ورزش

هندوستان وروستۍ لوبې ګټلو سره د ټیسټ لوبو لړۍ هم وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۹مه ۱۳۹۴ل): نن د هندوستان او سریلانکا د لوبډلو تر منځ وروستۍ ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغې لوبې کې هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته په ۱۱۷ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او هندوستان ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. هندوستان لومړی وار توپ وهنې کې په ۱۰۰.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۲ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره پوجارا تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. پوجارا په ۲۸۹ توپونو د څوارلسو څلوریزو په مرسته ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. میشرا هم په ۸۷ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۹ منډو جوړولو سره ښه وځلید.

د سریلانکا لوبډلې لپاره لومړی وار توپ اچونې کې پراساد څلور، هیرات درې او پرادیپ، متیوز او کاوشال یوه یوه ویکټه واخیسته. متیوز خپل ۱۳ اورونو کې یوازې ۲۴ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

د سریلانکا د لوبډلې توپ وهوونکي خپل لومړی وار توپ وهنې کې ښه لوبه ونکړه او د هندوستان د توپ اچوونکو ښکار شول. سریلانکا په ۵۲.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره پرېرا په ۵۶ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۵۵ او هیرات په ۸۴ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د هندوستان لوبډلې لپاره لومړی وار توپ وهنې کې شرما پنځه، بیني او میشرا دوه دوه او یادف یوه ویکټه واخیسته. یادف خپل ۸ اورونو کې ۳۳ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

د هندوستان لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنې کې په ۷۶ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۳۸۶ منډو هدف وټاکه.

د هندوستان لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې شرما په ۷۲ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰، اشوین په ۸۷ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۸ او بیني په ۶۲ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې پراساد او پرایدیپ څلور څلور او هیرات یوه ویکټه واخیسته. متیوز یو ځل بیا خپل ۶ اورونو کې ۱۱ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی لوبغاړی شو خو د ویکټې په اخیستلو بریالی نشو.

د سریلانکا لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ۸۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د متیوز او پریرا غوره توپ وهنې په مرسته ۲۶۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د سریلانکا لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې متیوز په ۲۴۰ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۱۱۰ او پریرا په ۱۰۶ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۷۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د هندوستان لوبډلې لپاره اشوین څلور، شرما درې، یادف دوه او میشرا یوه ویکټه واخیسته. شرما خپل ۱۹ اورونو کې یوازې ۳۲ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x