افغانستان

منصور دادالله د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي نښتو ګنګوسې د حکومت تبلیغات وبلل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د زابل په ولایت کې د طالبانو د پخواني مخکښ قومندان، ملا داد الله ورور، منصور دادالله هغه راپورونه رد کړل چې د نوموړي په اړه ورکړل شوي وو چې ګواکې د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ خپلمنځي نښته شوي او تر منځ یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د منصور داد الله د جبهې (ملا داد الله محاذ) ویاند بریالي رهبرمل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په زابل ولایت کې د طالبانو تر منځ هیڅ نښته نه ده رامنځته شوې او زیاته کړې يې ده چې منصور دادالله په زابل کې په خپلو «جهادي» مصروفیاتو بوخت دی.

نوموړي د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي نښتو خبرونه د حکومت «پوچ او زهرجن» تبلیغات وبلل.

د دې تر مخه د زابل د ولایتي شورا وکیل داوود ګلزار رسنیو ته ویلي و چې د منصور دادالله د پلویانو او طالبانو تر منځ جګړه را منځته شوې، چې له کبله یې اووه تنه وژل شوي او پنځه تنه ټپيان دي.

د زابل ولایت امنیه قومندانۍ ویاند فواد عسکري هم د جګړې پخلی کړی و او د لسو تنو د مرګ ژوبلي خبر یی ورکړی وو.
د طالبانو د جنوبي حوزې ویاند قاري یوسف احمدي هم په زابل ولایت کې د طالبانو د خپلمنځي نښته خبرونه په کلکه رد کړي وو او دا یې د حکومتي چارواکو تش تبلیغات بللي وو.

د دې تر مخه په هرات ولایت او نورو سیمو کې هم د ورته جګړو راپورونه ورکړل شوي، چې طالبانو له خوا رد شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zaheen

good

حریا شملزۍ

الله تعالی دی هدایت درته وکړی ټول افغانان دی ازارکړو ، اوس هم دچاری سر ده د اتحاد او اتفاق ته مخه کړه د اتل او فهرمان ورور ویاړونه خوندی کړه د جهاد په کولو سره خپل کم شوی وزن بیرته پوره کړه هم الله او هم ملت درنه راضی شی

اسحاق زاده

حریاشملزی دی لومړی په خپل نوم اوبیا په موقف وشرمیږي الله دی نوی زغیم اوملګروته هدایت وکړی تاسو لاترڅودقربانیو ورکونکی کورنۍ سپکوی ،ایاد په دی خبریاست چي امارت په ډالرو وپلورل شو په سوونه لکه ډالرله کوم راغلل اوشورم کی ولاړموټرونه په درجن اخیستل کیږي نوردی دشملزی به نوم باطل نظرونه ورک کړی کنی ورک به شی

حریا شملزۍ

استغفر لله رب من کل ذنب و اتوب الیه ! ما وروره صرف د هدایت دعا ورته کړی دغسی ډیر افغانان شته د دکورني د قربانیو او احترام له امله مو دعا ورته کړی نور زه پخپل نامه خو بیخی نه شرمیږم او بل په ډالرو او موټر به دی یوه مستوره خور څنګه خبره شی خوندی ستاسو یتیمان روزی ستاسو تر لاس پاتی خواړه خوری نور به حساب په اخرت کی درسره کوو چی زموږ بچیان او وروڼه مو د څه لپاره شهیدانول ـــــــ د اتحاد او اتفاق لپاره ما تر بل هرچا ډیری دعاوی کړی زه اوس پوه… نور لوستل »

خاکسار فاریابی

اسحاق زاده وروره دا درسره منم چی د اسلامی امارت په سپیڅلی صف کی ځینی پلورل شوی افرادو شتون درلود خو لله الحمد ووس نشته .
خبره داده چی نفاق داسی مرض دی چی منافق یی خر څومره هم د پټولو کوښښ وکړی بیابه یی هم الله ج رسوا کوی
په یو صف یا نظام کی د یوڅو فاسدو کسانوشتون د صف په فساد دلالت نکوی

اسحاق زاده

فاریابی تاسو له حقاۍقو نه یاست خبر زه دواړی ډلی له نزدی پيژنم هغه ظلم چی له یعقوب جان او کورنۍ سره شوی په داسلام په تاریخ کی یی څوک بیلګه نه شي وړاندی کولای ولی دومره څوک نشته چي حقایق وړاندی کړي دیوداسی نړیوال جهادی ،سیاسی شخصیت زوال باید په داسی مراسمو بدرګه شوی وای چي اوښکو بیالی بهولی وای او دکورنۍ له غړوسره دتسلیت او خواحوږۍ انتهایی همدردی شوی وای . اوس که داپوښتنه وشی چي ولی کلونه وړاندی زماپلار یا ورور مړشوی زه پری نه یم خبر اوتاسو په خبریاست اویاکه ددی مرحوم دمبارک جسدنښی نور عوامل… نور لوستل »

همایون هوتک

افسوس او صد افسوس لمر په دوو ګوتو نه پوټیږی اسحاق زاده یوی درنی خور ته دومره له ګیره وتل دا ستا له اسلامی امارت سره د ښمنی د که دوستی او الله دی تباه کړه په دا الزام چی تا لګولی وروره لږ انتظار نور هم وباسه څوک به دی ږغ واوری مایوسی ته دی د اورلګیت خاشه مه وهه ترټولو ته ورلنډ یی و به سوځی دا خور څخه هم دلته معذرت وغواړه که لږ ایمان او غیرت لری کنه نو زه خو ددی خور کورنۍ پیژنم چی څومره له اسلام او اسلامی امارت سره خواخوږی لری او… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم : څه چه ډير مهم دی هغه د داد الله ورور دا خبره ماته ډيره ښکلی او درنه معلومیږی ، چه د اسلامی جهاد په مقابل کی یی د غلامانو او بادارانو د تبلیغاتو مخه نیولی زه یی دا خبره او دا دریز لمانځم او ستایم ، او دا دریز د دی زیری هم کیدی شی چه د مسلمانانو ورونو تر منځ هغه توپیرونه چه څو مخی او کفار ورته ببوزی وهی مخ په کمیدو او مجوه کیدو دی . الله ج دی اجرونه ورکړی او الله ج دی تر دی زیات د یووالی ، تقوی… نور لوستل »

حریا شملزۍ

یا لطیف
اسحاق زاده تاته به د ملت واګۍ کوم ظالم او جابر دزکړی خوږ دی کوم ځای ده او درد دی کوم ځای کوی
د یعقوب جان د شحصیت او کورنۍ هر افغان پوروړی ده که ! که ،،،،،،،،،،،،

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x