في سبيل الله أمواتٌ بل أحياء ) د شهید لپاره ځانګړنه ده چې له شهید پرته نورو ته نشته؟ ځکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ګڼ روایتونه راغلي چې له مرګ نه وروسته د مومنانو او کفارو حال بیانوي، د مومنانو په اړه راځي چې له قبرونو څخه یې جنت ته دروازې پرانیستل کېږي، چې د جنت خوشبويي ورته راځي، او له ښکلو منظرو یې خوند اخلي، او د قیامت د ورځې زر راتلل غواړي تر څو خپلو هستوګنځو ته ورشي، او هلته له خپلو کورونو او اولادونو سره یو ځای شي، او د کفارو په اړه راځي چې له قبرونو څخه به یې دوزخ ته دروازې پرانیستل کېږي، اورونو ته به ګوري، بدبويي به یې ورته راځي، او بدې منظرې به یې ځوروي، او د قیامت تر ورځې به د عذاب ملکې پرې ګومارل کېږي، دوی به دقیامت د ورځې وروستوالی غواړي، تر څو هغو هستوګنځیو ته ور نشي چې الله جل جلاله په دوزخ کې ورته تیار کړي دي. دېته ورته نور ګڼ روایتونه راغلي.

هر کله چې په دې اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ګڼ روایات راغلي، نو بیا هغه څه دي چې د شهید لپاره ځانګړي کړل شوي دي؟ او نورو انسانانو ته نشته؟ دا ثابت حقیقت دی چې کفار به د برزخ په ژوند کې کړول کېږي او مومنان به له ګڼو نعمتونو څخه برخمن وي. نو د شهید ځانګړنه په څه کې ده؟

ځواب دا دی چې هغه څه چې الله جل جلاله شهیدانو ته ځانګړي کړي، او نور مسلمانان یې د هغوی له حاله په ځانګړي ډول خبر کړي هغه دا دي چې شهیدانو ته د برزخ په ژوند کې، د قیامت له ورځې مخکې د جنت خوراکونه ور کول کېږي، هغه نعمتونه به ور کول کېږي، چې نور مسلمانان به د قیامت له ورځې وروسته ورڅخه برخمن کېږي، یوازې شهید دی چې د برزخ په ژوند کې د جنت خواړه او څښاک ور کول کېږي، نو دا هغه ځانګړنه ده چې الله جل جلاله شهیدان پرې نازولي او خلک یې له دې ځانګړنې څخه خبر کړي.

دا چې د شهیدانو ژوند څه ډول ژوند دی؟ کومه روزي او نورو نعمتونه چې شهید ته ور کول کېږي، د شهید بدن ته رسي که یې یوازې روح ته؟ په دې اړه امام الوسي رحمه الله داسې وايي: ( واختلف في هذه الحياة . فذهب كثير من السلف إلى أنها حقيقة بالروح والجسد ولكنا لا ندركها في هذه النشأة ، واستدلوا بسياق قوله تعالى : { عِندَ رَبّهِمْ يُرْزَقُونَ } [ آل عمران : 196 ] وبأن الحياة الروحانية التي ليست بالجسد ليست من خواصهم فلا يكون لهم امتياز بذلك على من عداهم )
ژباړه: ددې ژوند په اړه مختلف نظرونه دي، ډېری سلف په دې نظر دي چې دا ريښتونی ژوند دی، له روح او جسد دواړو سره، خو مونږ په دې دنیا کې نه پرې پوهېږو، او بیا یې د الله جل جلاله په دې قول استدلال کړی چې وايي: (عِندَ رَبّهِمْ يُرْزَقُونَ ) د خپل رب په وړاندې روزي ور کول کېږي. او بل دا چې هغه روحاني ژوند چې بدن برخه پکې ونه لري، د شهیدانو له ځانګړنو څخه نه دی، ځکه دا ډول ژوند له شهیدانو پرته نور و ته هم ور کړل شوی، نو په دې توګه بیا د شهید له نورو خلکو نه کوم امتیاز نشته!

