ټولنیزه برخه

خپلو ملګرو ته نرم شه

حامد افغان

د یوه ایت تفسیر

که څوک غواړي ښو اخلاقو، درنښت، سړيتوب او د الله دین ته په اغیزمنه توګه خلک راوبولي له ښه وعظ او حکمت سره باید له ډېري نرمي نه کار واخلي، له نرمي پرته په دې لاره کې پرمختګ نه شي کیدلی، متاسفانه نن سبا ډیر داسي خلک شته چې له خلکو سره سخت او تروش چلند خپلوي، د الله د دین او اخلاقو د بیانولو په مهال مسلمانان په نامناسبو او آن سپکو الفاظو مخاطـبوي، داراز په مجالسو او ناستو کې خلک ترټي او سپکوي، دا لاره او دا ډول چلند په ښکاره توګه د نبوي سنت او دعوتي حکیمانه اسلوب مخالفت او بغاوت ده، د الله دین او د رسول الله اخلاقو ته د خلکو رابللو له پاره قراني او نبوي اسلوب خپلول لازمي دي او د دې اسلوب خپلولو له پاره که داعي خپل تمايلات او نامناسب چلند تغیر نه کړي په خپل مزاج بوختیا یې ګټوره نه ده او نه به په دې لاره که ښې پایلې ترلاسه کړي. په دې اړه او په عامه توګه د نرمي په اړه دلته یو ایت شریف له لنډ تفسیر سرا رااخلم.

قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کوي: [اې پېغمبره!] دا د الله لوى رحمت دى چي ته د دې خلكو لپاره ډېر نرم خويه جوړ شوى یې، كه داسي نه واى او ته توند خويه او سخت زړى وای، نو دا ټول به ستا له شا وخوا څخه خواره شوي وای. د دوى خطاوي وبښه، د دوى لپاره بښنه غواړه؛ او د دين په چارو کي هغو ته هم په مشوره کي برخه ورکړه، بيا چي ستا اراده پر كومه رايه ټينګه شي؛ نو پر الله توكُل وکړه. د الله هغه خلك خوښیږي چي د هماغه په ډاډينه كار كوي. فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِى الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159]

تفسیر:

یعني پر تا او ستا په ملګرو د الله رحم شوی دی چې ته هغوی ته نرم شوی یې، هغوی ته دې وزري ټيټي کړې دي، له هغوی سره په ښو اخلاقو چلند کوې، نو هغوی درباندې راټول شوي دي، هغوی مینه درسره کوي او ستا خبره مني. {ولو كنت فظا} یعني توندخویه، {غليظ القلب} یعني سخت زړی وی {لانفضوا من حولك} یعني نو دوی به ستا له شا وخوا څخه خواره شوي وای. ځکه له توندخویه او سخت زړي انسانه خلک منډي وهي او هغه نه شي کولی خلک په ځان راجمعه کړي.

دیني لارښود او مشر که ښه اخلاق ولري دوه ګټي به وکړي یو به خلک پرې راټول شي، خلک به مینه ورسره کوي، او بل به په دې ستر عمل الله ثواب او اجرونه ورکوي، او که دیني مشر توندخویه، سخت زړی او بد اخلاقه وي دوه تاوانونه به ورته رسيږي، یو به خلک نفرت او کرکه ورنه کوي او بل به د دې بد اخلاقي لامله خلک له دینه بیزاره کړي او د دې ګناه به د ده په غاړه لویږي. العیاذ بالله، الله جل جلاله خپل معصوم او د سترو اخلاقو څښتن پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته دا وضاحت کړی ده نو د امت هغو خلکو ته چې د هغه په لاره تګ کول غواړي او خلک دین ته رابولي هغوی باید هروخت دې توصیې ته ځیر او متوجه واوسي.

