نظــر

د رسنیو ملکیان!

isaf-hqدا چې په بازارونو، یا ښارونو کې چاودنې وسي ملکي خلکو ته دمرګ ژوبلې رسېدل شونتیا لري، خو دا چې پر بهرنیانو برید وسي، بیا په تېره پر دبهرنیانو پر کوم ځانګړي بیس یا اډه، نو په دې حال کې بیا ملکي خلکو ته دمرګ ژوبلې خبره دتعجب وړ ده.

دلته باید دوه ټکیو ته پام وکړو، لومړی دا چې بهرنیان په هېڅ صورت ملکي خلک څه چې خپله دملي اردو او پولیسو کسان چې له دوی سره پېژندګلوي ونه لري خپل شاو خوا ته لنډ نه پرېږدي، اګر چې په دې ټول پوهېږي، مګر زه دخپلو سترګو لیدلی حال وایم.

دماهي پیر هسکو ټیټو ته چې راورسیدو، ګورو خارجیان مخکې روان دي، کرار کرار قدم وهي، کله ودرېږي له خپلو ټانکونو نه راکشته سي، سګرټان یې په لاسونو کې اخوا دیخوا ګوري! بیا سپاره سي او روان سي، بیا چې یو څه قدم ووهي بیا ودرېږي، یو خو لاره سخته وه، بل ژمی و، یو څه واورې هم اورېدلې وې، ډېر زیات تنګ سوو، په سلهاوو څه چې په زرهاوو موټران په دوی پسې کرار کرار روان وو.

زه ډېر زیات تنګ سوم، په موټر کې نورې سورلۍ ته مې ویل: دا څه کوي؟ یا خو دې تېز ځي او یا دې لاره خلکو ته ور کړي! هغوی سره وخندل، وايي دپلار وطن یې دی، څنګه یې چې خوشه وي هغسې پکې ګرځي، څوک څه ورته ویلای سي؟ ما ویل: راځۍ یو څو سپین ږیري ور سو، په خبره یې پوه کړو، چې دمازدیګر مخه ده، په دغه موټرانو کې زنانه دي، ماشومان دي، ناروغان دي، شپه را روانه ده، خلک لیرو لیرو سیمو ته ځي، آخر یوې خوا ته سۍ چې دا خلک تېر سي، تاسو مو خپل چکر وهۍ!

 یو دوه کسان چې په موټر کې را سره وو، هغوی راته ویل: کرار غلی دې پر ځای کشېنه، که ځان پرې سموې نو ورسه! ما ویل یوازې نه ورځم، یو څو نور سپین ږيري به هم را سره کړو، زه ډېر جدي وم، آخر هغوی راته وویل چې غلی سه، دوی په پنځوس مترۍ کې څوک ځان ته لنډ نه پرېږدي، او که ور لنډ سوې سمدستې دې ولې، صبر کوه، دومره خلک صبر کوي، ته څه تر هغوی زیات یې؟ ما ویل دزیاتوالي خبره نه ده، آخر دا دومره لوی ظلم ولې را باندې کوي، خپل مو وطن، خپله مو خاوره، اوس په سرک هم ددوی له اجازې پرته نسو تلای!

 بل ځل له سروبي نه چې را واوښتو  دامریکایانو کتار او ور پسې څو رینجرې له مونږ نه مخکې روانې وې، نور دسورلیو ټول موټران ورو ورو ور پسې وو، د ټولو زړونه سخت تنګ سول، ځکه هر چا کار درلود، ځينې خو لیرې لیرې ځایونو ته تلل شپه پرې را روانه وه، مګر چا څه کولی سوای، امریکایان څه چې ساتونکو ته یې هم څوک نسوای ور لنډېدی، یو څو کورلاوې ډېر وارخطا غوندې وې، زړه نا زړه به لږ ور لنډې سوې، بیا به یې بریک ونیو، بیا به ور لنډې سوې بیا به یې بریک ونیو، ملي اردوالو لاره نه ورکوله، او اشاره به یې ورته وکوله چې مه را لنډېږۍ.

زمونږ ډرېور تنکی ځوان و، دوه درې ځله یې موټر دملي اردو والو یوې رنجرې ته ور لنډ کړ، آخر هغوی رنجرې ودرولې، یو دوه درې یې ترې را کشته سول، هغه یو یې زمونږ خوا ته راغی، ډرېور بیچاره ګی یې پر دې مخ یوه کلکه څاپېړه ووهلو، په کنځلو خو یې په شه سخاوتمندانه توګه ونازولو، ډرېور غریب هېڅ نسوای ویلی، مونږ هم هېڅ نسوای ویلی، ما ډریور ته ویل: استاذه ورکه، کرار ځه! له دې بلاوو سره نه کېژي، نور به مو بې عزته کړي.

یوازې زمونږ ډرېور نه اخوا یې یو څو نور هم سره ووهل را ووهل، بیرته خپلو رینجرو ته وختل او په خپل طبیعت روان وو، په سلهاوو موټران له مجبوریته ددوی پر پله روان وو.