که په غور فکر وشي، ډېره پخه او پر ځای خبره ده؛ ځکه په برزخ کې روحاني ژوند یوازې د شهید ځانګړتیا نه ده، هر نیک عمله مومن په برزخ کې له روحاني ژوند څخه برخمنېږي، لکه په ګڼو احادیثو کې چې راغلي، او تر ټولو مشهور یې هغه دی چې د نیکر او منکر د پوښتنو په اړه راغلی، چې کله مومن بنده هغو درې پوښتنو ته سم ځواب ور کړي، نو قبر یې ښه ورته پراخه شي، د جنت په لوري یوه دريڅه ورته را پرانیستل شي، او د جنت خوشبويي او ښکلی منظر هر وخت ویني. او په ځینو روایاتو کې راځي چې څوک سورت الملک هر بیګاه لولي قبر به یې روښانه وي، ديته ورته نور هم ډېر روایات راغلي.

مطلب دا چې په برزخ کې روحاني ژوند د شهید ځانګړتیا نه ده، او حال دا چې الله جل جلاله په دې مبارک آیت کریمه کې یوازې د شهیدانو په اړه ویلي چې مړه نه دي، مړه مه ورته وایئ! بلکې ژوندي دي، خو تاسو په دې ژوند نه پوهېږئ! په دې معنی چې دا ژوند د شهیدانو داسې ځانګړتیا ده چې بل څوک یې نه لري، که دشهیدانو ژوند د تصور، معمول او عقل له چمبې بهر یو ځانګړی ژوند نه وی، الله جل جلاله به په قرآن کریم کې په ځانګړي ډول نه یاداوه، او نه به یې خلکو ته حکم کاوه چې شهیدانو ته مړه مه وایئ! له همدې نه څرګندېږي چې د شهیدانو ژوند داسې یو ژوند دی چې د معمول، عقل او تصور له چمبې بهر دی. او دا یوازې تر شهیدانو بورې ځانګړي ژوند دی.

امام الوسي رحمه الله وروسته پسې وايي چې ځینې علماء په دې نظر دي چې د شهیدانو ژوند روحاني ژوند دی، او ځانګړتیا یوازې ژوند نه دی، بلکې له ژوند سره سره الله جل جلاله ته نږدیکت هم ور سره دی، چې دا بیا هر چا ته نه دی ور کړل شوی. ور پسې ځینې نور اقوال هم راوړي، خو په پای کې وايي چې: ( ولا يخفى أن هذه الأقوال ما عدا الأولين في غاية الضعف بل نهاية البطلان ، والمشهور ترجيح القول الأول ، ونسب إلى ابن عباس ، وقتادة ومجاهد والحسن وعمرو بن عبيد وواصل بن عطاء والجبائي والرماني ، وجماعة من المفسرين لكنهم اختلفوا في المراد بالجسد ، فقيل : هو هذا الجسد الذي هدمت بنيته بالقتل ولا يعجز الله تعالى أن يحل به حياة تكون سبب الحس والإدراك وإن كنا نراه رمة مطروحة على الأرض لا يتصرف ولا يرى فيه شيء من علامات الأحياء )

پټه نه ده چې له لومړنیو دوو قولونو څخه نور ټول خورا کمزوري بلکې بې بنسټه دي، او مشهوره خبره د لومړني قول ترجیح ده، چې ابن عباس، قتادة، مجاهد، حسن بصري، عمرو بن عبید، واصل بن عطاء جبائي، رماني او د مفسرینو یوې ډلې رحمة الله علیهم، ته یې نسبت شوی. خو بیا په دې کې اختلاف سره لري چې له بدن څخه کوم بدن مراد دی؟ داسې ویل شوي چې همدا بدن به وي، کوم چې په وژلو سره له منځه تللی، او دا الله جل جلاله ته ستونزمنه نه ده چې داسې ژوند پکې واچوي چې د حس او ادراک لامل دې وګرځي، که څه هم چې مونږ ته د ځمکې پر سر بې حرکته ټوټه ښکاري، نه حرکت کولی شي او نه د ژوندیو کومه نښه پکې تر سترګو کېږي، په یو حدیث شریف کې راغلي: ( مومن بنده ته د سترګو د لید په کچه قبر پراخېږي، او ورته ویل کېږي داسې ویده شه لکه ناوې! )

م. محمد نعیم

نور بیا….

ددې لیکني ټولي برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x