ادبي لیکني

د ختيځ ادبي بهير د اومې اوونيزې غونډې بشپر راپور

khateezختيځ ادبي بهير خپله پرله پسې اوونيزه غونډه د ۱۳۹۱ لمريز کال د سنبلې په لسمه نيټه د جمعې په ورځ د سهار په نهه بجو د ننګرهار د علمي او فرهنګي مرکز ميديو تيک په انګړ کې وکړه.
د غونډې مشر انجنير

ستانه مير زهير او ميلمه يې جعفر هاند و. وياندويان فضل حق سعيد او احمد جمال جمال و.
غونډه خاورې منتبار د قرآن کريم په څو مبارکو اياتو په تلاوت سره پيل کړه. د تيرې اونۍ ګزارش فرهاد الله اسيب ولوست. په ګزارش د نقد پر مهال بازمحمد عابد وويل:

په ګزارش د ځينو دوستانو نظرونه نه و را اخيستل شوي او هم د ګډون کوونکو نومونه نه و ذکر شوي چې دا په ګزارش کې يوه اړينه موضوع ده.
محمد نادر دانش وويل چې په تيرو غونډو کې چې به اسيب ګزارش لوسته نو په ويلو کې به يې ستونزه درلوده، خو نننی ګزارش يې ښه ولوست. مګر دا ګزارش چې ما په نيټ کې لوستي و په دې ډول نه و.
عابد د نادر دانش د خبرو په وړاندې وويل چې په ګزارش کې يې ايډيټ کړی له اسيب نه چې د ځينو دوستانو خبرې پاتې وې او يا يې هم د ځينو دوستانو خبرې پوره نه وې را اخيستې هغه يې په کې ورځای کړې وې.
عزت الله ځواب د ځينو خبرو د نه را اخيستو لامل د ګزارش اوږدوالی وګانه. عبدالله سهار وويل :
ګزارش ښه ليکل شوی و خو که ويل يې نور هم فصيح شي، لا به ښه شي.
په ګزارش له نقد وروسته استاد محمد ناصر حليمې ته بلنه ورکړی شوه چې تيار کړی لکچر بهيروالو ته وړاندې کړي. د نوموړي د لکچر موضوع «پښتو شعر د اسلام له نظره» وه.چې ځينې برخې يې داسې وې
په اسلام کې د شعر ويلو لپاره جواز
د ښه شعر او شاعر ځانګړتياوې
په ټولنه کې د شعر ارزښت
د شعر معنوي او کيفی اړخونه.
له لکچر وروسته استاد حليمي د ځينو بهيروالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
محمود خزان درې پوښتنې سره يو ځای کړې وې، يو دا چې الهام څه مانا، دويم په شعر کې رقيب ته سپک نسبت کول او دريم دا چې ځينې شاعران له تقدير نه سر ټکوي.
استاد حليمي د الهام په اړه پريکنده ځواب ورنه کړ خو رقيب په اړه يې وويل چې عربي ژبه کې د څارلو مانا لري او پښتو کې د دښمن مانا ورکوي. او تقدير پيشبينۍ ته وايي چې د جبر کومه قضيه نه ده.
عبدالعزيز شجاع هم دوه پوښتنې مطرح کړې.
لومړی دا چې ځينې شاعران له زمانې څخه په خپلو شعرونو کې شکايت کوي او دويم دا چې ځينو مشايحو ته هم په ښه نظر نه ګوري لکه ملا، شيخ، زاهد او داسې نور…
استاد حليمي د نوموړي پوښتنې دا رنګه ځواب کړي.
هغه څوک چې د خپلو جرمونو پړه په زمانه اچوي، لويه ګناه لري ځکه چې الله پاک وايي چې زه زمانه يم. مګر هغه څوک چې په خپل شعر کې د مذهبي مشرانو سپکاوي کوي، ملا،شيخ ، زاهد او داسې نورو ته په سپګه ګورې اسلام کې ورته د ګناه په اساس ټاکلې جزا شته.
انجنير ستانه مير زهيز د رقيب په هکله وويل دا به له رقابت څخه اخيستل شوی وي، خو حليمې صيب يې په ځواب کې وويل چې هغه بيا رقبه ده چې په عربۍ کې غاړې ته وايي او رقيب په پښتو کې مقدمينو هم د دښمن لپاره کارولی دی.
استاد حليمي د ختيځ ادبي بهير په جوړيدو خوښي څرګنده او زياته يې کړه چې که موږ يو هدف ځان ته وټاکو چې لس کاله پس بايد په افغانستان کې سوالګر نه وي نو زه فکر کوم چې تاسو ځوانان دا توانمندي لري چې د فقر او بدبختۍ سره په مبارزه کې بر لاسي ولريء.
له ادبي درس وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه چې تر پنځوس تنو پورې شاعرانو په کې شعرونه وويل.
د مشاعرې په اخر کې د غونډې ميلمه جعفر هاند د خپل شعر تر څنګ له ننګرهار ميشتو فرهنګيانو څخه مننه وکړه چې ختيځ ادبي بهير يې جوړ کړی او په دومره لږه موده کې يې په زياد شمير کې شاعران، ليکوالان او دادب مينه غونډې جذب کړي دي.
نومړي زيآته کړه:
زه باور لرم چې کومه زده کړه په ادبي بهيرونو کې تر لاسه کيږي په پوهنتونونوکې نه شي تر لاسه کيدي ځکه چې دلته په عملي توګه يو څه زده کيدی شي.
تر ده وروسته د غونډې مشر انجينر ستانه مير زهير د غونډې ارزونې ته راوبلل شو چې له استاد حليمي يې مننه وکړه چې په زده پورې لکچر يې وړاندې کړو. او يو وړانديز يې دا وکړو چې تنکي ځوانان دې د عشقي شعرونو پر ځای اصلاحي شعرونه ووايي. او زياته يې کړه چې د تيرو شلو کلونو راهيسې ادبي غونډې په يوه شکل راروانې دي بايد بهيروال د نوښت د رامنځته کولو په فکر کې شي. په ټوله کې يې غونډه ښه وارزوله.
په غونډه کې د تر اويا تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر اوادب مينه والو ګډون کړی و.
راتلوونکې غونډې ته به د ايمل مړوند په کيسه کره کتنه کيږي..
غوڼده نيږدې ماسپښين يوه بجه پای ته ورسيده.

ګزارش: فرهاد الله اسیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x