دیني، سیرت او تاریخ

خشوع؛ څه او څنګه؟ ــ۳

خالد روښان

داچې د خشوع  د اسانۍ لارې او وسائلو څخه خبر شو؛ نو دې لپاره چې خشوع راته ښه آسانه شي، د خشوع يوڅو ژونديو بېلګو وړاندې کولو ته مې اړتيا حس کړه:

حذيفة رضي الله عنه وائي دين کې اولنی شی چې، مسلمانان ئې له لاسه ورکوي خشوع، او وروستی لمونځ دی.. او وائي ، يو سړی به لمونځ کوي خو هيڅ خير به پکې نوي، تردې چې يو مسجد ته به داخل شي، او هيڅ خاشع به پکې و نه مومې.

نو ګورو چې زموږ تيرو مؤمنانو کې څه ډول خشوع وه؟

ابن يسار رحمه الله به چې، د لمانځه اراده وکړه، نو د کورنۍ غړو ته به ئې ويل: چې وائيئ څه مو چې خوښه وي، زه ئې نه اورم، او بل روايت کې رغلي چې، ده يو ځل د بصرې مسجد کې لمونځ کاوه، نو د مسجد يوه خوا ولوېده، د ځای ګرد خلک له نړيدلي ځايه  راتاؤ شوي ؤ او شور ئې جوړ کړی ، دی له هيڅ خبر نوو.

علي بن ابي طالب رضي الله عنه باندې به چې د لمانځه وخت راغی، نو لړزې به ونيو، رنګ به ئې واوخت، چا ترې پوښتنه وکړه: ای امير المؤمنيه! څه درباندې شوي؟ ورته ئې وويل: د داسې يو امانت وخت راغی، کله چې الله تعالی زمکې او اسمانونو ته وړاندې کړ، هغوی ئې له اوچتولو خپله ناتواني څرګنده کړه، او موږ اوچت کړ..

د علي بن حسين رضي الله عنه څخه روايت کوي، چې کله به ئې اودس وکړ، رنګ بې تګ ژېړ شو، خپلوانو ترې پوښتنه وکړه چې، هغه څه دي چې د اوداسه پرمهال درباندې دومره اغيز کوي؟ نو هغه ورته وويل: آيا پوهيږی چې د چا مخې ته مې درېدل دي؟

عامر بن عبدالله د هغو خاشعينو څخه ؤ چې، خلکو به د بېلګې په ډول ياداوه، ده څخه وائې چې، کله به ئې لمونځ کاوه نو که لوڼو به ئې ډولکۍ وواهه، يا به ئې د کور ښځو څه خبرې کولې ده به نه اورېدلې، او نه به پرې پوهېده، يو چا ترې پوښتنه وکړه، آيا د لمانځه پرمهال دې زړه کې څه نه ګرځي؟

ده ورته وويل: هو. – زړه کې م ې دا ګرځي چې – دالله تعالی مخې ته ولاړ ئې، او له دوو کورونو – جنت او جهنم –  څخه دې،  يو کور ته ورتګ دی. او د کوم دنياوي کار دې زړه مشغوله کړی وي؟ ورته ئې وويل: زما د دننه بدن څښا-خوسا- کيده راته د هغه څه نه چې تاسې ئې مشغوله کړي ياستی ډېر  ډېر خوښ دی.

د ربيع بن جثيم په اړه وائې، چې يوځل پر لمانځه ولاړ ؤ، آس ترې چا غلا کړ، غلام ئې ورته وويل: آس دې غلاکيږي، او ته ورته ګورې، آيا داسې هم څوک کوي؟! ربيع ورته وويل: زه د الله تعالی مخې ته ولاړ وم، نو د الله تعالی نه مې مخ نشو اړولی.

يعقوب القاري رحمه الله لمونځ کاوه، يوه غله ترې څادر وتښتاوه، او خپلو ملګرو ته ورغی، نو ملګرو ئې څادر وپيژنده.

ورته ئې وويل: دا خو د هغه نېک سړي څادر دی، درومه بېرته وروسپاره! موږ ئې له بدعائۍ څخه ډاريږو، نو څادر ئې وروړ، پر اوږه ئې ورکېښود، او بخښنه ئې هم تر وغوښته. کله چې يعقوب رحمه الله له لمانځه فارغ شو، چا لدې پېښې خبر کړ، هغه ورته وويل: زه ئې نه پو اوچتولو پوه شوی يم او نه پر کېښودلو.

عمرو بن عتبة بن فرقد رحمه الله به جهاد ته وتلو، نو ملګرو به ئې پرې د شپې پيره نه کوله، ځکه دی به ټوله شپه په لمانځه ولاړ ؤ، يو ځل ټول پوځيان ويده ول دی پر لمانځه ولاړ ؤ چې، د زمري اواز واورېدل شو، ټول ېښ شول او وتښتېدل، دی هماغه شان پر خپل لمانځه ولاړ ؤ، کله چې هغوی بيرته راستانه شول، نو پوښتنه ئې ورځينې وکړه:

آيا د لمانځه پر مهال له زمري و نه ډار شوې؟! هغه ورته وويل: ماته حيا راځي چې د الله تعالی څخه غير له بل چا وويرېږم.

معلی بن منصور يوه ورځ لمونځ کاوه، چې له پاسه پرې د مچيو ځاله راپرېوته، نه ئې پام واوخت، او نه ئې رپ وواهه، کله ئې چې لمونځ تمام کړ، نو خلکو وليده چې سختو ټکونو پړسولی ؤ.

امام بخاري رحمه الله لمونځ کاه چې مچيو اولس ځلې وچېچه، لمانځه نه چې فارغ شو، نو ملګرو ته ئې وويل: وګورئ چې څوځلې ئې وچېچلم؟

خلف بن ايوب رحمه الله څخه چا پوښتنه وکړه چې، لمانځه کې مچان نه شړې، لکه چې ندې تنګوي؟ وېويل: ځان داسې عادتوم چې هيڅ  شی مې لمونځ راباندې خراب نکړي، هغو وويل: نو پدې به څنګه صبر وکړې؟ ورته ئې وويل: زه خبر شوی يم چې فاسقان د پاچا تسمو او قمچينو ګذارونو لاندې صبر کوي، او  خلک وائې چې پلانکی ډېر صابر دی، او وياړي پرې، خو زه دې د خپل رب مخې ته ولاړ يم او په يو مچ دې صبر ونشم کړای!

تېره برخه:

خشوع؛ څه او څنګه؟ ــ۲

د لیکوال نوري لیکني په لاندي ادرس کې:

http://bit.ly/khalid_roshan

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x