د الله د دین په داعي په ځانګړې توګه او په هر هغه مومن چې خلکو ته د خیر رسولو اراده لري باندې لازم او واجب ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سترو اخلاقو پیروي وکړي، له خلکو سره هغه د نرمي او غوره اخلاقو چلند خپل کړي چې رسول الله خپل کړی و، په دې سره به یې د الله امر هم پر ځای کړی وي او داراز د الله دین ته به یې خلک هم تیار کړي او مایله کړي وي.

وروسته الله جل جلاله امر کوي چې که له خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کې کومه کوتاهي او تقصیر رامنځته کیږي د هغه بښنه ورته کوه، او که د الله په باره کې کومه کوتاهي ورنه کیږي له الله نه د هغه بښنه او مغفرت ورته غواړه: فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ، {وشاورهم في الأمر} یعني پخپلو چارو کې دې مشورې او د نورو نظر شریکولو ته ضرورت و نو له خپلو ملګرو مشوره غواړه، الأمر، عام دی، یعني که د دنیا کارونه وي یا دیني چاري وي په ټولو کې له خپلو ملګرو نه مشورې اخله او په مختلفو موضوعاتو کې د هغوی نظر او فکر درسره شریکوه.

د مشورې ګټي:

لومړی دا چې مشوره یو شرعي امر دی او شرعي امر منل الله ته نږدې کوونکی عبادت او د اجر او ثواب کار دی.

دویمه دا چې په مشوره سره د کار ملګري له خپل مشر او لارښود نه خوشاله کیږي، څوک چې د چارو واګي په لاس کې لري هغه باید د نظر خاوندان او پوهان د مشورې له پاره راجمعه کړي او باید د مختلفو موضوعاتو او پېښو په اړه د هغوی نظرونه واخلي، په دې سره د هغوی زړونه ډاډه او له خپل مشر نه خوشاله او له هغه سره یې مینه زیاته شي، د نظر خاوندان د اداري اړوند پیښو او په شاوخوا کې رامنځته کیدونکو حالاتو په اړه د مسؤلیت احساس لري او اندیښنه یې کوي نو په نظر پوښتلو سره فکر وکړي چې دوی هم د واک شريکان دي او خپل مشر یې نظر ته ځان اړ بولي او هغه مستبد او زورواکی نه دی.

داراز په هرکار کې په مشوره سره د دې ستونزې د حل یا پېښې ته مناسب لوری معلومولو کې څو عقلونه رایوځای شي او له یوه عقل نه د ډېرو هغو کار مؤثر او کارګر وي، او مهمه دا چې له مشورې وروسته د هر اقدام په ښه او بده پایله کې مشر ته ګوته نه نیول کیږي بلکي هغه د مشر او اهل نظر ټولو مسؤلیت بلل کیږي.

کله چې د الله د وحي حامل او د جبريل له ملاتړ نه برخمن ستر پیغمبر ته الله امر کوي: وشاورهم في الأمر، هغه چې عقل یې هم کامل، رایه او نظر یې هم کره و، نو بل هر مشر باید د ځان له پاره د خپلو ملګرو مشوره لازمه وګرځوي او هیڅکله دې خپل سري کارونه نه کوي، {فإذا عزمت} یعني هر کار چې له مشورې وروسته د هغه د ترسره کولو کلک هوډ وکړل شي نو بیا په الله توکل کړه، {فتوكل على الله}، یعني د الله په ځواک اعتماد او باور وکړه او الله ته په هغه توکل کوونکي ګران دي او مینه ورسره لري . {إن الله يحب المتوكلين}.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

ماشا الله څومره په زړه پوری توصیه ده کاشکی له الف نه تریا عمل په وشی او د ټولو ستونځو مخه به ونیول شی او الله پاک به مو له اوږده ناورین نه وژغوری ! حتی دښمن خو پریږده په اوسنی حالاتو کی مشرانو په رحمابینهم باندی هم تر ډیره عمل نده کړی چی یو لوی سرخوږی یی ایجادکړی
تاسو ته دی الله د دی نیکی لیکنی اجر درکړی

حنيف

حامد افغان صيب الله دي جزاي خير في الدارين دركري، دير مفيد نصيحتونه وه، الله دي موفق لره…

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x