نظــر

د جنرال دوستم او پسرلي اکا د زامنو خرۀ درواغ

مجاهد قلموال

همدا اوس مي د پسرلي اکا د زامنو په دروغ پاڼه تاند ویب سایټ کې یو خبر ولید چې د فاریاب د ګریزي جنرال عبدالرشید دوستم له قوله یي لیکلي چې دوستم وایي: د طالبانو اوسنی مشر له ماسره بندي و او ماته به یي د نورو طالب زندانیانو جاسوسي کوله .

وایي مړی چې خدای شرموي په تخته یې باد پرې سي په دې خبر خپرولو کې هم الله تعالی دوستم او د پسرلي اکا دروغجن زامن الله تعالی همداسې شرمولي او داسې خبر یي خپور کړی چې دروغوالی یي د لمر غوندې روښانه دی.

زما یقین دی چې دا خبره به دوستم نه وي کړې ځکه دوستم پوهیږي چې اختر محمد منصور یوه شیبه هم له ده سره د بندي په توګه نه دی اوسیدلی، نوځکه ویلی شو چې دغه شرموونکي ډنډوره د پسرلي اکا زوذات له خپله ځانه جوړې کړې، چې له دې ناخبره دي چې آیا ملا اختر محمد منصور له دوستم سره د بندي په حیث اوسیدلی دی او کنه ؟

حقیقت دادی چې ملا اختر محمد منصور د دوستم په لاس کله هم نه دی بندي شوی،بلکې یوازې شپږ میاشتې ددوستم د ستر حریف جنرال مالک په لاس بندي شوی و.

کله چې د۱۹۹۷ م کال په جون کې جنرال مالک له طالبانو سره ایتلاف وکړ او په یوه کودتایي حرکت سره یي په شمالي ولایاتو ددوستم سلطه پای ته ورسوله دوستم ترکیې ته وتښتېداو د شمال د ټولو ولایاتو واک د جنرال مالک لاس ته ورغی، وروسته جنرال مالک د حزب وحدت او جمعیت سره په ګډه دسیسه په طالبانو کودتا وکړه ، ډیر طالبان یي ونیول او ووژل او د ملا عبدالرزاق، ملا اخترمحمد منصور، ملا صادق او ځینو نورو مشرانو په ګډون یي یو شمیر طالب مشران د بندیانو په حیث له ځان سره وساتل.

د طالبانو دغه مشران له جنرال مالک سره بندیان و چې شپږ میاشتې بعد یعنې دهمدې کال د نومبر په لومړیو کې جنرال دوستم یوځل بیا مزار شریف ته راغی قلعه جنګي یي ترواک لاندې راوسته او له همدې ځایه د جنرال مالک په خلاف عملیات پیل کړل، د جنرال دوستم ملګرو د جنرال مالک کسان له مزار څخه وایستل او وروسته یي شبرغان هم ترې ونیو،جنرال مالک دخپل شاتګ په مهال د طالبانو بندي مشران ملا اختر محمد منصور، عبدالرزاق او ملا صادق هم له ځان سره انتقالول، تردې چې جنرال مالک تر فاریاب پورې په شا شو.

مؤرخ حاجي ولي محمد د افغانستان پیښلیک په دوهم ټوک ۲۴۷ صفحه کې د هغو ورځو جریان د امریکا غږ راډیو له قوله داسې لیکلی دی .

۱۹۹۷ کال د نومبر ۲۲ مه

د جنرال دوستم ځواکونو د جنرال عبدالمالک او دده د ورور ګل محمد پهلوان وروستي پاخه مرکزونه د میمنې ښار او د شرین تګاب ولسوالۍ ونیول، جنرال مالک او ورور یي د طالبانو یو شمیر مشران زندانیان خوشي کړل او دوی ترکمنستان ته وتښتیدل د هغه ځایه به ایران ته ولاړ شي.

په ورپسې بله صفحه کې د نومبر د ۲۴ مې جریان یي داسې لیکلی :د هرات پخوانی والي ملا عبدالرزاق،د طالبانود ملکي هوانورۍ وزارت سرپرست مولوي اختر محمد منصور ا و د قیادي شورا غړ ملا محمد صادق چې د جنرال عبدالمالک سره زندانیان وو،ځانونه یي دبادغیس طالبانو ته ورسول ایران ته دتيښتې پر وخت جنرال عبدالمالک دوی پرلاره خوشي کړي وو .

له دې تاریخي مستندو شواهدو څخه څرګنده شوه چې اخترمحمد منصور کله هم له جنرال دوستم سره ندی بندي شوی، نوموړی د مزار شریف د دردناکې پیښې په مهال جنرال مالک ونیو او بیا شپږ میاشتې بعد چې دجنرال مالک واکمني ختمه شوه نو له فاریاب څخه ترکمنستان ته د تيښتې په مهال یي له نورو طالب مشرانو سره یوځای ازاد کړ.

دې ته په پام سره نه پوهیږو د پسرلي اکا زامن د تاند ویب پاڼې چلوونکي په کوم اساس دا خبره کوي چې اختر محمد منصور په زندان کې دوستم ته جاسوسي کوله، هغه چې له دوستم سره بندي شوی نه دی نو د زندانیانو د جاسوسي خو هیڅ امکان نه پیدا کیږي .

وایي ناخبره د مرکې لېوه وي . د پسرلي اکا زوذات چې ځانونه خبریالان او په دنیا خبر خلک هم بولي مګر په دې هم نه دي خبر چې آیا اخترمحمد منصور په ۱۹۹۷ م کال کې بندي شوی و که په ۲۰۰۱م کال کې .

دوی د ناخبره تخم فکر کوي چې ملا منصور په وروستي ځل هلته بندي شوی دی نوځکه یي لیکلي (د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د امریکا له لوري د طالبانو د رژیم د پرزېدو په مهال په زرګونو طالب بندیان جنرال دوستم او د شمال ټلوالې نورو غړیو ته په لاس ورغلل چې اکثره یې په خورا په بې رحمۍ په ډله ییز ډول ووژل شول. د اسیر شویو طالبانو په منځ کې د دوی ځیني مهم مشران هم شامل ول.

د پسرلي اکا زامنو او خصوصا عصمت څاروان ته دې معلومه وي چې لږ ځان په حقائقو خبر کړی، ملا اختر محمد منصور په ۲۰۰۱ م کال کې په شمال کې هیڅ فعالیت نه دی درلودلی او نه هم هلته بندی شوی دی نوموړی یوازې په ۱۹۹۷ م کال کې په شمال کې بندي شوی و هغه هم د جنرال مالک په لاس نه د جنرال دوستم په لاس .

نو دې ته په پام سره ستاسو د افتراء دروغوالی دلمر غوندې واضح دی لطفا که په مخ پوزه او د شرم سترګې لرئ ښکته وګورئ، ذله شئ او په ځمکه ننوزی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak.khan

نور نوڅه وکړي هغه دشبانه د پیره دار غوندې خوبه ځانته مړی حلاله وي څه ګپ خوندی ډالرآخلې نو که ایمان ،ووجدان ئې تللې وي نوڅه؟

کندهار

### په ځمکه ننوزی

غوربندی

دا د پسرلي نه #### دي چی د دوستم شانتي جنايتکارانو بره وايي.

تو ### په داسي####

قاري سعيد خوستى

نو دوى به خپله اوجوره زان ته نه حلالوي

غ.حضرت

هم تاسی طالبان او هم پسرلی اکا دواړه د انګریز ### یاستی.

عشاق الحور

ههههه ده پسرلي زامنوته خودي شه رډبډ ويلي دي زنده باد

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x