ادبي لیکني

ادبي ليكونه: قهرمان ژوند! – قتيل خوږياڼى

نقاد شاعر، چې د ژوندانه له نا وړه حالت څخه ترسپوږمو راغلى و او د رنځيدلي ژوندانه  د ځوروونکو شرايطو له لاسه پکو شوى و، پر خپل ژوندانه يې داسې ور ودانگل :

مانه د ژوند پوښتنه مه کړه
زه په ژوند تا وان يم
که ژوند په ما باندې تا وان واى
ما به يې واک درلودى

حقيقت دادى، چې په دې اړه د شاعرغصه په ځا ى ده؛ شاعر د نظرخاوندان دغه اصل ته متوجه کوي، چې:

ژوند پرانسان باريدل او انسان پر ژوند باريدل دوه بېل بېل مفهومه دي. پرچا، چې ژوند بار وي هغه د عمل په ډگر کې د غښتلي قهرمان او د تا ريخ جوړوونکي فرد په څېر د ژوند لوبه پرمخ بيايي، په دغه لارکې موجودو لوړو ژورو ته ارزښت نه ورکوي؛ په پوره متانت مخ په وړاندې گامونه پورته کوي او خپل وړاندې تگ ته لاره سموي، هيڅ رازخنډونه يې مخه نه شي نيولى او نه د شرايطو له رواجه لويدلى شي.

انسان ازاد زيږدلى او په ازاد ډول د ژوند کولو حق لري. څوک، چې د دغې ازادۍ او خپلواکۍ په لا ره كې خنډ گرزي، انقلابي احساس يې ظالم او د نورو مشروعو او روا حقوقو ښکاره تېرى کوونکى بولي؛ خو د دغه راز ظالم څپېړې وهلى مظلوم هغې کوچنۍ ونې ته ورته دى، چې د يوې لويې ونې ترسيوري لاندې راغلى وي؛ د ودې او نمو ټول غذايي مواد يې د لويې ونې رگونه او ريښې ځانته راکاږي او خپل ځان نورهم ورباندې قوي کوي او پنځوي، خو کوچنۍ ونې ته پرته له دې، چې په پسرلي کې يې پاڼې زيړې وې نو رڅه نه وي حا صل.

دغه راز اجتماعي نا برابري او بې عدالتي، انساني هدفمن ژوند نه شي منلى. منلى څه، چې ژوند جوړوونکي او سموونکي يې له پلو او ريښو څخه باسي، د سالارۍ او د بل په وينو اوغوښو پړسيدلي ژوندانه ته يې خاتمه ورکوي او د ظلم څپېړې وهونکى د ژوندانه په لا ر برابروي، شليدلى گريوان يې د ظالم له لاسه خلا صوي او د دې حق ورکوي، چې د خپل ژوندانه اړتياوې د خپل فکر او مټو په زور پوره کاندي او کمزوري اړخونه يې له پښو غورزولى وي؛ خو څوک، چې په ژوند تا وان وي او ژوند غريب يې له پښو غووزولى وي  د مفت خورو او طفيلي ژوندانه د څښتنانو په څېر د عمل په ډگر کې رسو اکيږي او په پاى کې له منځه ځي.

شاعرحق لري، چې دغه راز مفت خور او د طفيلي ژوندانه څښتنان د ژوندانه پراهميت او ارزښت وپوهوي او په دې ستر راز يې خبر کاندي چې :

(( دهرچا ارزښت د هغه په عمل او کا رپوري تړلى دى )).

که څوک دا خيا ل لري، چې په نړۍ کې په برياليتوب ژوند وکړي؛ هغه د خپل ژوند د سمښت او سمبالښت لپاره په زړه پورې کارکوي او په شرميدلي حالت به يې نه پريږدي؛ ټکنده او سوزوونکې غرمه کې به لاسونه پولۍ کوي او له تندي څخه به د خولو رودونه بهوي، چې د خپل ژوندانه چاپېريال د همدغو خولو پر رودونو سمسور کړي او د خپل ژوندانه راتلونکې په داسې توگه جوړه کاندي، چې انساني ژوند يې غواړي.

ژوند د مبا رزې او په پرلپسې توگه د مجادلې ډگردى، په دغه ډگرکې به هغه څوک بريالى وي، چې له پېښو او حوادثو څخه وېره نه لري او د ميړاني قهرمان په څېر پرمخ ځي او ځان هسک او او چت انساني  مقام ته رسوي؛ ځکه د دغه انسان د لا س هره تڼاکه هغې مرغلري ته ورته ده، چې د ژوندانه لار سموي د ژوندانه له سره بلا  ليرې کوي او په پوره نيکمرغۍ او هوساينه کې يې شپې سبا کولو لپاره چمتوکوي.

په ژوند تا وان هغه خلک((غوښين مرتبانونه )) دي، چې له نمود او نمايش څخه پرته نورڅه ترې په لا س نه راځي.

قهرمان ژوند له دغه راز ناخواليو سره په نره جنگيږي او ترخپل ميړاني قدم لاندې يې چتوي.

د رپانده  رپو(بيرغونو) په قهرمان ټاټوبې کې هغه څوک د اوسيدلو حق نه لري، چې په ژوند تاوان وي او يا يې ټول عمر د بل گټې ته سترگي نيولي وي او د بل د لاسونو تڼاکو او د تندي د خولو پرمحصو ل د عيش او عشرت محفلونه جوړوي. د مستۍ او بيهوشۍ په شرميدلي جها ن کې د بېوزلو او غريبو انسانانو د لاس په پوليو او د تندي په خولو د ده  د عيش د څو پوړيزه ودانۍ خښته نه وي ايښودل شوې .

په درنښت
قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x