بل ځل په پل څرخي کې له یوې قرار ګاه نه خارجیان راوتل، آن سل متره وړاندې یې دخلکو دسورلیو موټران ودرول، تر څو هغوی راووتل او تېر سول بیا یې خلکو ته دتګ اجازه ورکړه.

 ما هملته له ځانه سره ویل چې دا خو دوی یو کس هم ځانته لنډ نه پرېږدي، نو دا بیا څه رنګه شونې ده چې پر دوی باندې په برید کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي؟

  دوهم ټکی دا د پام وړ دی چې ملکي خلک څوک دي؟  ملکي  او غیر جنګي خلک دشریعت له مخې هغو خلکو ته ویل کېږي چې هغوی له جنګي خلکو سره سرو کار و نه لري، مرستې ورسره ونه کړي، حتی که یې مشوره ورکړه، یا یې مالي مرسته ورسره وکړه، نو بیا جنګي بلل کېږي، اوس دغه کسان چې له امریکایانو او نورو انډیوالانو سره یې په بیسونو کې کار کوي، مورچلې ورته جوړوي، خونې ورته جوړوي، پیره پرې کوي، یا خوراکي توکي ورته راوړي، دا په هېڅ ډول او هېڅ قانون کې ملکي خلک نه بلل کېږي.

  که فرض کړو یو څوک له مجاهدینو سره مرسته وکړي، پیسې ورکړي، یا یې په کور کې وساتي، یا ډوډۍ ورکړي، یا پیره پرې وکړي، آیا رسنۍ، بهرنیان او انډيوالان یې هغوی ته ملکي خلک وايي؟  دوی خو که شپون ونیسي، که بزګر ونیسي، که ډریور ونیسي، که هوټلي ونیسي، آن که حکومتي کس وي چې له مجاهدینو سره تماس ولري، نو نه یې رسنۍ ملکي خلک بولي او نه یې بهرنیان او ملګري یې؟

  آخر دا څه رنګه لوبه ده؟ رسنیو ته هم سړی حیران سي، څه چې بهرنیان وايي دوی یې ور سره بدرګه کوي، کله کله خو له بهرنیانو سره دځینو رسنیو داخلاص کچه دومره ژوه او پراخه سي چې په ټکنده غرمه کې دبهرنیانو لپاره لمر په دوه ګوتو پټوي.

  خبره تر دې را یاده سوه چې پرون د وردګو په سید آباد کې دامریکایانو پر اډه برید وسو، او په داسې وخت کې وسو چې په هغه وخت کې دخلکو ګڼه ګونه بالکل نه وي، دسهار پنځه بجې، دیادونې ده چې خپله حکومتي سیمه ایز چارواکي دګڼو حکومتي ودانیو دنړیدو خبره کوي، او په دې ټول پوهېږي چې دشپې لخوا او سهار وختي په حکومتي ځایونو کې پرتله له نظامي کسانو نور څوک نه وي، مګر رسنیو ته چې غوږ سي نو د بهرنیانو دمرګ ژوبلې په پرتله درې څلور چنده زیات دملکیانو دمرګ ژوبلې خبره کوي، ځینې ځینې خو یې بالکل بهرنیان نه یادوي، بلکې د بهرنیانو دمرګ ژوبلې خبره دځان لپاره شرم بولي، هسې صرف یادول یې ګناه کبیره ورته ښکاري! او دا په داسې حال کې چې خپله بهرنیان وايي چې څو کسان یې وژل سوي، دا چې څو دي؟ اوس خو حال نه وايي، کېدای سي دخوست دصحرا باغ په څېر یو څه وخت وروسته یې عشر ومني.

 ځینې وايي چې خلک مجبور دي چې دامریکایانو په اډو کې کار وکړي، ساتنه یې وکړي، پیره پرې وکړي، دیګ او دوکان ورته برابر کړي، ځکه چې خپل اولاد ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، او داولاد نفقه فرض ده!!

 عجب منطق دی! د یو چا له دښمن سره ددې لپاره چې خپل اولاد ته نفقه پیدا کړې مرسته کوه، که څه هم چې هغه بل بیچاره ووژل سي، وټکول سي، زندان ته یوړل سي خو چې ستا د اولاد نفقه پاتې نسي! آیا د اولاد دنفقې لپاره یوازې او یوازې همدا یوه لار ده اوبس!  بیا خو نو باید غله ته هم دغلا جواز ور کړل سي، شوکمار او رشوت خورو ته هم دچور او چپاول او درغلیو جواز ور کړل سي، ځکه چې خپل اولاد ته نفقه پیدا کوي، او داولاد نفقه فرض ده! دځینو کسانو ماغزه په پښو کې وي، ددې پر ځای چې سر يې فکر وکړي، پوندې یې فکر کوي!

لیکوال: ویس احمد نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x