افغانستان

د پکتیا ولس وايي چې بې هویته تذکرې نه اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): په پکتیا ولایت زرګونو کسانو نن چهارشنبه په الکترونیکي تذکره کې د اسلام او افغان کلمو د ذکر کولو په پلمه ستره مظاهر وکړه.

د سیمې څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په دغه مظاهره کې د قومونو، مدني ټولنو، ولایتي شورا، سیاسي ګوندونو نماینده ګیو او ځوانانو برخه اخېستې وه.

مظاهره چیانو ویلي چې که په الکترونیکي تذکره کې یې ملي هویت او دین ذکر نشي، دوی یې نه اخلي او د تذکرو د توزیع مرکزونه به هم له خطر سره مخامخ شي.

دوی ګواښ وکړ که حکومت یې غوښتنې ونه مني، دوی به له خپل ملي هویت او دین څخه د ځان په بیه دفاع وکړي.

د لاریون یو ګډونوال ازادۍ رادیو ته ویلي چې «که چېرته په الکترونيکي تذکرو کې د افغان او اسلام کليمه ذکر نه شي، نو د دې بې بنسټه يا کاواکه حکومت ستنې به د دې خلکو په لاس ونړيږي او د ولسونو له احساساتو سره لوبې تل د حکومتونو په زيان تمامې شوې دي، په دې پرېکړه شوې، چې که چېرته مو غوښتنې ونه منل شي مظاهرو ته به دوام ورکو او ان تر کابله به يې وغځوو».

ټاکل شوې وه چې د الکترونیکي تذکرو ویش به د زمري په ۲۸مه پیل شي خو ولسمشر اشرف غني د ازادۍ د ورځې په ویاړ دغه بهیر وځنډولو.

دا په داسې حال کې چې د ګډ حکومت دوهم مشر او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار کړی و چې تذکرې ویش به د ملت او دین له ذکر کولو پرته ډير ژر پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x